په پاکستان کې د ډالر د نرخ غورځېدو لړۍ تم شوې ده اؤ د چهارشنبې په ورځ یو وارې بیا د ډالر په بره تللی دی.
د پاکستان اسټيټ بینک د چهارشنبې په ورځ ویلي د کاروباري اوونۍ په دریمه ورځ د بینکونو دننه د ډالر نرخ کې درې روپۍ اؤ 26 پېسې اضافه ریکارډ کړل شوې ده.
د ډالر نرخ کې له دې اضافې سره د یو ډالر بیعه 277 روپو اؤ 3 پیسو نه 280 روپو اؤ 29 پیسو ته لوړه شوې ده.
همدا شان په خلاص مارکیټ کې هم د ډالر نرخ کې څلور روپۍ اضافه رامنځته شوې ده اؤ پرون یو ډالر 281 روپو ته رسیدلی دی.
تر دې یوه ورځ وړاندې د کاروباري ورځې په پای کې د ډالر نرخ کې 20 پېسې اضافه رامنځته شوې وه اؤ دا د 276 روپو اؤ 83 پېسو نه 277 روپو اؤ 3 پېسو ته لوړ شوی ؤ.
د ډالر د نرخ لوړېدو ترڅنګ پاکستان کې د سرو زرو بیعې هم یو وارې بیا لوړې شوې دي اؤ د ال پاکستان جیمز اینډ جیولرز ایسوسی ایشن د بیان له مخې د چهارشنبې په ورځ یوه توله سره زر 6 زره اؤ 400 روپۍ ګران شوي دي.
دا مهال پاکستان کې د یوې تولې سرو زرو بیعه 2 لکو اؤ 6500 روپو ته رسېدلې ده.
همدا شان د 10 ګرامو سرو زرو بیعه کې 5487 روپۍ اضافه شوې ده اؤ نرخ یې یو لک،77 زره اؤ 40 روپو ته رسېدلی دی.
په نړیوال مارکیټ کې هم د سرو زرو بیعو کې 36 ډالر اضافه شوې اؤ د یو اونس 1959 ډالرو ته رسېدلې ده.
په دې وروستیو کې په پاکستان کې د ډالر تر څنګ د سرو زرو بیعې هم په تېزۍ سره په ښکته روانې شوې وې چې څېړونکو یې عمده علت د حکومت لخوا د ډالرو د ذخیره کولو، ناقانونه کاروبار اؤ قاچاق د مخنیوي پرضد پیل کړل شوی کمپاین بللی ؤ.
د ستمبر د وړومبۍ اوونۍ پورې پاکستان کې د ډالر بیعه د تاریخ تر ټولو لوړې کچې ته رسېدلې وه اؤ په پینځم ستمبر یو ډالر 308.10 روپۍ خرڅ شوی ؤ. په خلاص مارکیټ کې بیا دا بیعه تر 332 روپو هم لوړه وه.
خو تر هغې وروسته حکومت اعلان وکړو چې د ډالرو د ناقانونه کاروبار، قاچاق اؤ ذخیره اندوزۍ د مخنیوي لپاره به ګرد هیواد کې عملیات پېل کوي اؤ د دې نرخ کې د پرله پسې مصنوعي اضافې مخه به نیسي.
څيړونکي وايي پاکستان کې د ډالر د بیې لوړېدل او د روپۍ ارزښت کمېدل د اقتصاد د اصولو په اساس نه وي بلکې د ډالر د غېر قانوني کاروبار او نور سياسي او خراب امنيتي صورتحال له امله وي.
د څېړونکو وینا ده، په پاکستان کې چې څنګه سیاسي اؤ امنیتي حالات جوړیږي د هغې پر بنیاد یو ناڅاپه یا خو د ډالر بیعه په ښکته راشي اؤ یا هم په بره وخیژي.
Forum