د عرب میډیا د رپورټونو له مخې د مصر په مرکزي ښار قاهره کې داسرایل اؤ حماس تر منځ د روانې جګړې دمخنیوي اؤ دامن پرځای کولو لپاره رابلل شوې غونډه کې دبیلابیلو هیوادونو مشران په غزه کې د رامنځته شوي انساني ناورین په معامله اتفاق ته نه دي رسیدلي اؤ غونډه پرته له کومې مشترکه یا ګډې اعلامیې پائ ته رسېدلې ده.
په دې غونډه کې دامریکا په ګډون د شاوخوا یو درځن هېوادونو مشرانو او چارواکو ګډون درلودو خو اسرایل اؤ ایران پکې ګډون نه دی کړی.
د ملګرو ملتونو عمومي سکتر انتونیو ګوتریش اؤ فرانسیې په انساني بنیادونو غزه کې د جنګ بندۍ غوښتنه کړې ده.
د بیلابیلو رسنیو د رپورټونو له مخې غونډې ته وینا کې دبرتانیې د بهرنیو چارو وزیر جیمز کلیورلي ویلي د اسرایل حکومت باید نړیوال قانون ته په درناوي کولو د غزې د وګړو د ژوند ژغورلو لپاره خپل مسولیت ترسره کړي.
د یونان وزیراعظم کریاکوس میتچوتاکیس پخپله وینا کې ویلي چې د فلسطین په شخړه کې پوځي مداخله د سیاسي هواري متبادل نه شي کیدای اؤ د اسرایل اؤ فلسطین شخړه باید د دوه ریاستي حل په اساس هواره کړل شي.
هغه منځني ختیځ کې دامن دعمل په بحالولو ټینګار کړی دی.
ا ټالیا وزیراعظم جارجیا میلوني خپله وینا کې په نړیواله ورورولۍ غږ کړی چې دشخړې هواري لپاره باید د دوه ریاستي حل لارې روډ میپ یا تګلاره جوړه کړي.
د یورپي کونسل صدر چارلس ماییکل وویل ددې غونډې د راجوړولو موخه دا وه چې باید د یو بل خبره واوریدل شي.
هغه وویل، مونږ دا ګڼو چې د سیمې د شخړو ،دانساني ستونزو اؤ د اسرایل اؤ فلسطین په معامله کې دامن د ټینګښت لپاره مونږ ته په ګډه کار کول پکار دي.
د غونډې کوربه د مصر صدر عبدالفتاح السیسي خپله وینا کې ویلي دي هیله لري چې د غونډې برخه وال به د فلسطین د لسیزو زړې ستونزې د دایمي هواري اؤ د امن د ټینګښت لپاره ګامونه واخلي.
هغه ویلي د غزې د وګړو د سینا د صحرا په لوري د دیکه کولو پلوي نه دی اؤ دا اقدام ردوي.
هغه خپله وینا کې د فلسطین د ستونزې یوازینی هواری د خپلواکه فلسطیني ریاست جوړښت بللی دی.
عرب رسنۍ وایي په قاهره کې د امن لپاره راجوړې شوې دې سرمشریزه غونډه کې عرب هیوادونو په غزه کې داسرایل لخوا کېدونکې کارروایۍ غندل شوي اؤ د غزې د خلکو د جبري بې دخلۍ هڅې رد کړل شوې دي.
غونډې ته د فلسطین د چارو سمبالوونکي صدر محمود عباس پخپله وینا کې ویلي دوي به کله هم خپله خاوره نه پریږدي اؤ نه یې څوک له خپلې خاورې بې دخله کولی شي.
د اردن باچا عبدالله دویم د فلسطینیانو جبري دخلي جنګي جرم وبللو اؤ وي ویل عرب هیوادونو ته چې دا مهال کوم پېغام اورول کیږي هغه دادی چې د فلسطینیانو ژوند د اسرایلیانو په مقابله کې هیڅ ارزښت نه لري.
هغه ویلي چې د اسرایل او حماس په جګړه کې دواړو غاړو ته د ټولو ملکي وګړو ژوند مهم دی، هغه په غزه کې د اسرایلي ځواکونو بمبارۍ "بې رحمه او غیرمعقول" بللې دي:
"دا د محاصره شويو او بې وسه خلکو یوځایي سزا ده. دا د بشردوستۍ د نړیوال قانون ښکاره سرغړونه ده. دا یو جنګي جرم دی"
د اسرایل اؤ حماس تر منځ پیل شوې جګړه دریمې اوونۍ ته ننوتلې ده اؤ مطبوعاتي رپورټه وایي چې ددې جګړې په مهال په اسرایل او غزه کې د وژل شویو کسانو شمېر تر پینځه زره او د ټپیان شمېر تر 16 زره زیات شوی دی، چې پکې زرګونه ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د غزه د صحت وزارت وايي، تر اوسه د اسرايل په بمبار کې 3,785 فلسطينيان وژل شوي او 12,500 ژوبل شوي دي. د حماس په بريدونو کې تر اوسه د 1,400 نه زيات اسرايليان وژل شوي، 3,800 ژوبل شوي او 203 اسرايلي وګړي حماس ژوندي تښتولي دي.
اسرايل په شمالي غزه کې په فلسطيني وګړو غږ کړی چې د خپلو کوورنو نه ووځي، د غزه ښار او خوا شا سيمې نه د يو ميلين نه زياتو خلکو خپل کورونه پرېښي دي چې د دې سیمې د ټولې آبادۍ نيمايي برخه ده.
Forum