لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف: "حالات مو په خپله خراب کړي په خپله به یې سموو"


د پاکستان پخوانی وزيراعظم او مسلم ليګ ن ګوند مشر نواز شریف ويلي، "خوشاله يم چې څلور کاله وروسته پاکستان ته ستنېږم، ښه به وه چې د پاکستان حالات نن د 2017م په مقابله کې ښه وای خو حالات د هغې په مقابله کې ښه نه دي دې ته په کتو خوشاله نه يم".

د دوبۍ نه پاکستان ته د روانېدو نه وړاندې مطبوعاتو سره خبرو کې هغه وويل، "پکار وه پاکستان نن د پرمختګ په بام ولاړ وای خو د مخکې تلو په ځای په شا تللی دی، په اقتصادي، معاشي او ټولنيزه کچه په شا تللی دی".

هغه زياته کړې، "هيله شته او هيله د لاسه ورکول نه دي پکار او اوس هم د دې قابل يو چې حالات سم کړو ځکه چې حالات مونږ په خپله خراب کړي او سموو به یې هم په خپله".

نواز شریف ویلي، هاغه پاکستان چې آی اېم اېف ته یې په مخه ښه ويلي وو، چرته چې بجلي هره ورځ سېوا کېده، روپۍ مستحکم وه، خلکو ته روزګار ترلاسه کېدو په هغه وخت يادولو خفه کېږم، نن دې حالاتو ته ولې راورسېدو".

پخواني وزيراعظم ويلي، "پاکستان کې د انتخاباتو کولو ښه فېصله الېکشن کمېشن کولی شي، زما لومړيتوب به هغه وي چې الېکشن کمېشن کومه پرېکړه وکړي او مونږ انتخاباتو ته تیار يو".

نواز شریف ته چې د عدالتونو لخوا په بېلابيلو قضيو کې سزاګانې اورول شوې د کال 2019م په نومبر کې د علاج دپاره برتانيې ته تللی وو. عدالتونو نوموړي ته ضمانتونه ورکړي وو چې علاج له دې برتانیې ته لاړ شي.

نوموړی چې اوس بيرته ستنيږي، اسلام اباد هایکورټ او د احتساب عدالتونو ورته د 24م اکتوبر پورې د نه نيولو ضماتونه ورکړي چې هغه دې ګرفتار نه کړی شي.

پاکستان مسلم ليګ ن ګوند ویلي، نواز شریف به ملک په رارسېدو د لاهور په مينار پاکستان کې جلسه کوي او د جلسې دپاره د ټول ملک د ګوند قافلې ور روانې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG