لاس رسیدونکی لینک

 
شمالي وزیرستان کې پر چیک پوسټ په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي
تازه خبر

شمالي وزیرستان کې پر چیک پوسټ په برید کې درې پاکستاني پوځیان وژل شوي


د پښتونخوا په قبايلي سيمه شمالي وزيرستان کې د امنيتي ځواکونو په يو چيک پوسټ بريد کې د پاکستاني پوځ درې امنيتي عسکر وژل شوي دي. دغه برید چې ناپېژاندو وسلوالو کړی د سیمې په امنیت یې نیوکې او اندېښنې راپارولي دي.

‎د سیمې امنیتي سرچينې وايي بريدکوونکو د پنجشنبې- زیارت په سهار شمالي وزیرستان په ګړیوم سیمه کې د امنیتي ځواکونو په پوسته بريد پيل کړى چې بریدګر امنیتي عسکرو د سخت زیان په رسولو بریالي شوي دي.

ګړیوم د شمالي وزیرستان مرکز میرانشاه نه نیږدې 70 کلومیټره لرې سوېل لوېدیځ د جنوبي وزیرستان شکتوی سیمې سره جوخت پوله لري او د پاکستان پوځ دغلته په کال 2014م کال کې د وسلوالو پر ضد عملیات کړي چې پکې دا سیمې پاکې ګرځول شوې وې.

د امنیتي سرچینو وینا ده د برید په نتیجه کې یې په څارنه ګومارل شوي درې پاکستان پوځیان وژل شوي. د برید په ځواب کې امنیتي ځواکونو په چټکۍ سره اغېزمنه سیمه په ګیره کې اخستې ده.

‎د دوی وینا ده د پلټنې پراخ عملیات اوس د پرمختګ په حال کې دي او هڅه کوي دا ناپېژندلي کسان د قانون منګولو ته راکش کړي او د علاقې امنیت خوندیتوب ډاډمن کړي.

تر دې مهاله د دې پېښې ذمه داري چا په غاړه نه ده اخستې خو په دې وروستیو کې زیاتره بریدونو ذمه وارۍ تحریک طالبان پاکستان منلې دي.

په شمالي وزیرستان کې د تېرو درو میاشتو راهسې د اتمازو قامي جرګې احتحاج دوام لري چې پکې دوی د هدفي پېښو کې د ځايي خلکو د وژلو د مخه نیولو غوښتنې ترڅنګ د علاقې د امنیت د ټینګښت غوښتنه کوي.

‎د احتجاجي غونډو پرمهال اتمازۍ جرګې مشران د ناامنۍ په پېښو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو په مخ کې پرته چېلنجونه او د دوامداره څارنې اړتیا په ګوته کوي. د اوتمانزو جرګه وايي له حکومت او امنیتي ادارو هیله کیږي چې د هدفي برید په اړه هر اړخیزه څېړنه وکړي چې تر سره کوونکي یې د قانون منګولو ته وسپاري او په راتلونکي کې د دا ډول پیښو مخه ونیسي.

رپورټونه وايي په دې وروستیو کې د اتمانزو جرګې مشرانو او انتظامیې تر منځ په دې اړه دا خبرې شوې دي چې انتظامیه یې تاییدوي.

د انتظامیې د مشر مرستیال کمیشنر ظهور افریدي له دفتر جاري شوي خبر کې ویل شوي تېره اوونۍ د دوی تر منځ خبرې په مثبت ارخ روانې شوې دي.

  • 16x9 Image

    عدنان بېټنی

    عدنان بېټنی د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان ښار کې د وي او اې ډیوه خبریال دی. هغه د افغانستان او پاکستان تر منځ د پولې دواړو غاړو خصوصاً له وزیرستانه د نورو مسلو تر څنګ د ترهګرۍ، جنګځپلو کډوالو، بشري حقونو او د دواړو هېوادونو تر منځ پر سیاسي اړیکو او اقتصاد رپوټونه جوړوي. نوموړي د ډېره اسماعیل خان له ګومل پوهنتونه د جرنلزم له زدکړو سره سره د سیاسیاتو ماسټري ډګري هم تر لاسه کړې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG