لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه ته د بشري مرستو رسولو سفارتي هڅې ناکامې شوې دي


د اسرایلي ځواکونو د محاصرې سره مخ په غزا تړانګه کې خلکو ته د بشري مرستو رسولو سفارتي هڅې ناکامې شوې چرته چې د اسرایلي پوځ په بمباریو کې د 2700 نه زیات کسان وژل شوي اؤ تر 10 زرو زیات نور زخمیان شوي دي.

په غزا کې دا مهال د بجلۍ،اوبو اؤ د خوراک د رسد دمخې نیول کېدو سره بحراني صورتحال سر راپورته کړی دی اؤ مطبوعاتي رپورټونه وایي چې په لکونو خلک عاجلو مرستو ته اړ شوي دي.

رایټرز خبري شبکه وایي چې اسرایل د لبنان د پولې سره پیوست د خپلې سیمې د خالي کولو امر کړی اؤ ددې سره اندېښنه پېدا شوې ده چې د اسرایل اؤ غزه د جګړې لمنه تر یو بل محاذه خوریدلی شي.

ملګرو ملتونو ویلي دي چې د غزه تر 10 لکو زیات اوسیدونکي د خپلو کورونو نه بې کوره شوي دي، په ښار کې بجلي نشته،د اوبو سخت کمی رامنځته شوی اؤ هسپتالونو د جنریټرو تیل په مشکله د یوې ورځې پاتې شوې دي.

د رپورټونو له مخې د اتوار یا یکشنبې د شپې نه په غزه د جګړې شورو کېدو راپدیخوا تر ټولو سخته هوایي بمباري شوې ده اؤ ټوله ورځ ګولۍ ورول شوې دي.

دغزه د سول ایمرجنسي یا بېړني حالت افسر عابد ساقر رایټرز خبري ادارې ته ویلي دي چې د غزه په بیلابیلو سیمو کې د بمبارۍ له امله سخته تباهي رامنځته شوې ده اؤ د ملبې لاندې اوس هم لږ تر لږه د زرو کسانو جسدونه ګېر دي.

اسرایل د لبنان د پولې تر څنګ په دوه کلو میټرۍ کې د خپلو 28 کلیو د خالي کولو حکم کړی چې له دې امله د حزب الله سره هم د اسرایلي پوځ د جنګي محاذ پرانستل کېدو اندېښنه سېوا شوې ده.

تر دې وړاندې په کال 2006م کې په لبنان کې د فعاله شیعه وسله والې ډلې حزب الله اؤ د اسرایل ترمنځ نزدې تر یوې میاشتې جګړې شوې وې ، دحماس په څېر حزب الله ته هم د ایران د حکومت ملاتړ تر لاسه دی.

د اسرایل وزیر اعظم بنجمن نیتن یاهو پارلیمان ته وینا کې په اسرایلیانو ټینګار کړی دی چې هغوي دې ځانونه یوې اوږدې جګړې ته تیار وساتي.

د هغه وینا وه چې دوي یو هدف ته خپل پام ورګرځولی، خپل ځواکونه ورته متحد کول اؤ فتحې ترلاسه کولو لپاره ورته وړاندې تګ کول دي چې دې لپاره عزم ته اړتیا ده اؤ په فتحې ترلاسه کولو کې به یو څه وخت ته اړتیا وي.

هغه خپلو ګاونډیانو ته د خبرداري ورکولو په ترڅ کې ویلي وؤ چې " زه ایران اؤ حزب الله ته یو پیغام لرم چې هغوي دې مونږ په شمال کې نه ازمایي،داسې تېروتنه ونه کړئ چې یو وار مو مخکې هم کړې وه ځکه چې تاسو به اوس ددې کوم قیمت پرېکوئ هغه به ډیر دروند وي"

د اسرایل اؤ دحماس د جګړې پېل کېدو لس ورځې شوې دي خو په اسرایل د راکټو ورولو د حماس توان اوس هم پځای دی اؤ د اسرایلي سیمې نه اوس هم د خطرې سایرن اوریدل کیږي.

د سفارتي هڅو په لړ کې د امریکې خارجه وزیر انتوني بلینکن د سیمې په سفر دی اؤ هغه په پینځوؤ ورځو کې په دویم ځل اسرایل ته رسېدلی دی.

فلسطینیانو ته د امداد رسولو په لړ کې زیات پام د رفاه لارې ته هم اوښتی دی ځکه چې دغه یوازینۍ لاره ده چې د اسرایل په واک کې نه ده.

د ګل یا دوشنبې په ورځ د مصر په خاوره کې د اوښتو د لارې سره نزدې په العریش سیمه کې د امدادي سامان نه ډکو ټرکونو د اوښتو د اجازې ترلاسه کولو انتظار کولو .

د قاهرې وینا ده چې د رفاه لاره یې بنده کړې نه ده د غزه له لوري دا لاره د اسرایل د هوایي بریدونو له امله د استفادې جوګه نه ده پاتې شوې.

د ګل په ورځ د مصر امنیتي سرچینو رایټرز ته ویلي وؤ چې په جنوبي غزه کې د څو ساعتو په اوربند اتفاق شوی دی ترڅو د رفاه په لاره امدادي سامان تیري اؤ د غزه نه وتلو ته لیواله خلک له دغه ښاره اوځي خو وایي وروسته اسرایل اؤ حماس دواړو د څه رقم اوربند تردید وکړو.

دمصر خارجه وزیر سامح شکري خبریالانو ته ویلي دي چې د امداد رسولو لپاره اسرایل سره د رفاه لارې پرانستلو په اړوند خبرو اترو تر اوسه څه نتیجه نه ده ورکړې.

دملګرو ملتونو د بشري مرستو دفتر ټینګار کړی دی چې د ژوند ژغورونکو مرستو پرته له کوم ځنډ غزه ته د رسولو لپاره باید رفاه لارې د پرانستل کېدو اجازه ورکړل شي.

واشنګټن هم په دې هڅه کې دی چې د لنډ وخت لپاره د اوښتو دغه لاره باید پرانستل شي تر څو غزه کې ایسار هغه څو سوه کسان له دغه سیمې اوځي چې دامریکې پاسپورټونه لري.

(د وي او ای په ویب پاڼه دخپور شوي دې رپورټ ځينې معلومات د رایټرز نه اخستل شوي دي)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG