لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا او ملګرو ملتونو د بغلان په شیعه جومات کې چاودنه غندلې، داعش یې ذمه واري‌ ومنله


ملګرو ملتونو او امریکې د افغانستان په بغلان ولایت کې د شیعه مسلمانانو په جومات کې پرون چاودنه غندلې چې پکې لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه او داعش خراسان ډلې یې ذمه واري منلې ده.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو سیاسي دفتر یوناما ویلي چې د دې پېښې د حقایقو د موندلو لپاره به په سیمه کې کار کوي. یوناما د جمعې په ورځ تر چاودنې وروسته پر خپل فېسبوک او ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي:

"یوناما په پلخمري کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې د نن ماسپښین د چاودنې له امله ټولو وژل شویو او ټپیانو سره ژوره خواشیني او خواخوږي څرګندوي".

د بغلان په مرکز پلخمري ښار کې د «امام زمان» په نوم د شیعه مسلمانانو په یو جومات کې د پرون د جمعې د لمانځه پر مهال زوروه چاودنه شوې وه.

په بغلان کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ادارې مشر مصطفی هاشمي ویلي چې په چاودنه کې اووه تنه وژل شوي او 17 ټپيان شوي دي، خو د پېښې عیني شاهدان په دې چاودنه کې د وژل شویو او ټپیان شمېر زیات ښيي.

ځینو سیمه ییزو رسنیو دا چاودنه ځانمرګی برید بللی او د رسنیو په ګډون د پېښې د ښکار شویو خلکو کورنیو په چاودنه کې یې د وژل شویو شمېر تر 30 پورې او د ټپیانو شمېر په لسګونو تنه ښودلی دی.

د رویټرز خبري ایجنسۍ د خبر له مخې د داعش خراسان څانګې د ټیلیګرام له لارې د دې چاودنې ذمه واري منلې ده.

د طالبانو چارواکو تر اوسه ددغې چاودنې د بڼې په اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي، خو د اسوسېیټیډ پریس د خبر له مخې په بغلان کې د پولیسو ویاند ویلي چې دا ځانمرګی برید وو.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي استازي ریچرډ بېنیټ د بغلان چاودنه غندلې چې وایي "په درځنونو لمونځ کوونکي یې و وژل" او پر ایکس یې د جمعې په ورځ ناوخته د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښکاره کړې ده:

"په افغانستان کې د شعیه ګانو پر ابادۍ پرله پسې بریدونه کېږي، د دې مخنیوي، [د دوی] ژغورنې او [له ذمه واره کسانو سره] حساب ته اړتیا ده".

د افغان میرمنو او نجونو د حقونو لپاره د امریکې ځانګړې استازې رینا امیري هم په چاودنه د وژل شویو کسانو له کورنیو سره خواخوږي کړې او پر خپل ایکس [مخکیني ټویټر] یې لیکلي چې دې چاودنې خواشینې کړې ده:

"پر شیعه ټولنې بریدونه د افغانستان [قومي] تنوع ته یو خطر دی، دا وحشت باید ودرول شي، ځکه چې ډېر کړاوونه یې ګاللي دي".

په کابل کې د ایران سفارت هم د بغلان چاودنه غندلې او پر خپله ایکس پاڼه یې لیکلي چې د دې "ترهګرې پېښې" ذمه وار د امریکې او اسرایل ملاتړي دي.

د امريکا او اسرئيل چارواکو تر اوسه د ایراني سفارت تور ته څه نه دی ويلی.

د پلخمري چاودنه د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي، د ملي پخلاینې د عالي شورا مخکیني مشر عبدالله عبدالله، د ولسي جرګې یو پخواني غړي سید جعفر مهدوي هم په جلا جلا پیغامونو کې په سختو ټکو غندلې ده.

داعش ډلې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په تېرو څه باندې دوو کلونو کې د کابل په ګډون په څو ښارونو کې د یو شمېر هغو لویو بریدونو ذمه وارۍ پر غاړه اخسیتې دي چې پر سکولونو، جوماتونو او نورو عامو ځایونو شوې دي او په سلګونو کسان پکې وژل شوي او ټپیان شوي‌ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG