لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن د خپل ملاتړ څرګندولو لپاره سبا اسرایل ته ځي: سپینه ماڼۍ


د امریکې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې اسرایل سره د ملاتړ څرګندولو لپاره صدر جوباییډن سبا(چهارشنبه) اسرایل ته سفر کوي.

هغه دا سفر وروسته له هغې کوي چې دامریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن هم په پینځوؤ ورځو کې دننه تېره ورځ بیا اسرایل ته رسېدلی اؤ هلته یې د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو سره له لیدنې وروسته اعلان کړی دی چې صدر جوباییډن به هم دچهارشنبې په ورځ دخپل ملاتړ څرګندولو لپاره اسرایل ته ورشي.

دامریکي د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي صدر بایډن به تل ابیب ته سفر وکړي او هم به دخپل سفر په ترڅ کې د اردن پلازمینې عمان ته هم ورشي او هلته به د اردن له پاچا عبدالله، د مصر له صدر عبدالفتاح السیسي او د فلسطین د ادارې له مشر محمود عباس سره لېدنې وکړي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر بایډن به یو ځل بیا ټینګار وکړي چې حماس د فلسطین د خلکو د وقار او خود ارادیت دحق استازیتوب نه کوي او همدارنګه په غزه کې د ملکي وګړو د بشري اړتیاو په اړه به خبرې وکړي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن چې د دوشنبې په ورځ د سیمې له څو عربي هېوادونو څخه له لیدنې وروسته بېرته اسراییل ته شوی هلته یې د اسرایل د وزیر اعظم نیتن یاهو سره د اووه نیم ساعتو یوه اوږده لېدنه کړې ده.

اسرایلي وزیراعظم سره له لېدنې وروسته بلنکن د غزه په تړانګه کې د راګیرو فلسطینیانو لپاره د بشري مرستو په رسولو کې د ممکنه پرمختګ اعلان کړی دی.

ښاغلي بلنکن وویل، امریکا له مصر، اسرایلو او ملګرو ملتونو سره کار کوي څو ډاډمن شي چې بشري مرستې غزې ته ننوځي او اړمنو کسانو ته ورسېږي.

د هغه وینا وه "نن زموږ په غوښتنه امریکا اؤ اسرایل د یوې داسې منصوبې په تیارولو سلا شوي چې له مخې به مرستندویه هیوادونه اؤ سازمانونه د غزه اوسیدونکو ته د بشري مرستو رسولو جوګه شي"

بلنکن وویل دا ډيره اړینه ده چې غزه کې باید زر تر زره د مرستو فعالیتونه پیل شي خو هغه دا اندېښنه هم وښودله چې د حماس وسله وال غزه ته په وړل کېدونکو مرستو دقبضې کولو یا د هغې د ویش دمخنیوي هڅه کولی شي.

تر دې وړاندې امریکايي سي بي اېس خبري ادارې سره په مرکه کې صدر بایډن ویلي وؤ دا کتل دي چې په غزه کې څه روان دي. نوموړي زياته کړې، حماس او توندلاري یې د غزې د ټولو خلکو استازيتوب نه کوي.

صدر بايدن ویلي وو د تندلارو پرضد کارروايي مهم اقدام دی اؤ تمه لري چې اسرايل به په جګړه کې قوانين په نظر کې ساتي.

هغه ویلي وو اسرايل د يوې داسې ډلې سره مقابله کوي چې په ظلم کې ککړه ده. نوموړي په اسرايل د حماس حملې ته په اشارې سره ویلي دا داسې ده لکه په هولوکاسټ کې چې څه شوي وو.

د رپوټونو ترمخه د حماس ډلې د اووم اکتوبر په بريدونو کې د 150 پورې اسرايل يرغمل کړي په کومو کې چې څو امریکايي وګړي هم شامل دي.

صدر بايډن ويلي، د خپلو وګړو د راخلاصولو دپاره به ټول ګامونه پورته کوي.

په اسرايل د حماس د اووم اکتوبر په بريدونو کې خواوشا 1300 پورې اسرايليان وژل شوي دي.

اسرايل د حماس د حملو وروسته د غزې پټه محاصره کړې او د تېرې اوونۍ راهسې پرې بمباري کوي، اسرايل دعوه کوي چې د حماس مرکزونه په نخښه کوي او تراوسه په دغو حملو او بمبارۍ کې د 2670 نه زيات کسان وژل شوي دي.

صدر بايډن ويلي، په دې جګړه کې د ايران د ککړتيا کوم شواهد نه دي ترلاسه شوي.

خو ویلي یې دي ايران د حماس او لبنان د وسله والې ډلې حزب الله پرله پسې ملاتړ کوي خو تراوسه شواهد نه دي ترلاسه شوي چې ايران په دې اوسنيو حملو کې مرستې کړي دي.

د رپوټونو ترمخه د ايران لوړ پوړو چارواکو په قطر کې د حماس د مشرانو سره ليدلي خو تهران په اسرايل د حماس په حملو کې د ککړتيا يا په دغه حواله د وړاندې نه د معلوماتو لرل رد کړی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG