لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ځايي خلک وايي د هرات په تازه زلزله کې د نورې مرګ ژوبلې اوښتلو اندېښنه ده


په هرات کې زلزلې ځپلی يو افغان د خپل ويجاړ شوي کور په ملبه ناست دی
په هرات کې زلزلې ځپلی يو افغان د خپل ويجاړ شوي کور په ملبه ناست دی

د افغانستان په غربي ولايت هرات کې بلې زورورې زلزلې نور کلي وران کړي او د خبرونو ترمخه نور ځاني او مالي زيان يې اړولی.

د امريکا د جيولوجيکل سروی د معلوماتو ترمخه دزلزلې د زور کچه ميګنيچيوډ 6.3 و او مرکز يې د هرات ښار نه 28 کيلوميټر بهر او لس کيلوميټر په زمکه کې دننه وه.

د خالي، شنبې، په ورځ چې په هرات کې کومه زلزله راغلې وه هغه هم د 6.3 ميګنيچيوډ وه چې د واکمن افغان طالبانو چارواکو په وينا نزدې 4000 تنانو ته يې مرګ ژوبله اړولې ده.

د يونيسېف د معلوماتو مطابق په تېره زلزله کې د مړه شويو څخه نزدې 90 فیصد کسان ماشومان او ښځې وو چې د راپرېتو ودانو د لاندې شوي وو.

د کابل نه د وي او ای خبريالانو د طالب چارواکو له قوله ويلي د خلکو د مرګ ژوبلې د خبرونو ترڅنګ کم نه کم 2000 ګډې بيزې هم په تازه زلزله کې وژل شوي دي.

د وي او ای ډيوه همکار عبدالرزاق ته د هرات نه ځايي تن کبير افغان ويلي تازه زلزله د هرات په انجل ولسوالۍ کې راغلې چې يو تن پکې مړ او تر څلويښتو پورې نور کسان په کې ټپيان شوي دي.

د اکتوبر په نهمه نېټه د 6.3 ميګنيچيوډ زلزلې د هرات زنده جان، انجل او ګلران ولسوالۍ ځپلې وې چې د ميډيسن سانس فرنټير يا د بې پولو ډاکټرانو د ادارې د معلوماتو ترمخه دوی ته د تېرې زلزلې وروستو 2132 تنه د درملنې د پاره وړل شوي وو چې نزدې 600 پکې د ذهني صدمې ښکار شوي وو.

د ايم ايس اېف ترمخه د تازه زلزلې 117 متاثره شوي خلک د هرات مرکزي روغتون ته وړل شوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

سندره او خبره
please wait

No media source currently available

0:00 0:29:30 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG