د امریکا صدر جو بایډن د نهې ، سه شنبې په ورځ د سعودي عرب ولیعهد او وزیراعظم محمد بن سلمان سره د منځني ختیځ او د سیمې وضعیت په اړه ټیلیفوني خبرې کړي دي.
د سپینې ماڼۍ نه خپور شوي په يو بیان کې ویل شوي دي صدر بايډن په دغه خبرو کې وویل چې امریکا به د خپلو هغه ایتلافیانو د دفاع مکمل ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ د ګواښونو سره مخ دي، که څه هم دا ګواښونه د ریاستي یا غېر ریاستي عناصرو څخه وي.
صدر بایډن د اسرایل او حماس ترمنځ د شخړه د ریاستي او غیر ریاستي عناصر نه د پراخیدو د مخنیوي دپاره په روانو سفارتي او پوځي هڅو په اړه خبرې وکړې. دواړه مشران په سیمه کې د ثبات ساتلو او د جګړې د پراخیدو د مخنیوي دپاره د پراخو سفارتي هڅو په جاري ساتلو باندې موافقه وکړه.
دواړو مشرانو غزې ته د مصر نه د بشري امداد په رسولو هرکلی وکړو او دا یې ومنله چې د ملکي خلکو لپاره خوراک ، اوبه او طبي مرستو ته د لسرسۍ دپاره نور ډېر څه کولو ته ضرورت دی . صدر بابډن د دغو بشردوستانه هڅو د ملاتړ دپاره د خلیج د همکارۍ کونسل د ۱۰۰ میلینو ډالرو د مرستې هرکلی وکړو. او د امریکا لخوا د ورکړل شوي ۱۰۰ میلینه ډالرو مرستو د تقسیم په اړه خبرې وکړې.
دواړو مشرانو د حماس لخوا د یرغمل شویو بندیانو د خلاصون دپاره د روانو هڅو هرکلی وکړو او د هغوی د زر تر زره د خوشې کولو غوښتنه یې وکړه.
دوی همدارنګه د کړکیچ د کمېدو وروسته اسرایل او فلسطینیانو ترمنځ د تلپاتې سولې په لور د کار کولو په اهمیت ټینګار وکړو . او هغه هڅو ته وده ورکول چې دمخه د سعودي عرب او امریکا ترمنځ په وروستیو میاشتو کې روانې وې.
صدر بایډن او ولیعهد محمد بن سلمان دوی موافقه وکړه چې په راتلونکې موده کې به په مستقیم ډول او د خپلو ټیمونو د لارې نږدې همغږۍ کې پاتې شي.
Forum