د امريکا د بهرنيو چارو وزير اېنټوني بېلنکن د اسرايل وزيراعظم بېنجمن نېټن ياهو ته ويلي په اسرايل باندې د حماس بوژنونکې حمله په شخصي توګه احساسوي، او وايي واشنګټن د اسرايل پلوي دی.
ښاغلي بلېنکن تل ابيب ته په رسېدو د ښاغلي نېټن ياهو سره ليدلي او په اسرايل يې غږ کړی چې ځوابي بريد کې د احتياط نه کار واخلي.
نوموړي خبريالانو ته ووېل، دی خپله او صدر باېډن په دې خبره پوه دي چې اسرايل د خپل ځان او د خپل ولس د دفاع حق لري.
ښاغلي بلنکن يوې پوښتنې ته په ځواب کې ووېل که د آبادۍ په حساب اوکتلی شي نو په اسراېل د حماس بريد د ۱۱/۹ نه يو په لسه لوی دی.
" زه اسرايل ته دا پېغام راوړم چې تاسو دومره مضبوط يئ چې خپله دفاع پخپله اوکړئ خو چې ترڅو امريکا وي نو تاسو ته حاجت نشته".
د اووم اکتوبربريدونو ته په اشاره هغه ووېل، هغه په شخصي توګه د حماس لخوا د وژنو بوژنونکې انګازې نه يواځي د اسرايلي يهوديانو ، بلکه د هر ځاېې د يهوديانو په څېر احساسوي.
ښاغلی بلنکن خپله يو پلار دی او يهودي دی.
د يرغمل شوو اسرايليانو په اړه بلنکن ووېل هغه د تښتول شوو اسرايليانو په اړه فکر کوي او هر هغه څه به کوي چې دوی يې کولی شي او هغوي بېرته خپلو کورونو ته لاړ شي.
اېنټوني بلنکن به د جمعې په ورځ د اردن د باچا عبدالله او فلسطيني صدر محمود عباس سره هم ويني.
Forum