لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پېښور لیډي رنګ هسپتال کې په "صحت کارډ"د ناروغانو علاج ودرول شو


د خېبر پښتونخوا تر ټولو لویې هسپتال ليډي ريډنګ ( اېل ار اېچ) د صحت کارډ پروګرام لاندې د ناروغانو علاج ودرولی دی.

د روغتون چارواکي وايي انشورنس یا د بیمې کمپنۍ ته دوه اربه روپۍ بقاياجات لري اؤ تر څو چې هغه نه وي ورکړل شوي نو په صحت کارډ دعلاج اساني نه شي ورکولی.

د پښتونخوا حکومتي چارواکي وايي د انشورنس کمپنۍ ته يې د پېسو جاري کولو امر کړی دی، او زر تر زره به هسپتال کې دغه پروګرام بيا پرځای شي.

د نعمت شېر په نوم یو ناروغه تن چې دواړو پختورګو یا ګردو یې کار پرېښی دی اؤ په اوونۍ کې دوه ورځې د پېښور لېډي ريډنګ روغتون ته د ګردو وینځلو یا (ډایلاسس) د پاره ځي، ډیوه ته وايي که د صحت کارډ نه پرته هغه خپل دا علاج جاري ساتي نو د يوې هفتې يې د اتوؤ زرو روپو پورې لګښت کیږي او د غربت له وجې بيا خپل علاج دوامداره نه شي ساتلی۔

هغه وایي"که په صحت کارډ علاج بند شي نو مرګ مو انجام دی، دا مالي توان زمونږ نشته چې ګردې واخلو، شخصي هسپتالونو کې پرې خرچه ډيره راځي بس بيا به علاج نه کوو"

د لېډي ريډنک روغتون چارواکي وايي دلته هره ورځ د ۹۰۰ پورې مريضانو علاج په صحت کارډ کیږي، دا پروګرام په کال ۲۰۱۶ کې د پاکستان تحريک انصاف حکومت پېل کړي و، خو په دې پروګرام وړاندې د بېلا بېلو سياسي ګوندونو لخوا د غبن تورونه لګېدلي وو، کوم چې د هغه وخت د صحت محکمې چارواکو رد کړي وو.‌

د صحت محکمې په چارو نظر لرونکی خبریال تېمور خان وايي د صوبايي حکومت په کال کې نزدې ۳۰ اربه روپۍ د صحت کارډ پروګرام باندې خرچ راځي .

نوموړې وايي دا يوه سياسي پريکړې وه چې صوبايي حکومت ترې سياسي ګټې پورته کولې او په صوبه يې مالي بوج نور سېوا کړو.

د تېمور خان په خبره "خلک خو د دې پريکړې نه ډير خوشاله وو، خو د صوبې مالي حالت داسې دی چې دا پروګرام جاري ساتل ورته ګران دي او هسپتالونو ته د پېسو ورکولو دا مشکلات به بيا بيا مخې ته راځي"

د خېبر پښتونخوا د خزانې او صحت محکمو چارواکو ډيوه ته ويلي د ليډي ريډنګ روغتون د دوو اربو روپو انشورنس کمپنۍ ته د جاري کولو امر يې کړی دی.

د صحت محکمې په وېب پاڼه ليکل شوي د خالی/ شنبې د ورځې نه د کېنسر، ډایيلاسس او نور بيړني علاج لپاره صحت کارډ کارول کېدای شي.

د ايل ار ايچ روغتون وياند محمد عاصم وايي حکومت ورته باور ورکړی و چې دغه مسله به زر هواره شي.

ډيوه سره خبر و کې هغه ووویل "دا کار د انشورنس کمپنۍ دی، څنګه چې هغوي ته د حکومت نه پېسې ورکړل شي، هم هغه وخت به د صحت کارډ پروګرام لاندې علاج پېل شي"

په صحت کارډ د علاج لپاره لیډي ریډنګ هسپتال ته ورتلونکي زیاتره ناروغان وايي د صحت کارډ نه بغېر ورته خپل علاج کول ګران دي،او که دا پروګرام بند شي نو خپل علاج به دوامداره ونه ساتل شي.

  • 16x9 Image

    ارشد مومند

    ارشد مومند د ډيوه خبريال دی د پاکستان قبائيلي سيمو نه د تعليم،صحت، کلتور اؤ ترهګرئ ضد جګړی په اړه راپورونه راليږي. دپیښور پوهنتون جرنلزم څانګی نه يي د ماسټر ډګري ترلاسه کړی

     

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

افغان خبریالان: اوس مو هایبرېډ جرنلېزم ته مخه کړې
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:15 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG