لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سکلیز د امریکا د استازو جرګې د سپیکر څوکۍ لپاره له سیالۍ وتلی


واشنګټن – سټیو سکلیز وروسته له هاغې د استازو جرګې (اېوان نمایندګان)‌ د سپیکر څوکۍ لپاره له سیالیو ووت چې د بریا لپاره یې کافي رایې ترلاسه نه کړې.‌

سکلیز خپله پرېکړه رېپبلېکن ملګرو ته د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د تړلو دروازو ترشا ویلې ده.

راتلونکي پړاونه باوري نه دي ځکه هاوز په اصل کې بند دی او رېپبلېکنز کوښښ کوي چې د کېون مکارتي له لېرې کولو وروسته نوی سپیکر وټاکي.

سکلیز په کانګرس کې له تړلو دروازو ناستې څخه تر وتلو وروسته وویل، "ما همدا اوس له خپلو همکارانو سره شریک کړل چې زه خپل نوم د سپیکر لپاره له کاندیدانو باسم."

سکلیز وویل، د رېپبلېکن اکثریت "باید سره راټول شي چې تر اوسه نه دي."

هغه وروسته له هاغې چې د رېپلېکن همکارانو لخوا نوماند شو د رایو راټولولو لپار سخت کار وکړ خو د دوه ورځنیو پټو ناستو وروسته ماښام مهال روښانه شوه چې وکیلانو د هغه له نه ملاتړ څخه لاس نه دی اخېستی.

سکلیز وویل، "ځینې خلک اوس هم شته چې خپلې اجنداوې لري." او "دا ډېره ښکاره ده چې مونږ هر یو باید خپلې اجنداوې یوې خواته کېږدو او دې ته پام واړو چې دا هېواد ورته اړتیا لري."

د ناورین له ژورتیا سره نارامۍ زیاتې شوي او رېپبلېکنز له سپیکر پرته یوه بله ورځ هم ضایع کړه.

سکلیز کوښښ کاوه چې تر سلو زیاتې رایې له هغو ترلاسه کړي چې د ده د سیال جېم جورډن ملاتړ یې کاوه.

جورډڼ چې قضایه کمېټې مشر و د سخت دریځو خوښ کس و چې بیا وروسته یې اعلان و کړ چې نوره سیالي نه کوي خپله رایه یې سکلیز ته ورکړه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG