واشنګټن – د بغداد یوې محکمې د اتوار یا یکشنبې په ورځ د عراق د ډیکټاټور صدام حسین جلا وطنې لور ته د خپل پلار د ګوند بعث د ښه یادولو له امله د اوه کاله بند سزا اورولې ده.
د بعث ګوند په عراق باندې په ۲۰۰۳ کال کې د امریکا له برید سره له منځه تللی و او پرې بندیز لګول شوی و.
اې اېف پي خبري ادارې د محکمې د حکم له مخې خبر ورکړی چې رغد صدام حسین له دې امله مجرمه بلل شوې چې په ۲۰۲۱ کال کې یې د یوې تلویزیونې مرکې پرمهال د "بند شوي بعث ګوند فعالیتونو ته کمپاین کاوه."
په عراق کې هر هغه څوګ چې د لېرې کړای شوي رژیم د کمپاین لپاره انځورونه ښکاره کړي او یا یې په پلوي شعارونه ورکړي نو محاکمه کېدای شي.
خو په دغه حکم کې په ځانګړي ډول د هغو مرکو یادونه نه ده شوې، د کومو له امله چې رغد حسین محکومه کړای شوې ده.
خو رغد حسین په ۲۰۲۱ کال کې د سعودي په العربیه چاینل باندې د هغې د پلار د واکمنۍ پر وخت (۱۹۷۹-۲۰۰۳) د عراق د حالاتو په اړه خبرې کړې وې.
هغې د سعودي چاینل ته ویلي وو، "زیاتو خلکو ماته ویلي چې زمونږ دوره په حقیقت کې د خوښۍ او ویاړ دوره وه." او زیاته کړې وه "له شک پرته چې هېواد باثباته او بډایه وه."
رغد حسین له خپلې خور رانا سره په اوردن کې اوسېږي. د اودې او قوسې په نامه د هغې ورونه د امریکایي ځواکونو لخوا په ۲۰۰۳ کال کې وژل شوي وو.
خو د زیاتو عراقیانو لپاره د صدام حسین د واک دور تر اوسه هم د ظالمانه ځپلو دور په توګه یادېږي.
Forum