لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سپینه ماڼۍ : صدر بایډن اردن ته خپل سفر منسوخ کړی دی


ټاکل شوې وه چې ښاغلی بایډن به د اردن پایه تخت عمان ته لاړ شي او د اردن د پاچا عبدالله دویم، د مصر د صدر عبدالفتاح السیسی او د فلسطین د ادارې د مشر محمود عباس سره وګوري.
ټاکل شوې وه چې ښاغلی بایډن به د اردن پایه تخت عمان ته لاړ شي او د اردن د پاچا عبدالله دویم، د مصر د صدر عبدالفتاح السیسی او د فلسطین د ادارې د مشر محمود عباس سره وګوري.

اردن ته د صد جوبايډن پلان شوی سفر چې ټاکل شوې وه اسرایل ته د سفر وروسته ترسره شي، منسوخ شوی دی.

ښاغلی بایډن اوس هم اسرایل ته د هغو غونډو دپاره سفر کوي چې د چهارشنبې په ورځ به ترسره شي.

سپینې ماڼۍ دا خبر هغه وخت تایید کړو کله چې صدر د واشنګټن ډي سي نه اسریل ته په سفر روان شو. ټاکل شوې وه چې ښاغلی بایډن به د اردن پایه تخت عمان ته لاړ شي او د اردن د بادشاه عبدالله دوهم، د مصر د صدر عبدالفتاح السیسی او د فلسطین د ادارې د مشر محمود عباس سره وګوري.

د سپینې ماڼۍ لخوا خپور شوي بیان کی ویل شوي دي : "د اردن د بادشاه عبدالله دوهم سره د مشورې وروسته او د فلسطیني ادارې د صدر عباس لخوا د اعلان شوي ماتم د ورځو په رڼا کې، صدر بایډن به اردن ته خپل سفر او د دغو دوو مشرانو او د مصر د صدر سیسي سره پلان شوې ملاقات وځنډوي."

دغه بیان زیاتوي چې صدر بایډن : " صدر د غزه په هسپتال کې د چاودنې له امله د وژل شویو بې ګناه خلکو دپاره خپله ژوره خواخوږۍ وړاندې کوي. او د ژوبل شوو خلکو ته د عاجلې روغتیا هیله کوي. او هغه دغه مشرانو سره زر په شخصي توګه مشورې کولو ته هیله مند دی او په راتلونکو ورځو کې به په منظمه توګه او مستقیم ډول د دوی هر یو سره په رابطې کی پاتې شي. "

د اردن د بهرنیو چارو وزیر هم ویلي چې د عربي مشرانو سره ټاکل شوې غونډه منسوخ شوې ده.

د صدر بایډن اسرایل ته په سفر روانیدو لږ شېبې وړاندې په غزه کې په یوه هسپتال کې چاودنې ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې وه. که څه هم تر اوسه د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده څرګنده شوې خو په غزه کې د حماس تر کنټرول لاندې د روغتیا وزارت ویلي، د اسرایل هوايي برید د چاودنې لامل شوی او شاوخوا 500 کسان یې وژلي، چې ډېرو یې په هسپتال کې د اسرایل د روانو بریدونو نه پناه اخیستې وه.

که دا خبر تایید شي دا به د 2008م کال راهیسې په پنځو جګړو کې د اسرایلو تر ټولو مرګونی برید وي.

خو د اې پي خبري ادارې د خبر تر مخه د اسرایلو پوځ ویلي چې د غزې د ښار په یوه هسپتال کې چې په سلګونو کسان په کې ووژل شو، په دغه برید کې لاس نه لري او دا چې دغه برید د یوه فلسطیني راکټ له امله شوې دی.

اسرایلي پوځ ویلي، فلسطیني وسله والو دغه وخت د هسپتال سره نزدې یو شمېر راکټونه داغلي وو.

د الاحلي هسپتال عکسونه ښایې چې د هسپتال هالز یا تالارونه په اور کې سوځیدلي ، ماتې شوي شیشې او د بدن برخې په ټوله سیمه کې پرتې دي.

سپینې ماڼۍ ویلي وو چې اسرایل سره د ملاتړ څرګندولو دپاره صدر جوباییډن به د شورو(چهارشنبې) په ورځ اسرایل ته سفر کوي.

هغه دا سفر وروسته له هغې کوي چې دامریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن هم په پینځوؤ ورځو کې دننه تېره ورځ بیا اسرایل ته رسېدلی اؤ هلته یې د اسرایل وزیراعظم نیتن یاهو سره له لیدنې وروسته اعلان کړی دی چې صدر جوباییډن به هم دچهارشنبې په ورځ دخپل ملاتړ څرګندولو لپاره اسرایل ته ورشي.

سپینې ماڼۍ ویلي چې صدر بایډن به یو ځل بیا ټینګار وکړي چې حماس د فلسطین د خلکو د وقار او خود ارادیت دحق استازیتوب نه کوي او همدارنګه په غزه کې د ملکي وګړو د بشري اړتیاو په اړه به خبرې وکړي.

تر دې وړاندې امریکايي سي بي اېس خبري ادارې سره په مرکه کې صدر بایډن ویلي وؤ دا کتل دي چې په غزه کې څه روان دي. نوموړي زياته کړې، حماس او توندلاري یې د غزې د ټولو خلکو استازيتوب نه کوي.

صدر بايدن ویلي وو د تندلارو پرضد کارروايي مهم اقدام دی اؤ تمه لري چې اسرايل به په جګړه کې قوانين په نظر کې ساتي.

هغه ویلي وو اسرايل د يوې داسې ډلې سره مقابله کوي چې په ظلم کې ککړه ده. نوموړي په اسرايل د حماس حملې ته په اشارې سره ویلي دا داسې ده لکه په هولوکاسټ کې چې څه شوي وو.

د رپوټونو ترمخه د حماس ډلې د اووم اکتوبر په بريدونو کې د 150 پورې اسرايل يرغمل کړي په کومو کې چې څو امریکايي وګړي هم شامل دي.

صدر بايډن ويلي، د خپلو وګړو د راخلاصولو دپاره به ټول ګامونه پورته کوي.

په اسرايل د حماس د اووم اکتوبر په بريدونو کې خواوشا 1300 پورې اسرايليان وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG