د ریډ کراس یا سور صلیب نړیوالې کمیټې ویلي دي چې حماس دوه دپاخه عمر یرغمل ښځې د دوشنبې یا ګل په ورځ خوشې کړې دي.
دا یرغمل مېرمنې په داسې وخت کې خوشې کړل شوي چې د ایسوسي ایټډ پریس له مخې امریکې په اسرایل ټینګار کړی چې هغوي باید په غزه کې خپلې یوې ممکنه ځمکنۍ حملې نه تېر شي ترڅو امریکا د سیمه ییزو شراکت دارانو سره په ګډه دحماس د ولکې نه د یرغمالیانو د خوشې کولو په غرض د کار لپاره لا نور وخت وموي.
دا دویم ځل دی چې حماس په اووم اکتوبر په اسرایل د پولې پورې غاړې نه د کړي برید په مهال یرغمال کړي کسان پرېښودي دي.
اسرایلي میډيا ددې یرغمال مېرمنو پېژندګلو د یوشیوډ لیفشټز اؤ نورت کوپیر په نومونو کړې ده چې وایي دوي د غزه د پولې ترڅنګ د اسرایلي سیمې نه نیول شوې اؤ بیا غزه ته بوتلل شوې وې.
حماس خپل یو بیان کې ویلي دي چې هغوي یې دانساني خواخوږۍ په اساس خوشې کړې دي.
په اووم اکتوبر دحماس لخوا شوؤ بریدونو کې د 222 نه د زیاتو کسانو په هکله ویل کیږي چې هغوي حماس یرغمال کړي دي اؤ دهغوي د راخوشې کولو لپاره هڅې د حماس له بریدونو سمدستي وروسته پېل کړل شوې وې.
د یرغمال کړل شوؤ کسانو د راخلاصولو په اړه د باییډن انتظامیې د سوچ نه بلد یو امریکایي چارواکي دنوم نه ښودلو په خواست ویلي دي دا واضحه نه ده چې دا استدلال به د اسرایل په سوچ څه اغېزه ولري؟
هغه ویلي دي حماس سره ثالثۍ کې د قطر په همکارۍ د دوو یرغمال ښځو جوډیتهـ اؤ نتالیه رانن په راخلاصولو کې مررسته شوې وه.
هم په دې حال کې د ګل په ورځ ترکیې غزه لپاره په روغتیایي مرستو بار دوه الوتکې د مصر له لارې لیږلې دي اؤ دترکیې د روغتیا وزیر ویلي چې په مرستو بار دوه نورې الوتکې به هم هلته ولېږل شي.
په ټولنیزه رسنۍ ایکس د ترکي د روغتیا وزیر ویلي چې په لېږل شوؤ مرستو کې دارو درمل،جنریټرې،طبي سامانونه،وینټي لیټرې،د الټرا ساونډ مشینونه ،د زخمیانو لپاره دهډوکو دعلاج سامانونه،فوټو ټهراپي مشینري،انکیوبیټرز اؤ د ماشومانو خوراک شامل دی.
روانه میاشت ترکیې غزه لپاره د امدادي سامانونه نه ډکې درې الوتکې لېږلې وې، د اتوار یا یکشنبې په ورځ یې یوه روغتیایي ډله ، طبي اؤ د اړتیاؤ نور سامانونه مصر ته روان کړي دي اؤ وایي که اړتیا ولیدل شي نو انقره په ترکیه کې د فلسطیني زخمیانو علاج کولو اؤ د مصر د العریش هوایي اډې اؤ رفاه د اوښتو په لاره کې د یو فیلډ هسپتال جوړولو ته هم چمتو ده.
رفاه غزې ته تګ راتګ یوازینۍ لاره ده چې پوله یې د اسرایل سره نه ده لګېدلې.
په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس له بریدونو وروسته چې اسرایل دغبرګون په توګه د غزې تړانګه محاصره کړې ده نو رفاه دغلته ته د مرستو رسولو دهڅو یوازینی مرګز ګرځېدلی دی.
د رفاه له لارې د انساني خواخوږۍ په اساس د مرستو د رسولو لړۍ د خالي یا شنبې د ورځې نه پیل شوې وه اؤ دملګرو ملتونو چارواکي وایي تر اوسه د مصر له لارې درې امدادي قافلې د رفاه نه غزې ته ننوتلي دي.
خو د ملګرو ملتونو چارواکي دا هم وایي چې په غزه کې 23 فلسطینیان پراته دي اؤ هغوي چې څومره مرستو ته اړتیا لري دا درې قافلې یې عشر و عشیر هم نه دی.
(ددې رپورټ مواد د ای پي نه اخستل شوي دي)
Forum