لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سايفر قضيه کې په عمران خان او شاه محمود قرېشي فرد جرم لګول شوی


د پاکستان په پخواني وزيراعظم او تحریک انصاف ګوند په مشر عمران خان او بهرنيو چارو پخواني وزیر شاه محمود قرېشي باندې د سايفر قضیه کې فرد جرم لګول شوی دی.

د پاکستان تحریک انصاف ګوند وکیل نديم احمد پنجوته ويلي، نن فرد جرم لګول شوی څنګه چې د توشه خانې قضيه چلېده، داسې د سايفر قضيې اورېدنې هم کيږي.

نوموړي په اېکس [پخواني ټویټر] خپره کړې ويډيو کې ویلي، د عمران خان د ضمانت په خواست، د قضيې ختمولو په خواست او د دې اورېدنې ودرولو په خواست هم فېصله محفوظه ده.

د افيشل سيکرټ اېکټ لاندې د عمران خان او شاه محمود قرېشي پرضد فرد جرم نن د ګل/ دوشنبې په ورځ لګول شوی او هغو د صحت جرم نه انکار کړی دی.

د قضيې اورېدنه د ځانګړي عدالت جج محمد ذوالقرنېن په اډياله جېل کې دننه کړې ده. عمران خان او شاه محمود قرېشي په اډياله جېل کې بنديان دي.

د رپوټونو ترمخه عدالت په قضيه کې د بلې اورېدنې او ګواهانو دپاره بله د اکتوبر 27مه نېټه ورکړې ده.

د مرکزي تحقيقاتي ادارې [اېف آی اې] وکیل شاه خاور ويلي، د سايفر قضيه کې د فرد جرم لګولو په وخت عمران خان او شاه محمود قرېشي په عدالت کې موجود وو.

د عمران خان وکیل عثمان رياض د فرد جرم لګول کېدو وروسته مطبوعاتو سره خبرو کې ويلي، عدالت ته یې خواست کړی وو چې د ګواهانو د بيانونو، بهرنی مېمو نه ترلاسه کېدو پورې فرد جرم نه لګوي خو عدالت یې اعتراضونه رد کړي او فرد جرم یې ولګولو.

د عمران خان يو بل وکيل عمېر نيازي ويلي، فرد جرم به په هايکورټ کې چېلنج کوي.

عمران خان تېر کال د اپرېل په مياشت کې د بې باورۍ د تحریک د لارې د وزيراعظمۍ څخه لرې کړی شوی، هغه وخت یې تور لګولی وو چې "د هغه حکومت د امريکې په سازش" لرې کړی شوی وو.

امريکې، د پاکستان پوځ او د پاکستان موجوده حکومت د عمران خان دغه تور څو ځله رد کړی چې ګنې هغه د امریکې په سازش لرې کړی شوی وو.

عمران خان د سایفر د لارې د امریکايي سازش د لومړي بيان وروسته په يو بل بيان کې ويلي وو سازش په اصل کې د دلته [پاکستان] نه شوی وو.

د تېرې جولايۍ په میاشت کې د عمران خان د پخواني پرنسپل سيکرټري اعظم خان د سايفر په حواله یو مبينه بيان په مطبوعاتو خپور شوی وو.

هغه ويلي وو، "عمران خان د سیاسي ګټو دپاره د سايفر يا بهرنۍ مراسلې ډرامه جوړه کړې او د سايفر د لارې یې د قامي امنيتي ادارو او ولس ترمنځه د کرکې خورولوهڅه کړې ده".

د شهباز شریف په وزيراعظمۍ د پاکستان تېر اتحادي حکومت د سايفر قضيې پلټنې پېل کړې وې.

د سايفر قضيه د عمران خان، شاه محمود قرېشي او اسدعمر پرضد جوړه شوې وه.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG