لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

لکي مروت: پوځ د څلورو "ترهګرو" د وژلو دعوه کړې


د پاکستان پوځ دعوه کړې د خېبرپښتونخوا په لکي مروت کې یې د استخباراتي معلوماتو په بنياد عمليات کړي څلور "ترهګر" یې وژلي او يو يې ژوبل کړی او نيولی دی.

پوځ ویلي، د 19م او 20م اکتوبر په مينځنۍ شپه کې امنیتي ځواکونو د لکي مروت ضلعې په سيمو ونډه علاقه کې د ترهګرو د موجودګۍ په استخباراتي اطلاع عمليات کړي دي.

پوځ زیاته کړې، د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته شوې، په نښته کې څلور ترهګر وژل شوي او يو ژوبل شوی نيول شوی دی.

پوځ ویلي، وژل شوي ترهګر د عامو ملکي خلکو په وژنه او امنيتي ځواکونو ترهګرو بريدونو کې ککړ وو او د دوی د ولقې نه وسله ترلاسه کړی شوې ده.

خو پوځ د ترهګرو نوره پېژندګلو نه ده ښکاره کړې.

تحریک طالبان پاکستان مطبوعاتو سره په شریک کړي بيان کې ويلي، پوځ يې پرضد چاپه وهلې دوی یې مقابله کړې او روغ ترې وتلي دي او دعوه یې کړې د پوځ په ګوله بارۍ او ډرون حمله کې څلور ملکي وګړي وژل شوي او د يوې ښځې په ګډون څو نور ژوبل شوي دي.

له دې وړاندې د نومبر په 19مه د پاکستان پوځ ویلي وو، د افغانستان سره په پوله پرتو د خېبرپښتونخوا په شمالي او جنوبي وزيرستان سيمو کې د پوځ دوه نښتې شوي، څلور پوځيان او شپږ ترهګر پکې وژل شوي وو.

پوځ ويلي وو، نښتې د 18م او 19م نومبر په مينځنۍ شپه کې شوې وې.

تحریک طالبان پاکستان د دواړو نښتو زمه وارۍ منلې او پوځ ته یې د تاوان اړولو دعوې کړې وې.

پوځ ویلي وو، لومړۍ نښته د شمالي وزيرستان په ګړيوم علاقه کې شوې او د مهم کمانډر حضرت زمان عرف خوړي ملا په ګډون پکې شپږ ترهګر وژل شوي وو.

د پوځ ترمخه، وژل شوی ترهګر کمانډر په علاقه کې په څو ترهګرو بريدونو کې ککړ او امنيتي ادارو ته انتهايي مطلوب وو.

پوځ ويلي وو، بله نښته د جنوبي وزيرستان په اسمان منزه سيمه کې شوې، د کشمور ضلعې 25 کلن سپاهي فرمان علي پکې وژل شوی ووو.

تحريک طالبان پاکستان د شمالي وزیرستان په ګړيوم او جنوبي وزيرستان په بدر علاقه کې پوځ سره د نښتې او بريد زمه واري منلې او ځان ته د اوښتي تاوان یې څه نه وو ویلي.

د پاکستان پوځ وخت په وخت د خېبرپښتونخوا په قبايلي ضلعو او ورسره څنګ ته پرتو سيمو کې د ترهګرو د وژلو دعوې کوي. او تحریک طالبان پاکستان په امنيتي ځواکونو د بريدونو زمه وارۍ مني.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG