لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان: تربت کې د وسله والو په ډزو شپږ مزدوران وژل شوي، دوه ژوبل


پولیس وایي د ایران پولې ته څېرمه د بلوچستان ایالت د کیچ ضلعې په تربت سیمه کې د کور دننه په ډزو کې شپږ مزدوران وژل شوي اؤ دوه نور ژوبل شوي دي. د پېښې سبب معلوم نه دی.

پاکستاني رسنیو د شنبې- خالي په ورځ دپولیس چارواکو له خولې ویلي د ډزو دا پېښه په سیټلایټ سیمه کې د یو سیمه ییز ټيکدار نصیر احمد په هغه کور کې شوې ده چې مزدوران به پکې پاتې کېدل.

پولیس وایي د شپې نامعلومه وسله وال دغه کور ته اوښتي دي اؤ دغلته په اودو مزدورانو یې ناتاره ډزې کړې دي چې شپږ مزدوران پکې وژل شوي اؤ‌ دوه نور ژوبل شوي دي.

د وژل شوؤ‌ مزدورانو تعلق د پاکستان د پنجاب صوبې سره ښودل شوی اؤ وایي په دې کې پینڅه خپلو کې رشته دار یا خپلوان دي.

تر پېښې وروسته وسله وال تښتېدلي اؤ په ډزو کې د وژل شوو مزدورانو جسدونه اؤ اؤ ژوبل کسان د سیمې هسپتال ته رسول شوي دي.

په سمدستي توګه ددې پېښې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخستې.

د پلوچستان نګران وزیراعظم انوار ا لحق کاکړ دا برید غندلی او پر ایکس [مخکیني ټویټر] یې په پېښه کې د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې ده. کاکړ لیکلي:

"په تربت کې په بې ګناه مزدورانو د ترهګریز برید په اړه په ژوره خواشینۍ سره خبر شوم. موږ د دغه ناوړه عمل غندنه کوو او د ترهګرۍ خلاف سره متحد یو".

د بلوچستان بیلابیلو سیمو کې تر دې وړاندې هم وخت په وخت د وسله والو لخوا مزدوران اؤ امنیتي ځواکونه په نخښه کړل شوي چې دغو پېښو کې د زیاترو ذمه واري بیلتون خوښه بلوڅ وسله والې ډلې یا هم تحریک طالبان پاکستان پر غاړه اخستې ده .

څیړونکي وايي دا بریدونو څرګندوي چې وسله وال د تیر په پرتله دپاکستان خېبر پښتونخوا اؤ بلوچستان صوبو کې نور منظم هم شوي او د بریدونو صلاحیت یې سیوا شوی دی.

پاکستان کې د څېړنو او امنیتي مطالعاتو مرکز (CRSS) د ملک د امنیتي حالاتو په حوالې سره پخپل یو تازه رپورټ کې ویلي، سږ کال په ټول هیواد کې دترهګرۍ 1,087 پیښې مخې ته راغلې دي.

په رپوټ کې ویل شوي چې په دغو پېښو کې 36 فیصدي بریدونه پر امنیتي ځواکونو شوي او دا په تېرو اتوو کلونو کې د ترهګریزو بریدونو تر ټولو لوړه شرحه ده.

په رپورټ کې ویل شوي، په تېرو درېو میاشتو کې د تندروۍ په شویو پیښو کې 58 فیصده عام وګړي، 23 فیصده د امنیتي ځواکونو کسان وژل شوي، او په دغه موده کې په وژل شوو کسانو کې یوازې 20 فیصده توندلاري وسله وال وو.

د څیړنو او امنیتي مطالعاتو د مرکز څیړونکي محمد نفیس د وي او اې ډیوه خبریالې رابعه پیر ته د وسله والو پېښو د زیاتوالي د اسبابو په اړه ویلي چې شاوخوا 40 نورې ډلې د تحریک طالبان پاکستان سره شاملې شوې دي چې د ټې ټې پې اثر یې زیات کړی دی او وایي د دې ترڅنګ نورې ترهګرې ډلې هم مخې ته راغلي.

نوموړی وایي داسې ښکاري چې دغه ډلې د تحریک طالبان پاکستان سره په ګډه عملیات کوي

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:57 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG