لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه په لس ورځو کې دننه په څلورم ځل نن د اسرایل او حماس پر شخړه غونډه کوي


د ملګرو ملتونو امنیت شورا نن "د فلسطین د مسلې په ګډون د منځني ختیځ د حالاتو" په اړه خپله درې میاشتنۍ غونډه کوي، چې مشري به یې د برازیل د بهرنیو چارو وزیر مورو ویرا کوي. د امریکا خارجه وزیر هم پکې ګډون کوي.

تمه کېږي چې دې غونډې ته به د ملګرو ملتونو عمومي‌ مشر انتونیو ګوتېریش، د منځني ختیځ لپاره د دې ادارې د سولې د بهیر ځانګړی منتظم ټور وینزلېنډ او د بشردوستۍ د چارو لپاره د عمومي مشر مرستیال مارټین ګریفیتس معلومات ورکړي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته د اکتوبر پر 16مه او 18م هم دوه قراردادونه د اسرایل حماس د شخړې په اړه وړاندې شوي‌ وو، خو نه وو منظور شوي.

لومړی قرارداد برازيل وړاندې کړی وو، چې پکې ویل شوي وو غزې ته دې د مرستو د سامان رسولو دپاره جنګ وځندول شي. دویم قرارداد روس وړاندې کړی وو چې په غزه کې دې یې په انساني بنيادونو د ډزبندۍ غوښتنه کړې وه.

د اکتوبر پر اوومه چې حماس ډلې پر اسرایل برید کړی او بیا اسرایل پر غزه بریدونه پیل کړي دا په تېرو شلو ورځو کې څلورم ځل دی چې د ملګرو ملتونو امنیت شورا غړي به را غونډېږي او په منځني ختیځ کې د روانې شړې د حل لار به لټوي.

ملګرو ملتونو پر خپله ویبپاڼه لیکلي، تمه کیږي د نننۍ غونډې غړي په غزه کې ملکي وګړو ته د بشري مرستو د زیاتولو پر اهمیت ټینګار وکړي او د جګړې "د بشردوستانه وقفې" او "بشردوستانه ډزبندۍ" غوښتنه وکړي چې ټولو مجبوره خلکو ته په خوندي توګه مرستې ورسېږي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت د ګل- دوشنبې په ورځ ماخوستن په یو لنډ بیان کې ویلي، چې اینټني بلینکن به هم په نیویارک کې د منځني ختیځ په اړه د ملګرو ملتونو د وزیرانو په غونډه کې ګډون وکړي.

تمه ده چې د اسرایل او فلسطین د بهرنیو چارو وزیران به د برازیل، فرانس، اردن، مصر، سعودي عرب او نورو هېوادونو له سیالانو سره په دې مهمه نړیواله غونډه کې ګډون وکړي.

د واشنګټن پوسټ د خبر له مخې فلسطیني چارواکي وایي د اسرایل په هوایي بمبارۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه 5,087 ته رسېدلی او تر 15,200 زیات کسان ټپیان دي.

اسرایلي چارواکي وایي‌ د اکتوبر له اوومې راهیسې په اسرایل کې د حماس په بریدونو کې تر 1,400 زیات کسان وژل شوي او شاوخوا پینځه نیم زره ټپیان شوي دي. په اسرایل کې په وژل شویو کې لږ تر لږه 32 امریکایي‌ وګړي‌ هم شامل دي.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر «اوچا» په خپل تازه رپوټ کې ویلي، په غزه کې د دوی لږ تر لږه 16 روغتیايي کارکوونکي د کار پر مهال وژل شوي دي.

په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د ملګرو ملتونو د فلسطیني کډوالو د مرستې ادارې 35 کارکوونکي هم وژل شوي دي، وایي یواځې شپږ یې د تېرې ورځې په بریدونو کې وژل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG