لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ورلډکپ:اسټریلیا پاکستان ته د 368 منډو ستر هدف ورکړی دی


د یو ورځني کرکټ نړیوال کپ په سیالۍ کې اسټریلیا د نهو لوبغاړو په تاوان 367 منډې جوړې کړي اؤ پاکستان ته یې د 368 منډو ستر هدف ورکړی دی.

د ورلډ کپ په تاریخ کې په وړوومبي ځل دې سیالۍ کې د اسټریلیا اوپنرانو ډیوډ وارنر اؤ مچل مارش د پاکستان پرضد په ګډه 259 منډې جوړې کړې دي.

د جمعې په ورځ د هند د بنګلور ښار په چنا سوامي کرکټ اسټيډیم کې د روان دې میچ پچه یا ټاس د پاکستان کپتان بابر اعظم وګټله اؤ اسټریلیا ته یې وړومبی د بېټنګ کولو بلنه ورکړه.

کله چې د اسټریلیا اوپنران ډیوډ وارنر اؤ مچل مارش میدان ته کوز شول نو پاکستاني باولران یې سخت وټکول اؤ دواړو په ګډه 259 منډې جوړې کړې چې دا ورلډ کپ په تاریخ کې د پاکستان پرضد د کوم ملک د دوؤ لوبغاړو له خوا تر ټولو زیاتې ګډې منډې دي.

مارش په 109 بالونو د 9 شپږیزو اؤ 10 څلوریزو په مرسته 121 منډې جوړې کړې اؤ ډيوډ وارنر په 124 بالونو وهلو د 9 شپږیزو اؤ 14 څلوریزو په مرسته د 163 منډو په جوړولو وتوانېدو.

د لوبې په 34 اوور کې مچل مارش د شاهین اپریدي په بال اسامه میر ته په کیچ ورکولو وسوځېدو اؤ دغسې د دواړو اوپنرانو د منډو انډیوالي ماته شوه.

تر هغې وروسته چې ګلین میکسویل لوبې ته راووتلو نو هغه هم د شاهین اپریدي په بال پرته له کومې منډې جوړولو وسوځېدو.

د اسټریلیا اسټیو اسمتهـ تر 7 منډو جوړولو وروسته وسوځېدو.جوش انګلش اؤ مارکس اسټونس 13،13 منډې جوړې کړې.

د پاکستان له لوري شاهین شاه اپریدي د اسټریلیا پینځه،حارث روف دوه اؤ اسامه میر یو لوبغاړی وسوځولو .

د پاکستان په لوبډله کې کپتان بابراعظم، عبدالله شفیق، امام الحق، محمد رضوان، سعود شکیل، افتخار احمد، اسامه میر، محمد نواز، حسن علي، شاهین اپریدی او حارث رؤف شامل دي.

همدا شان د اسټریلیا په لوبډله کې کپتان پیټ کمنز، مچل مارش، ډیوډ وارنر، اسټیو اسمتھ، مارنس لبوشین، جوش انګلس، ګلین میکسول، مارکس اسټونس، مچل اسټارک، ایډم زمپا اؤ جوش هیزل ووډ لوبېږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG