لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن اسرایل ته رسېدلی، بایډن وایي که اسرایل نه وي په نړۍ کې به یو یهودي هم خوندي نه وي


اسرایل وایي ځواکونو یې د پنجشنبې- زیارت په ورځ تیاري کوله چې په غزه پټۍ کې مځکني عملیات پیل کړي، خو وایي تر اوسه یې د داسې بریدونو لپاره پرېکړه نه ده کړې. ملګرو ملتونو دوې ورځې وړاندې د غزې د بشپړې محاصرې د اعلان مخالفت کړی وو.

د امریکې صدر جو بایډن د شورو- چارشنبې په ماښام په سپینه ماڼۍ کې د امریکایي یهودي مشرانو له یوې ډلې سره د لیدو په وخت یو ځل بیا د اسرایلو د ملاتړ خبره تکرار کړه او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې د ده انتظامیه "په اسرایل کې د یرغمل بحران پر هر اړخ باندې کار کوي".

صدر جو بایډن وویل، د اسرایلو دفاعي ځواکونو ته به نورې اضافي پوځي مرستې ولېږي چې په هغوی کې به ګوله بارود او الوتکې ولېږي، وایي ختیځ روم سمندر ته یې مخکې لا یوه بیړۍ لېږلې او سیمې ته به نورې جیټ الوتکې ولېږي او وايي "دا خبره سپینه کوو، ایرانیانو ته یې صفا وایو: پام کوئ".

صدر بایډن وویل په اسرایل کې د وژل شویو امریکایانو شمېر 22 ته رسېدلی، رپوټونه وایي کېدای شي ځینې امریکایان د حماس په یرغمل کړو کسانو کې هم شامل وي او دا هغه حقیقت دی چې واشنګټن یې د اسرایل له شخړې سره تړلی دی.

بایډن د یرغمل کسانو د را خوشي کولو لپاره د خپلو ځانګړو هڅو په اړه له معلوماتو ورکولو ډډه وکړه او ویې ویل، "که زه تاسې ته ووایم، زه به د دې وړ نه شم چې دوی کور ته را ستانه کړم".

صدر بایډن پر اسرایل د حماس برید یو ځل بیا وغانده او ویې ویل چې دا نه یواځې د کرکې یو عمل وو بلکې د یهودانو خلاف د ظلم یو کمپېن وو، وایي، "زه به ووایم چې دا له هولوکاسټ وروسته د یهودانو لپاره یوه مرګونې ورځ وه"، هغه وویل:

"دا د سیمې خبره نه ده، زه په ریښتیا پر دې خبره باور لرم که اسرایل نه وي، په نړۍ کې هیڅ یو یهودي به هم خوندي نه وي، دا د دوی یواځینی اخري ضمانت دی، یواځینی اخري ضمانت".

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ‌ اسرایل ته رسېدلی، چې ټاکل شوې له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو، د اسرایل له صدر اسحاق هرټزاګ او نورو چارواکو سره به ویني.

اینټني‌ بلینکن به له دې وروسته اردن ته سفر کوي، د فلسطین لیبرېشن ارګنایزېشن د مشرتابه کمېټۍ عمومي‌ مشر حسېن الشیخ پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، چې بلینکن به د جمعې په ورځ د فلسطین له صدر محمود عباس سره هم په عمان کې ویني. ښاغلی الشیخ وایي:

"د اردن او فلسطین د ګډو هڅو په ترڅ کې صدر محمود عباس نن په عمان کې له خپل ورور باچا عبدالله دویم سره ویني او دا د دې [اسرایل حماس] تباه کوونکې جګړې د بندولو لپاره د فلسطین د مشرتابه د هڅو یوه برخه ده، صدر عباس به د جمعې په ورځ له بلینکن سره هم ویني".

اسرایلي پوځ د اکتوبر پر اوومه د حماس وسلوالې ډلې تر بریدونو وروسته په تېرو پینځو ورځو کې شاوخوا درې لکه پوځیان د غزې پولې ته نیژدې ځای پر ځای کړي او پر غزه هوایي بمبارۍ کوي.

پر اسرایل د حماس تر برید وروسته دواړو غاړو ته د جګړې له کبله د خلکو د مرګ ژوبلې شمېر په زیاتېدو دی او تر اوسه پورې په اسرایل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر 2,500 ته رسېدلی دی.

د الجزیره د رپوټ له مخې اسرایلي چارواکي وایي د دوی خوا ته د وژل شویو کسانو شمېر 1,300 ته رسېدلی او تر اوسه 3,300 ته ټپیان شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت وایي په غزه کې د اسرایلو په بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر 1,200 ته رسېدلی او تر اوسه 5,600 تنه ټپیان شوي‌ دي.

ملګري ملتونه وایي‌ پر اسرایل د حماس تر بریدونو وروسته چې اسرایلي ځواکونو پر غزې پټۍ بمبارۍ پیل کړې دي، تر اوسه له دې ځایه د کډه شویو کډوالو شمېر درې لکه او 40 زره تنو ته رسېدلی چې زیاتو یې د ملګرو ملتونو د مرستې او کار د ادارې په سکولونو کې پناه اخیستې ده.

د انساندوستۍ تنظیمونو فلسطیني وګړو ته د خوراک، اوبو، تېلو او دارو درملو د رسېدو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده ځکه چې اسرایلي ځواکونو غزې ته تللې لاره بنده کړې ده.

ټاکل شوې چې برازیل سبا د جمعې په ورځ د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د یوې غونډې مشري هم وکړي، چې پکې به د اسرایل او حماس د جګړې په اړه بحث کېږي.

د حماس وسلوالو چې له اسرایلو تښتولي شاوخوا 150 تنه په غزه کې یرغمل کړي دي په هغوی کې پوځیان، سړي، ښځې، ماشومان او د لوی عمر کسان هم شامل دي او د هغوی په اړه ډېر معلومات نه شته خو کورنۍ یې د خوشي‌ کېدو غوښتنه کوي.

رپوټونه وایي چې حماس ډلې د شورو- چارشنبې په ورځ هم د غزې په شمال کې پولې ته څېرمه د اسرایلو د جنوبي اشکلون ښار په ګډون پر دې هېواد راکټ بریدونو ته دوام ورکړی، بل لور ته اسرایلي ځواکونه هم پر غزه هوایي‌ بمبارۍ کوي.

د وي او اې د وایټ هاوس خبریالې انیتا پاویل په دې رپوټ کې مرسته کړې او ځینې معلومات یې له اې پي، اې ایف پي او رویټرز اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG