لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور عدالت داخله وزارت ته امر کړی د پاکستانۍ مېرمن سره واده کونکي افغان ته دې شهریت ورکړي


پېښور هایکورټ داخله وزات ته یوې پاکستانۍ مېرمنې سره د واده کوونکي افغان د شهریت/ تابعیت په خواست داقدام کولو امر کړی.

د زینت بېګم په نوم پاکستانۍ میرمنې اؤ دهغې افغان خاوند محمد طاهر پېښور هایکورټ ته عریضه کړې وه چې دوي خپلو کې واده کړی، اولادونه یې دي خو پاکستان یې افغان مېړه ته تابیعت نه ورکوي چې له دې امله د دوي د اولادونو فارم(ب)هم نه جوړیږي اؤ د ستونزو سره مخ دي.

دهایکورټ په جسټس عبدالشکور اؤ جسټس ارشد علي مشتمل دوه کسیز بینچ د شنبې-خالي په ورځ ددغه قضیې اوریدنې نه وروسته د کورنیو چارو وزارت ته امر کړی دی چې د یاد افغان په خواست باید د قانون له مخې پرېکړه وکړي.

په عدالت کې ددغه کیس پیروي کوونکي وکیل ښاغلي سیف الله محب کاکاخیل ایډوکیټ وي او ای ډیوه ته ویلي،د هایکورټ ددې فیصلې نه وروسته اوس لاره هواره شوې ده چې کوم افغان وګړي د کومې پاکستانۍ میرمنې سره واده کړی وي نو هغه اوس د پاکستان تابعیت اخستی شي.

نوموړی وایي، د زینت بیګم په کیس کې ده عدالت په دې خبره مطمین کړی دی چې که یو افغان د پاکستانۍ میرمنې سره په پاکستان کې واده کړی وي نو هغه د پاکستان د شهریت اخستو حقدار دی.

نوموړي وکیل ویلي ، تر دې وړاندې زینت بېګم اؤ دهغې مېړه د کورنیو چارو وزارت ته هم دپاکستان د شهریت لپاره رجوع کړې وه خو وایي د کورنیو چارو وزارت یې غوښتنه رد کړې وه اؤ دپاکستان تابعیت ورکولو نه یې انکار کړی ؤ نو ځکه دوي بیا پېښور هایکورټ ته مراجع وکړه.

ښاغلی سیف الله محب کاکاخیل وایي ، عدالت پخپله فیصله کې یاد افغان وګړي ته امر کړی دی چې داخله وزارت ته هم په هغه فارم د پاکستان دتابعیت ورکولو لپاره عریضه وکړي په کوم فارم چې بهرنۍ مېرمنې دتابعیت غوښتنه کوي.

خو نوموړی واضحه کړه چې د هایکورټ دا امر د ټولو افغانانو لپاره نه دی بلکې یوازې د هم دغې یوې جوړې لپاره دی اؤ که چرې بل افغان د کومې پاکستانۍ مېرمنې سره دلته واده کړی وي اؤ هغه غواړي چې دپاکستان تابعیت ترلاسه کړي نو هغوي ته به په انفرادي توګه عدالت کې خپل کیس جمع کول وي.

نوموړی وایي د پاکستان د تابیعت د قانون له مخې هغه افغانان هم د پاکستان د تابعیت اخستو حقدار دي چې په پاکستان کې پیدا شوي وي.

خبریال ناصر داوړ وي او ای ډیوه ته وایي په پاکستان کې ډیر داسې افغانان ژوند کوي چې ودونه یې دپاکستاني مېرمنو سره کړي خو د هغوي نه نکاح نامې جوړیږي، نه یې اولادونه دپاکستانیانو په توګه منل کیږي اؤ نه هم ورته پاکستان تابعیت ورکوي.

ډيوه سره خبرو کې ښاغلی داوړ وایي دا چې اوس پاکستان د غیر قانوني افغانانو د ویستلو کمپاین پیل کړی دی نو یو سوال دا هم راپورته کیږي چې څنګه به هغه افغانان له هیواده ویستل کیږي چې ودونه یې پاکستاني مېرمنو سره کړي دي؟

هغه وایي که چرې دوي ویستل کیږي نو ښځې به یې دلته بې اسرې پاتې کیږي اؤ دا به یو ډیر غیر انساني سلوک وي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG