لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دحج خطبه:مسلمانان دې شفقت وکړي،کرکې دې له مینځه یوسي


دنړۍ د دوه نیمو میلیونو نه زیاتو مسلمانانو دحج مناسک پیل کړي اؤ نن دخالي په ورځ په نهمه ذي الهجه په نمره جومات کې دسعودي مفتي اعظم اؤ دخانه کعبې امام الشیخ محمد بن حسن دحج خطبه ورکوي.

دحج په خطبه کې ویل شوي چې اسلام د رحمت دین اؤ لاره ده ، انسانان وي اؤ که ځناور باید د رحمت معامله ورسره وکړل شي.

الشیخ محمد بن حسن دحج په خطبه کې وویل مسلمانانو ته پکار دي چې په یو،بل شفقت وکړي اؤ کرکې له مینځه یوسي.

هغه وویل دخلاصون یوازینۍ لارده داده چې دالله تعالۍ رسۍ کلکه ونیول شي اؤ بیلې بیلې لارې اختیار نکړل شي.

دحج په خطبه کې ویل شوي څومره اسماني کتابونه چې نازل شوي هغې کې د ژوند طور طریقې ښودل شوي .

هغه حاجیانو ته وویل “ای حاجیانو څومره چې مو له وسه کیږي الله یادوئ،دعاګانې کوي ،الله تعالی د دعاګانو قبلوونکی دی”

خطبه کې وویل شول کوم خلک چې دحق ګواهي ورکوي الله به یې جنت ته لیږي ،دالله د رحمت نه مایوسي نه ده پکار ځکه چې دالله د رحمت درزوارې مدام پرانستې پرتې وي.

دخانه کعبې امام وویل دحضرت محمد(ص) ژوند د دنیا د مد دپاره دمشال په څېر دی اؤ داسلام ستر پیغمبر فرمائیلي دي چې ټول مسلمانان خپلو کې د یو بدن په څېر دي.

هغه وویل نبي کریم (ص) فرمائیلي تاسو تاسو د زمکې په مخلوق رحم وکړئ الله تعالی به په تاسو رحم وکړي.

تیره ورځ منا کې له ایساریدو وروسته دپینځویشتو لکو نه زیات حاجیان نن سخر دعرفات میدان ته ورټول شوي اؤ دغلته دحج تر ټولو ستر رکن وقوف عرفه ترسره کوي

نن به د نمر پریوتو سره سم حاجیان دعرفات څخه مزدلفې ته روانیږي اؤ هلته به دماښام اؤ ماسخوتن نمونځونه یو ځائ کوي اؤ بیا به د شین اسمان لاندې تر سحره په عبادتونو مشغول وي.

سباپه۱۰مه ذي الحجه به حاجیان د مزدلفې نه د رمي دپاره جمرات ته ځي اؤ هلته به شیطانان په کاڼو اوولي، ترهغې وروسته به قرباني کوي، سرونه به خروي اؤ بیا به احرامونه پرانزي اؤ دغسې به دحج ټول مناسک سرته رسیږي.

XS
SM
MD
LG