واشنګټن – د هند وزیر اعظم دا تایید کړه چې هېواد به یې د ۲۰۳۶ کال د الپیک لوبو د کوربتوب لپاره سیالي وکړي.
د هند په ممبی ښار کې د شنبې یا خالي په ورځ د المپیک د نړیوالې کمېټې د پرانېستې په مراسمو کې، مودي وویل، د المپیک لوبو کوربتوب د هند د "ډېر وخت راهیسې لیدلی خوب" دی.
مودي وویل، "هندیان نه یواځې د ورزش مینوال دي بلکه مونږ پکې ژوند هم کوو."
مودي زیاته کړه، "هند به د ۲۰۲۶ کال د المپیک لوبو د تیاریو په برخه کې ټول کوښښ وکړي. دا د ۱.۴ بیلینه هندیانو یو خوب دی."
هغه وویل، "مونږ غواړو دا خوب ستاسو په ملاتړ ريښتیا کړو. زه ډاډه یم چې هند به په دوامداره توګه د المپیک له نړیوالې کمېټې څخه ملاتړ ترلاسه کړي."
ښاغلي مودي په هند کې د المپیک د لوبو لپاره د کوم ښار یا سیمې نوم یاد نه کړ خو احمد اباد ایالت په نړۍ کې تر ټولو لوی سټیډیم لري چې ۱۳۲۰۰۰ کسان پکې ځایېږي او ښايي د المپیک د لوبو د کوربتوب لپاره کاندید کړای شي.
اندونیزیا او مکسیکو تر دې مخکې په رسمي توګه لیوالتیا ښودلې چې د ۲۰۲۶ کال د المپیک لوبو کوربتوب وکړي او د پولېنډ ولسمشر انډرې ډوډا تېره میاشت د المپیک کمېټې ته وویل، دوی غواړي چې هلته وشي.
تر اوسه د المپیک د کمېټې لخوا کومه نېټه نه ده ښودل شوې چې د ۲۰۳۶ کال د المپیک لوبو حقوق پکې چاته ورکړي.
پاریس د ۲۰۲۴ ، لاس انجلس د ۲۰۲۸ او د اسټریلیا بریس بېن د ۲۰۳۲ کال د المپیک لوبو کوربه دی.
مودي همدارنګه د المپیک نړیوالې کمېټې ته ویلي، چې هند به د ۲۰۲۹ کال د ځوانانو د المپیک لوبو پر کوربتوب هم غور وکړي.
هغه وویل، "ورزش یواځې د مېډالونو ګټل نه بلکه د زړونو ګټل هم دي.
Forum