لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شریف: ملک نن د بربادۍ تر حده رسېدلی خو اوس به یې بیرته ژغورو


له څلورکلنې جلاوطنۍ وروسته پاکستان ته ستانه شوي د پاکستان درې ځله مخکیني وزیراعظم نواز شریف په لاهور کې د خپلو زرګونو پلویانو جلسې ته په وینا کې په هېواد کې په جېلونو کې له ده سره د چارواکو په رویې، ګرانۍ او نورو مسایلو خبرې وکړې.

نواز شریف وویل د پاکستان ریاستي ادارې او سیاسي‌ ګوندونه باید په ګډه د ملک د مستقبل جوړولو لپاره کار وکړي، "د دې واحد حل دا دی چې په ایین باندې د عمل کولو لپاره ټول سره یو ځای شو، موږ ته د یو نوي سفر د پیلولو اړتیا ده".

د نواز شریف د وینا تر پیل کولو مخکې څو کوترې پر دریځ ناستې وې او یوه سپینه کوتره هغه په لاس کې نیولې وه، وروسته یې وویل "په جلېونو کې واچول شوم، له ملکه وشړل شوم او زما خلاف، د شهباز شریف، مریم نواز شریف او زموږ د ګوند د ټولو خلکو خلاف مقدمې جوړې کړل شي خو موږ خپل بیرغ ونه غورځاوه".

د وینا په وخت په جلسه کې زرګونو خلکو د نواز شریف پر هره خبره هغه ته تود جواب ورکاوه او هغه ته یې ویل چې «له تا سره مینه لرو» په جواب کې یې د ګوند مشر هم هغوی ته وویل چې مینه ورسره لري.

د مسلم لیګ نواز ګوند مشر وویل، "موږ به پرېکړه کوو چې څه ډول خپل بایللی مقام تر لاسه کړو، څنګه به موږ په خپلو لاسونو کې اخیستی کچکول ماتوو، څنګه به په خپلو پښو درېږو او څنګ به خپل قومي غیرت را ژوندی کوو".

نواز شریف وویل،‌ پر دې باید په ګډه کار وکړي چې څنګه به عزتمنه بهرنۍ پالیسي جوړوي او څنګه به له خپلو ګاونډیو سره ښې اړیکې جووي، وایي له ګاونډیو سره په جګړې کولو سره پاکستان پرمختګ نه شي کولای:

"که مشرقي پاکستان له مغربي پاکستانه نه وای بېل شوی نو نن به زموږ او د دوی تر منځ اقتصادي کوریډور جوړ شوی وای".

نواز شریف لا په لاهور کې خپل کور ته نه دی تللی، هغه وویل دی چې کور ته ستنېږي مور او مېرمن به د پخوانۍ جلاوطنۍ غوندې هرکلي ته مخې ته نه ورځي، وایي دا درد به یې هېر نه شي:

"ځینې دردونه داسې وي چې انسان یې د څه وخت لپاره هېر کړي، خو ځینې زخمونه داسې وي‌ چې کله هم نه ډکېږي".

امریکا او نورو هېوادونو راته وویل چې تاسې به ایټمي تجربې نه کوئ، وایي ورته وویل شول چې هندوستان دې یې وکړي خو تاسې به یې نه کوئ. وایي شهباز شریف ته په 1999م کال کې د امریکې مخکیني صدر بل کلینټن د ایټمي‌ چاودنو د نه کولو لپاره د پینځه ارب ډالرو وړاندیز کړی وو، خو وایي‌ دا خبره یې ونه منله ځکه چې وايي "دا د پاکستان د مسقتبل په تاوان فیصله وه".

نواز شریف وویل دی ځکه له هېواده شړل شوی وو، چې په ملک کې یې ډالر پورته کېدو او ګراني زیاتېدو ته نه پرېښوده، خو وایي اوس حالات د تباهۍ تر پولې رسېدلي دي، وایي‌ خلک د بجلۍ بِل د پور په پیسو ادا کوي:

"ډوډۍ زما په وخت کې په څلور روپۍ وه خو اوس په شل روپۍ ده، پیټرول زما په وخت کې په 60 روپۍ وو، خو اوس 283 روپۍ دی، بوره (چیني) کیلو په 40 روپۍ کیلو وو، خو اوس په 230 روپۍ دی، زما په وخت کې ډالر په 104 روپۍ وو او اوس تر 250 پورته دی، په پاکستان کې د ګرانۍ توفان دی".

نواز شریف په خپلو خبرو کې بیا بیا د جلاوطنۍ فریاد کاوه خو ویې ویل چې د دې لپاره یې په زړه کې هیڅ د انتقام نیت نه شته، وایي تش دا ارمان لري چې د ولس په کورونو کې یې خوشالۍ راشي، بې روزګاري ختم شي.

پخواني وزیراعظم په خپلو خبرو کې بیا بیا په ژړغوني ږغ شعرونه هم ویل او ورسره یې د هغوی تشریح هم کوله چې ترې له ده سره د تېرو حکومتونو له رویو څخه ګیله ښکاره کېدله. نواز شریف لومړی د اردو د مشهور شاعر افتخار عارف دا بیت ووایه:

مٹی کی محبت میں ہم آشفتہ سروں نے

وہ قرض اتارے ہیں کہ واجب بھی نہیں تھے

ورپسې یې د اردو د کلاسیک شاعر مرزا اسدالله خان غالب دوه بیتونه یو په بل پسې وویل:

زندگی اپنی جب اس شکل سے گزری غالب

ہم بھی کیا یاد کریں گے کہ خدا رکھتے تھے

غالب ہمیں نہ چھیڑ کہ پھر جوش اشک سے

بیٹھے ہیں ہم تہیۂ طوفاں کیے ہوئے

نواز شریف له دغو شعرونو ویلو وروسته د ده له لور مریم نواز، شهباز شریف او د ګوند له نورو مشرانو سره په زندانونو کې د عمران خان د حکومت رویه یاده کړه او ویې ویل چې دوی هم د پاکستان بچي دي خو ډېر ظلمونه ورسره وشول.

نواز شریف د تحریک انصاف ګوند له نوم نه اخیستلو پرته د هغوی او خپلې جلسې تر منځ توپیر یاد کړ او په طنزیه انداز یې وویل، چې د مسلم لیګ ن په جلسه کې ښځې جلسه په ارامۍ سره اوري او په ډولونو باندې نڅاوې اتڼونه نه کوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د امریکې په کالجونو کې په غزه کې د جنګ خلاف احتجاجونه دوام لري
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:53 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG