واشنګټن (ارشد مومند)- په اسرايل د حماس وسله والې ډلې د بريدونو په اړه د پاکستاني مطبوعاتو د خبرونو د انداز په اړه څېړونکي وايي په منځنی ختیځ کې د جګړې خبرونه اکثر اشتعال انګزيز وي او د وخت تېريدو سره د خلکو په ذهنونو ژور اثر لرلی شي۔
د وي او ای ډيوه خبریال ارشد مومند د پاکستاني مطبوعاتو د ځینو خبرونو او د هغې د پيغام په اړه د څېړونکو نظر اخیستی او هغوی ورته وویل چې د پاکستاني مطبوعاتو زیاتره خبرونه او تبصرې د صحافتي اصولو برعکس بې طرفه هم نه وي.
په منځیني ځتیځ کې د جګړې د شروع کېدو راهسې دغه واقعات په پاکستانۍ ميډيا کې خبرونه په سرخط کې وي او په اخبارونو او ټي وي چېنلوکې پرې تاوده بحثونه هم کيږي
خو څيړونکی او خبريال مدثر شاه وايي د پاکستانۍ ميډيا په خبرونو کې اشتعال زيات وي او خبرونه او څېړنې يې بې پلوه نه وي چې د دې جنګ ځپلې سيمې د ځوانانو د پاره خطرناک ثابتېدی شي
مدثر شاه وايي " که بې روزګاري هم زياته شي او تعليم يافته ځوانان هم ناست دي، مونږ سره بل څه نشته، چې جنت دی او حورې دي، يو تعليم يافته ځوان دی، هغه هسې هم تنګ دی او اسانه لاره ده چې جهاد له لاړ شي، د دې نه وړاندې هم زمونږ خلک بوسنيا له تلي په فلسطين کې مخکې جنګيدلي، ډير سخت حالات دي، او ميډيا ورته نور هم اور ورته کوي”.
د پاکستانۍ مېډيا خبرونه د ځوانانو په ذهنونو څه اثرات غورځولې شي؟ د دې سوال په جواب کې د پېښور پوهنتون د نفسياتو د مطالعې د څانګې مشره پروفېسر ډاکټر ارم ارشاد وايي
“په خوصوصي توګه زمونږ نوی کول چې کوم دی که هغوي ته بيابيا مېډيا داسې خبرونه ورکوي، او ميډيا په خپله پاليسۍ عمل نه کوي، نو په هغوي کې غصه پېدا کيږي، نو غصه بيا څه شکل هم اختيار کولې شي، د جنګ صورتحال نه علاوه چې د ميډيا استعمال زمونږ په ملک کې کيږي هغې طريقې سره ځکه نه دي کيدل پکار چي ذهن باندې منفي اثر جوړوي، ځکه چې انسان د صدمې ښکار کېدیی شي، او دغه د ځان وژلو يا په لويه کچه د خلکو وژلو طرف ته ذهن اړولې شي”.
د اسرايل او حماس د جګړې د شروع کېدو نه پس د نور کله برعکس په پاکستان او په خصوصي توګه په خيبرپښتونخوا کې ولسي احتجاجونه کم ليدل کيږې، ځينې مذهبي ګوندونو د احتجاج اعلانونه هم کړي خو لا تراوسه څه په لويه کچه احتجاج مخې ته نه دی راغلی.
څيړونکی او خبريال فخر کاکا خېل وايي د پاکستان اقتصادي حالاتو، مذهبي ګوندونو، جماعتونو او مدروسو ته د عربي هېوادونو فنډنګ کمېدو له امله عام ولس احتجاج ته په اسانه نه راوځي. هغه زیاته کړه که چېرې مېډيا د زمه وارۍ مظاهره ونه کړه نو په راتلونکو ورځو کې حالات خرابېدې شي.
فخر کاکاخېل وايي “دومره بدحالي ده چې هر سړی د بجلۍ او ګېس په بلونو کې ګېر دی هغه افرادي قوت چې سړکونو ته به راوتو اوس هغه نه راوځي”.
اسرایل، امریکا، اروپايي اتحاد، کېنېډا، مصر او جاپان حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی او د پېښور پوهنتون د جرنلزم څانګې استاذ علي عمران وايي پکار ده چې پاکستاني ميډيا په دې وخت د سنجدګۍ نه کار واخلي.
علي عمران ډيوه ته وايي “ميډيا رېټنګ غواړي، چې ډير خلک مو وګوري، چې څومره د جذباتو خبره وکړو، خو په جذباتو کۀ دا خبره حل کېده نو په پينځه اووياو کالو کې به حل شوې وه. ميډيا ته پکار ده چې زمه واري وښايي، خو بيا هغه خبره دلته راځي چې پاکستان کې قانون نشته ميډيا د پاره او مالکان هم کمزوري شوي دي، او اينکاران ضرور ي دي”.
څيړونکي وايي د ناین الېون نه پس هم د پاکستانۍ ميډيا رول مثبت نه وو پاتې شوی، خلکو ته يې اشتعال ورکوو او بيا د افغانستان جګړې په شکل کې په زرګونو خلکو ژوند د لاسه ورکړو خو پکار ده چې دا ځل د سنجدګۍ نه کار واخیستل شي.
Forum