د پاکستان سپريم کورټ د سپريم کورټ پرېکټس اېنډ پروسيجر اېکټ يا د سپريم کورټ د چيف جسټس د واک يا اختیاراتو په اړوند قانون خلاف خواستونه رد کړي او ياد قانون یې د ايين سره سم ګرځولی دی.
د چيف جسټس قاضي فايز عيسا په مشرۍ فل کورټ د شورو/ چهارشنبې په ماښام د سپريم کورټ پرېکټس اېنډ پروسيجر اېکټ يا قانون خلاف شوو خواستونو باندې فېصله اورولې او په 15 ججانو کې لسو ياد قانون له ايين سره سم بللی دی.
د رپوټونو ترمخه د سپريم کورټ په فېصله کې ويل شوي، په ياد قانون کې د سپريم کورټ از خود نوټس ته د بيا کتنې په ځای د نوټس پرضد د اپيل حق ورکړل شوی او عدالت دغه خبره په ځای ساتلې ده .
خو د سپريم کورټ د تېرو فېصلو ضد د اپيل حق په 15 کې اتوو ججانو رد کړی دی او دغه خبره یې کالعدم ګرځولې ده.
د سپريم کورټ د چيف جسټس د واک يا اختياراتو په اړه جوړ قانون خلاف د خواستونو اورېدنې دپاره فل کورټ يا د عدالت ټولو ججانو اورېدنه کوله.
قاضي فايز عيسا د چيف جسټس جوړېدو سره سم د دې په اورېدنه پېل کړې وه.
د ياد جوړ شوي قانون لاندې د از خود نوټس اخستو او د کوم بېنچ جوړولو واک اختیار د چيف جسټس څخه اخستل شوی او د سپريم کورټ درې مشرانو ججانو کمېټۍ ته ورکړل شوی وو.
د ياد قانون لاندې د از خود نوټس د فېصلې ضد د يوې مياشتې وخت ورکړل شوی وو چې د فېصلې خلاف به اپيل کولی شي او د فېصلې خلاف اپيل کوونکی به وکيل هم بدلولی شي.
د پاکستان تېر پارلیمان د اپرېل په میاشت کې ياده قانوني مسوده د پارلیمان په ګډه غونډه کې منظوره کړې او د لاسليک کولو دپاره دوه ځله صدر ته لېږل شوې او دواړه ځله صدر بې د لاسليک کولولېږلې وه.
ياده قانوني مسوده چې صدر نه وه لاس ليک کړې په خپله اييني موده پوره کېدو په خپله قانون جوړ شوی وو.
خو ياده قانوني مسوده چې لا قانون هم نه وو جوړ شوی، د سپريم کورټ د پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال په مشرۍ سپريم کورټ پرې حکومت ته حکم کړی وو چې په دغه قانوني مسوده عمل کول دې ودروي.
د سپريم کورټ د اصلاحاتو په اړوند قانون جوړېدو په اعلاميه کې قامي اسمبلۍ ويلي وو، دغه قانون ته به د [سپريم کورټ پرېکټس اېنډ پروسيجر اېکټ 2023] ويلی شي او دا به په يو ځل نافذالعمل وي.
د ياد قانون پرضد ځينې وکيلانو او عامو ملکي وګړو سپريم کورټ ته خواستونه کړي او هم د اپرېل په میاشت کې پرې اورېدنې پېل شوې وې.
خو پرون ماښام سپريم کورټ په يادو خواستونو فېصله اورولې او قانون یې د ايين سره سم ګرځولی دی.
Forum