لاس رسیدونکی لینک

 
امرېکا د افغانستان زلزله ځپلو سره د 12میلیونه ډالرو د اضافي مرستې اعلان کړی دی
تازه خبر

امرېکا د افغانستان زلزله ځپلو سره د 12میلیونه ډالرو د اضافي مرستې اعلان کړی دی


افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی ټامس ویسټ وایي امریکا په 7م اکتوبر افغانستان کې د راغلې تباه کوونکې زلزلې نه وروسته افغانستان ته د12 میلیونو ډالرو بېړنۍ اضافي مرستې ورکوي.

د جمعې په ورځ امریکایي استازي په ټولنیزه رسنۍ ایکس( پخواني ټویټر لیکلي، امریکا افغانستان کې په دې راغلو زلزلو ویرژنه ده اؤ د دې ناورینونو نه د وتلو لپاره دافغان ولس ترڅنګ ولاړه ده.

هغه ویلي دامریکې لخوا به افغانستان کې د زلزله ځپلو لپاره ورکړل کېدونکو دې مرستو کې اړین سامانونه لکه د څښلو اوبه،بېړنۍ خیمې،د اوبو پخولو اؤ جمع کولو مواد شامل وي.

امریکا د 12 میلیونو ډالرو دا اضافي بېړنۍ مرستې د یو ایس ایډ له لارې افغانستان سره کوي.

د یو ایس ایډ په بیان کې ویل شوي چې د ملګرو ملتونو له مخې په 7م او 11 اکتوبر دافغانستان شمال لویدیځ کې د راغلو 6.3 شدت په زلزلو کې لږ تر لږه 1,295 کسان وژل شوي اؤ ,800 نور ټپیان شوي دي.

بیان کې ویل شوي چې دې زلزلو افغانستان کې د وړاندې نه روان انساني ناورین نور هم پیچلی کړی دی.

د زلزلې راتلو نه سمدستي وروسته د یو ایس ایډ د انساني خواخوږۍ انډیوالانو یا شراکت دارانو په سمدستي توګه د مرستې فعالیتونه پېل کړي اؤ دغه زلزله کې د اوښتو زیانونو اندازه یې لګولې ده.

د امریکې لخوا اعلان کړل شوي دې اضافي مالي مرستو کې د نړیوال مایګریشن اړوند د یو ایس ایډ د ملګري تنظیم ( آی او ایم) مرسته هم شامل ده.

بیان کې راغلي چې زلزله څپلو ته به په دې پیسو د ورځني اړتیاو سامانونه ورکول کیږي چې هغې کې خیمې، د اخلي پخلي اؤ اوبو جمع کولو سامانونه، کمبلې، شمسي څراغونه، جامې اؤ د کورونو د ضرورت نور توکي شامل دي.

د بیان له مخې د زلزلې راتلو نه وروسته یو شمیر کلیو کې بنیادي ځاندرې یا رغاوڼې ته زیانونه رسیدلي اؤ آی ایم او په دغو کلیو کې ته د اوبو د رسد د بحالۍ په کارونو کې مرسته کوي ترڅو دا خبره باوري کړي چې زلزله ځپلو سیمو ته د څښلو پاکې اوبه په لاس ورشي.

بیان کې ویل شوی چې په زلزله کې اغېزمنې شوې کورنۍ د پاکو اوبو نه موندلو له امله د خیټې د یو شمیر ناروغیو سره مخ شوي اؤ د یو ایس ایډ د اضافي مرستې مقصد دادی چې دغو خلکو ته د څښلو پاکې اوبه په لاس ورشي تر څو د نورو ناروغیو د خوریدو مخه ونیول شي.

امریکا په نړۍ کې افغانستان ته تر ټولو زیات د بشري مرستو ورکوونکی هیواد دی چې د اګست کال 2021م نه تر دې دمه یې افغانستان سره د نزدې دوه بیلینه ډالرو په ارزښت بشري مرستې کړې دي.

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ادارې یونیسف د چارشنبې- شورو په ورځ ویلي، د هرات په زلزله کې مړه شوي 90 فیصده ښځې او ماشومان دي.

په افغانستان د واکمنو طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي په افغانستان کې د اوسنیو راغلو زلزلو نه وروسته ګڼ شمیر نړیوالو سازمانونو افغانستان ته بشري مرستې استولي دي.

په ایکس رسنۍ نوموړي لیکلي "د سعودی عربستان، قطر او ایران هېوادونو سرو میاشتو او د چین، دنمارک او ناروې سور صلیب، همدا راز د نړیوال سور صلیب ادارې ورسره نړیوال فدراسیون ټولو پخپل وار سره نقدي مرستې، خوراکي توکي، ادویه، البسه او نور لوازم د هرات ولایت له زلزله ځپلوسره د مرستو په دود را استولې دي"

د طالبانو د حکومت افتونو په وخت د انتظام وزارت مخکې ویلي وو چې په لومړۍ زلزله کې څه کم دوه نیم زره کسان مړه شوي او همدومره ټپیان شوي دي.

خو د طالبانو د حکومت د عامې روغتیا وزیر ډاکټر قلندر عباد تېره ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته د مړو شویو کسانو شمېر شاوخوا 1000 تنه او ټپیان 2,400 وښودلو.

د پاکستان نګران وزیراعظم انوارالحق کاکړ د اکتوبر په نهمه پر ایکس [مخکیني ټویټر] د افغانستان پر زلزله خفګان ښکاره کړی او د ملک د افتونو د انتظام مرکزي ادارې ته یې امر کړی وو چې مرستې ور ولېږي، خو د طالبانو ویاند یې د مرسته کوونکو هېوادونو په فهرست کې ذکر نه دی کړی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG