لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د اسلامي همکارۍ تنظیم بیړنۍ غونډه، ایران پر اسرایل د بندیزونو او سفیرانو د ایستلو غوښتنه کړې


د اسلامي‌ همکارۍ تنظیم او ای سي د اسرایل او حماس د جګړې په ترڅ کې پر غزه پټۍ د اسرایلي بریدونو په ضد بیړنۍ غونډې را بللې او ایران غوښتنه کړې چې پر اسرایل دې بندیزونه ولګول شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر حسېن امیر عبدالنهیان د شورو- چارشنبې په ورځ په یو بیان کې ویلي، چې د اسلامي‌ همکارۍ سازمان باید پر اسرایل د تېلو او نور بندیزونه ولګوي او سفیران یې له خپلو هېوادونو وباسي.

د اسلامي‌ همکاریو د تنظیم غونډه نن د اکتوبر په 18مه د سعودي‌ عرب په جده ښار کې شوې چې د اکثرو اسلامي هېوادونو استازو پکې ګډون کړی دی.

د رویټرز د خبر له مخې د ایران د بهرنیو چارو وزیر د او ای سي له غړو هېوادونو پر اسرایل باندې له بندیزونو او د سفیرانو د ایستلو سره سره غوښتي چې "د مسلمانو وکیلانو" یوه ډله جوړه کړي او په غزه کې د اسرایل "جنګي جرمونه" ریکارډ کړي.

ایران تر اوسه له اسرایل سره سفارتي اړیکې نه لري او اسرایل تور پورې کوي چې تهران یې پر هېواد له حماس ډلې سره په بریدونو کې مرسته کړې ده. امریکا وایي په دې بریدونو کې د ایران ښکاره ثبوت یې نه دی موندلې، خو ایران له کلونو راهیسې د حماس مرسته او ملاتړ کوي.

نور معلومات وروسته...

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG