غزه: د روغتیا وزارت وايي پر یوه روغتون د اسرایل په هوايي برید کې سلګونه کسان وژل شوي، اسرایل پوځ وایي برید کی لاس نه لري.
په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي، د اسرایل هوايي برید د چاودنې لامل شوی او شاوخوا 500 کسان یې وژلي، چې ډېرو یې په هسپتال کې د اسرایل د روانو بریدونو نه پناه اخیستې وه.
که دا خبر تایید شي دا به د 2008م کال راهیسې په پنځو جګړو کې د اسرایلو تر ټولو مرګونی برید وي.
خو د اې پي خبري ادارې د خبر تر مخه د اسرایلو پوځ ویلي چې د غزې د ښار په یوه هسپتال کې چې په سلګونو کسان په کې ووژل شو، په دغه برید کې لاس نه لري او دا چې دغه برید د یوه فلسطیني راکټ له امله شوې دی.
اسرایلي پوځ ویلي، فلسطیني وسله والو دغه وخت د هسپتال سره نزدې یو شمېر راکټونه داغلي وو.
د الاحلي هسپتال عکسونه ښایې چې د هسپتال هالز یا تالارونه په اور کې سوځیدلي ، ماتې شوي شیشې او د بدن برخې په ټوله سیمه کې پرتې دي.
لومړني رپوټونه ترمخه په سلګونو تنه مړه او ټپيان دي. دغه روغتون د غزې پټۍ په شمال کې د 20 روغتونونو د ډلې څخه یو و چې د اسرایلي پوځ له خوا ورته د انخلا امر شوی وو.
د روغتیا د نړیوال سازمان په وینا، د اوسنۍ ناامنۍ، د ګڼو ناروغانو د نازک حالت، د ایمبولانسونو، کارکوونکو د کمښت، په روغتیايي سیستم کې د بسترونو ګنجایش او د بې ځایه شویو دپاره د متبادل سرپناه د نشتوالي له امله د ایستلو امر عملي کول ناممکن دی.
د ایسوسیټېډ پریس د خبر تر مخه د فلسطین د ادارې صدر محمود عباس د اردن په پلازمېنه عمان کې د امریکا د صدر جوبایډن سره د شورو- چهارشنبې په ورځ ټاکل شوې خپله غونډه لغوه کړې ده او رام الله ته ستنیږي.
د محمود عباس لخوا د غونډې د لغوه کولو پریکړه د غزې په الاحلي هسپتال د برید نه وروسته شوی ده.
د امریکا صدر جوبایډن د شورو- چهارشنبې په ورځ اسرایلو ته سفر کوي او ټاکل شوې وه چې هغه په اردن کې د فلسطین د ادارې صدر سره هم ملاقات کوي. د امریکې سپینې ماڼۍ ویلي دي چې اسرایل سره د ملاتړ څرګندولو لپاره صدر جوبایډن سبا(چهارشنبه) اسرایل ته سفر کوي.
دامریکي د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي په واشنګټن کې خبریالانو ته ویلي صدر بایډن به تل ابیب ته سفر وکړي او هم به دخپل سفر په ترڅ کې د اردن پلازمینې عمان ته هم ورشي او هلته به د اردن له پاچا عبدالله، د مصر له صدر عبدالفتاح السیسي او د فلسطین د ادارې له مشر محمود عباس سره لېدنې وکړي.
سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر بایډن به یو ځل بیا ټینګار وکړي چې حماس د فلسطین د خلکو د وقار او خود ارادیت دحق استازیتوب نه کوي او همدارنګه په غزه کې د ملکي وګړو د بشري اړتیاو په اړه به خبرې وکړي.
صدر جوبایډن دا سفر وروسته له هغې کوي چې دامریکې د بهرنیو چارو وزیر انټني بېلنکن هم په پینځوؤ ورځو کې دننه تېره ورځ بیا اسرایل ته رسېدلی اؤ هلته یې د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو سره له لیدنې وروسته اعلان کړی وو چې صدر جوبایډن به هم د چهارشنبې په ورځ دخپل ملاتړ څرګندولو دپاره اسرایل ته ورشي.
Forum