لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د مالي‌ ستونزو له امله شخصي کمپنۍ ته د پي آی اې د ورکولو منظوري ورکړې


د پاکستان وفاقي کابينې د پي آی اې د پرايوېټایزېشن یا شخصي کمپنۍ ته د ورکولو منظوري ورکړې.

د پي آی ای مجموعي خساره دا وخت 750 اربه روپیو ته رسيدلې ده او حکومت وايي نور يې مالي توان نه لري.

پى آی اې له ډير وخت راهیسي له مالى ستونزو سره مخ ده چې وخت په وخت به ورسره حکومتونو مالي مرسته کوله خو اوس موجوده حکومت پرېکړه کړې چې د پي آی ای په ګډون له مالي زیان سره مخ ټولې حکومتي ادارې به شخصى څانګې ته ورکول کېږي.

د خزانې نګرانې وزيرې شمشاد اختر تيره مياشت يوې خبري غونډې ته ويلي و چې د تېر ۲۰۲۰ کاله پورې په حکومتي واک کې چليدونکو ادارو زيان 500 ارب روپو ته رسيدلې و.

د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ هم په دې اړه يوې غونډې ته ويلي چې هيواد دا وخت د اقتصادي مشکلاتو سره مخ دې او د قامى ادارو تاوان دا ستونزې نورې هم زیاتوي.

وزير اعظم ويلى د ولس په ټيکسونو د دي ادارو د تاوان پوره کول نور امکان نه لري.

څېړونکي او د مالي چارو پوهانو د دې پريکړې هرکلې کړې او ويلي دي چې په کار ده چې دا عمل ډير پخوا تر سره شوی وای.

د مالي چارو کارپوه او څېړونکي شهریار بټ ډیوې ته ویلي،

"څنګه چې حکومت په زيان کي تلونکى حکومتى ادارې لکه پى آی اې ، پاکستان سټيل ملز او نورې داسې ادارې شخصي څانګې ته ورکړي نو دا به د هيواد اقتصاد لپاره ښه وي او زه ګڼم چې حکومت ته په دې اړه نور چمتو کيدل پکار دي ځکه چې دا عمل ډير په دمه روان دی٠"

د مطبوعاتى رپوټونو له مخې، د دې حکومتې ادارو خساره 2.5 ټريلين(8.8 بلين ډالرو) ته رسيدلى ده چى د وسایلو نه محرومه خلکو مالى بوج او حکومتى بجټ ته د زيان اړولو نه پرته د مالياتى څانګې لپاره د انتظامي خطرې ذريعه هم جوړه شوې ده.

خو هر يو حکومت د آی ايم ايف د پروګرام لارې په سختو شرطونو تر لاسه شوى د پور پيسې د دې حکومتى ادارو په پالنه مصرف کړي، خو اوس دا هر څه ممکن نه دي او وخت راغلې چې دا ادارې يا خو شخصى څانګې ته ورکړل شي او يا ختمې کړای شي٠

ځيني څيړونکي ګڼي چې د پى آی اې شخصى څانګې ته ورکول به دومره اسان نه وى ځکه چې پخوا هم داسې هڅې شوې دي خو يو حکومت هم پکې بريالې شوې نه دی٠

ايا يو نګران حکومت به دا هر څه په يو ښه او شفاف ډول تر سره کړای شي؟

وى او اې ډيوه سره خبرو کي خبريال او څيړونکى ذيشان حيدر وويل،

"دلته دا سوال راپيدا کيږى چې دي حکومت سره دا اختيار شته چې پى آی اې شخصى څانګې ته ورکړي او که دا عمل وځنډيږى نو راتلونکې حکومت به دومره مضبوط وى چې دا عمل به تر سره کړي٠تر کومې پورې چې دي پوښتنو ته ځواب نه وى ويل شوی نو زه ګڼم چې شخصي څانګې ته د پي آی اې د ورکولو دا عمل به د پوښتنې لاندې وي٠"

د څيړونکو وينا ده چې د پاکستان اقتصاد دا وخت د تاريخ له تر ټولو خراب بحران سره مخ دې، په هيواد کي د ډالرو سخت کمی دې، بيروني تجارتى خساره په زياتيدو ده او د نړيوالې مالياتى ادارې ای ايم ايف د رپورټ له مخې، د پاکستان بحټ خساره به سږ کال د کل مجموعى پيداوار يا جى ډى پى 6.7 فیصده وي، د کوم چې وړاندي 6.2 فیصدى اټکل شوې ٶ٠

د دي مطلب دا دې چې روان مالى کال کي به پاکستان ته خپله د بجټ خساره پوره کولو لپاره نورې 1300 اربه روپۍ پکار وى.

د اقتصاد پوهانو په وينا د پاکستان اقتصاد چې دا وخت له کومو ننګونو سره مخ دی له زيانونو سره مخامخ حکومتي ادارې د هيواد په اقتصادي ستونزو کي نوره اضافه کوي او په ځانګړي توګه صرف د پى آی اې د کال نقصان 95 اربه روپو ته رسيدلې دی٠

پوهان وايي د پخوانی وزیراعظم نواز شريف په حکومت کې په کال 2013- 2018 کي د پرايويټاؽزيشن عمل شورو شوی و خو وروسته یې د سياسى وجوهاتو په بنياد وړاندي بو نه تلو او دا ځکه چې سياسى حکومتونه د غير مقبوله پريکړو څخه ډډه کوي او د يو شمېر حکومتي ادارو کارکوونکي د پرایوېټایزېشن مخالفت کوي٠

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG