لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نیویارک ټایمز: سعودي عرب او ایران د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیلېدو پرسر موافقه کړې


واشنګتن – نیویارک ټایمز د ایران د دولتي رسنۍ له خولې خبر ورکړی چې د ایران ولسمشر ابراهیم ریسي او د سعودي عربستان واکمن ولیعهد محمد بن سلمان د دواړو هېوادونو ترمنځ د دې کال په سر کې د اړیکو د بیا جوړېدو راهیسې د لومړي ځل لپاره د شورو یا چهارشنبې په ورځ ټیلیفوني خبرې کړي.

راپورونه وايي، د ۴۵ دقیقو په دغو ټیلیفوني خبرو کې د اسرایل او حماس د جګړې، د فلسطینیانو د حالت، د شخړې د پای ته رسېدو او د اسلامي نړۍ د یوالي پر اړتیا خبرې شوي.

دا د چین په منځګړیتوب د تهران او ریاض د اړیکو د بیا جوړېدو راهیسې لومړی ځل خبرې دي.

د دواړو مشرانو ترمنځ دا خبرې په اسرایلو باندې د حماس د بریدونو او د غزې په تراډې باندې د اسرایلو د ځوابي خونړیو بریدونو وروسته شوي.

رویټرز خبري ادارې د ایراني رسنیو له خولې راخیستي چې ریسي او د سعودي ولیعهد "د فلسطین پرضد د جنګي جرمونو د پای ته رسېدو پر اړتیا" خبرې کړي.

د سعودي ولیعهد له خپل لوري دا تایید کړې چې هېواد یې له ټولو نړیوالو او سیمیزو لوریو سره د جګړې د درېدو لپاره خپلې ټولې ممکنه هڅې کوي.

هغه یو ځل بیا وویل، چې سعودي عرب د ملکيانو تر هدف لاندې نیول چې هر ډول وي ردوي.

سعودي عرب او ایران په مارچ میاشت کې د چین په منځګړیتوب سره د اړیکو د بیا جوړېدو پرسر موافقه وکړه او خپل اوه کلن مخالفت یې پای ته ورسوه.

د دواړو هېوادونو له مخالفت سره په خلیج کې ثبات او امنیت ګواښل شوی و چې له امله یې له یمن څخه نیولې تر سوریې پورې شخړې وې.

رویټرز لیکلي کله چې له ولیعهد سره د ريسي د ټیلیفوني خبرو په اړه د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت له یوه جګ پوړي چارواکي څخه وپوښتل شول نو هغه وویل چې په "دوامداره توګه له سعودي مشرانو سره په اړیکه کې دي."

دغه چارواکي‌ ویلي،‌ امریکا له خپلو شریکانو څخه چې له حماس، حزب الله او یا ایران سره اړیکې لري غوښتي چې حماس له بریدونو منعه کړي،‌ اسرایلي بندیان خوشې کړي، حزب الله له صحنې وباسي او دغه ډول ایران هم.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG