لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن وايي، د مصر او د غزې ترمنځ پرته لاره بېرته پرانېستل کېږي


د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلېنکن وايي، د مصر او د غزې ترمنځ لاره به بېرته پرانېستل شي او امریکا له مصر، اسرایل او ملګروملتونو سره کار کوي چې له دې لارې مرستې ورسوي.

له ګڼو هېوادونو څخه په سلګونو ټنه مرسته د تېرو څو ورځو راهیسې د مصر په سینا ټاپو کې په دې تمه پرته ده چې په خوندي توګه غزې ته ولاړه شي او د رفعه لارې څخه په خوندي توګه ځینې بهرني پاسپورټ لرونکي وویستل شي.

مصر وايي، دوی ډپلوماټیکې هلې ځلې تېزې کړي چې لاره بېرته پرانېستل شي.

بلېنکن په قاهره کې خبریالانو ته وویل، "مونږ زیاتې مرستې راوړي، مصر هم په غزه کې خلکو ته زیاتې مرستې رسولي او رفعه به بېرته پرانېستل شي."

بلېنکن وویل، د مصر له ولسمشر عبدالفتاح السیسي سره یې "‌ډېرې ښې خبرې" درلودې.‌

هغه وړاندې وویل، "مونږ له ملګروملتونو، مصر،‌ اسرایلو او نورو سره په یو داسې مېکانیزم کار کوو چې مرستې غزې ته ولاړې شي او هغه خلک له غزې څخه وویستل شي چې اړتیا لري."

امریکا د یکشنبې یا اتوار په ورځ پخوانی ډپلوماټ ډېوېډ سېټرفیلډ په منځني ختیځ کې د بشري مسلو لپاره د ځانګړي استازی په توګه وټاکه چې په غزه کې د امریکا د بشري مرستو تنظیم وکړي.

السیسي بلېنکن ته چې د منځني ختیځ په سفر دی وویل، اسرایلو د حماس د بریدونو په غبرګون کې په یو نا متناسب ډول درانه بریدونه ترسره کړي.

السیسي په یوې ګډې خبري غونډه کې وویل، "د اسرایلو غبرګون د خپل ځان د دفاع له حق څخه ډېر تېری کړی او په غزه کې ۲.۳ میلیونه کسانو ته د ډلیزې سزا باندې اوښتی.

د مصر د بهرنیو چارو وزیر سمیع شوکري سي ان ان ته د خالی یا شنبې په ورځ وویل، په رفعه باندې مصر ته په پرته لاره د اسرایلو له بمبارۍ سره د مرستو عملیات درېدلي دي.

امریکا په غزه کې خپلو شهریانو ته ویلي، که پوله پرانېستل شوه نو دوی دې پولې ته ځان ورسوي.

شوکري وویل، که بهرني اتباع په دې وتوانېږي چې له پولې تېر شي نو مصر به ورسره مرسته وکړي چې خپلو کورونو ته ورسېږي.

د مصر د سرې میاشتې د راپور له مخې، له ترکیې، عربي متحده اماراتو، اردن، ټونس او د روغتیا د نړیوالې ادارې په مرستو بار اته الوتکې په دې وروستیو کې د سینا هوايي اډې کې کوزې شوې او دغه ډول تر سلو زیات په مرستو بار ټرکونه غزې ته د داخلېدو د اجازې په تمه ولاړ دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG