وي او اې د نهې، سه شنبې په ورځ معلومات ترلاسه کړي چې د پاکستان حکومت په سلګونو زرو غیرقانوني اوسېدونکو افغانانو هیواد ته د لېږلو دپاره د څو مرکزونه جوړولو منظوري ورکړې ده چې دوی پلان لري په راتلونکې میاشت کې به یې ونیسي او افغانستان ته به یې واستوي.
د غیرقانوني بهرنیانو د بیرته ستنیدو پلان منظوري د نومبر د لومړۍ نیټې څخه مخکې راځي چې حکومت د ټولو "غیرقانوني / غیر راجسټر شوي غېر ملکيان " او هغه کسان چې "د دوی د ویزې موده ختمه شوې ده " خپلو هېوادونو ته په خپله خوښه لاړ شي ګني د پاکستان د مهاجرت قوانینو څخه د سرغړونې له امله به خپلو هیوادونو ته به په زوره شړل کیږي.
د پاکستان حکومت د روانې میاشتې په درېيمه نېټه ويلي وو، په هېواد کې غېرقانوني مېشت غېر ملکيان د نومبر تر لومړۍ نېټې وخت لري چې په خپله خوښه خپلو هېوادونو ته لاړ شي که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او په زوره به یې شړي.
د کورنيو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي ګواښ کړی وو که دغه خلک خپلو هېوادونو ته تر ټاکلې نېټې لاړ نه شي د پاکستان مرکزي او صوبایي امنیتي ادارې به دوی نیسي او له خپل هېواده به یې په زوره شړي.
د پاکستان د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي د اکټوبر په لومړیو کې د اخیري نېټې د اعلانولو پر مهال ویلي وو چې د اندازی ترمخه 1.7 میلینه افغانان په هغو کسانو کې دي چې د جبري ایستلو سره مخ دي.
حکومتي سرچینو وي او اې ته ویلي چې د هېواد په څلورو صوبو: پنجاب، سېند، بلوچستان او خېبر پښتونخوا کې به د ستنېدو ځانګړي مرکزونه جوړوي.
په پنجاب او سېند کې نیول شوي افغانان به په ترتیب سره د راولپنډۍ او کراچۍ ضلعو کې جوړ د ستنېدو مرکزونو ته لیږل کیږي.
په خېبر پښتونخوا کې به د ستنېدو دوه مرکزونه وي - په نوښار او څمکنو کې – او په بلوچستان به د صوبې په مرکز کوټه ، پشین او قلعه عبدالله ضلعو کې به درې مرکزونه وي.
د پاکستان خېبر پښتونخوا او بلوچستان صوبې د افغانستان سره د پاکستان نږدې 2,600 کیلومیټره (1,600 میل) پوله لري او په مجموعي توګه پکې زیات افغان کورنۍ پاتې کیږي.
نوی پلان د ضلعي انتظامي چارواکو ، پولیسو، څارنوالۍ او د جیل چارواکو ته واک ورکوي چې په غیر قانوني توګه میشت افغانان ونیسي او یې وشړي. د دغه پلان ترمخه هغه کسان چې په وړو جرمونو سزا شوي یا دا مهال مقدمې سره مخ دي به وشړل شي. هغه کسان چې په "سنګین جرمونو" کې سزا شوي یا دا مهال مقدمو سره مخ دي به بیرته افغانستان ته نه لیږل کیږي.
اسلام اباد ژمنه کړې چې د اخراج پروسه به په "پړاوونو او په منظم ډول" ترسره کوي. او دا خبره یې هم روښانه کړې چې دا کریک ډاون یا د نیولو لړۍ به 1.4 میلینه هغه افغان کډوال به نه په نښه کوي چې په هېواد کې په قانوني توګه ژوند کوي او شاوخوا 900,000 نور درست افغان سټيزن کارډ لري او په رسمي توګه په پاکستان کې د اقتصادي مهاجرینو په توګه راجسټر شوي دي.
حکومت په رسمي ډول د قانون پلي کوونکو ادارو ته لارښوونه کړې چې هلته کډوال افغان سټيزن کارډ لرونکي خلک ونه ځوروي، که څه هم په افغانستان کې د واکمنو طالبانو او د کډوالو کورنیو دعوې کړې چې ځینې یې د پولیسو د ناوړه چلند، بدسلوک او زورونې سره مخامخ شوي دي.
طالبانو پر پاکستان غږ کړی چې د اخراج پر پلان له سره کتنه وکړي، هغه یې "غېر انساني" او "د نه منلو وړ" بللی دی.
خو دوی په دې وروستیو کې په افغانستان کې دننه د پولی سره نزدې د ګاونډي هېواد نه ستنېدونکو کورنیو ته د بېړنۍ سرپناه، روغتیا، خوراک او مالي مرستو دپاره ځانګړي کېمپونه جوړ کړي دي.
د دواړو هېوادونو چارواکو د خبره تایید کړې چې له هغه راهیسې چې اسلام اباد نږدې یوه میاشت وړاندې د وروستې نیټې اعلان کړې دی په لسګونه زره افغانان په خپله خوښه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.
د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د نهې ، سه شنبې په ورځ د یوه افغان ټیلي ويژن چینل سره په خبرو کې له پاکستانه وغوښتل چې له افغان کډوالو "ښه سلوک" وکړي او د ویستلو موده وغځوي. هغه د ټولو کډوالو وغوښتل، چې خپل هېواد ته ستانه شي او دعوه یې وکړه، چې جنګ ځپلی افغانستان یې په "خوندي او ښه" ځای بدل کړی دی.
د 2021م کال په اګست کې پر افغانستان طالبان بیا واکمن شول او د امریکا په ملاتړ له یوه حکومت څخه واک واخیست کله چې د امریکا او نېټو ځواکونه په افغان جګړه کې له نږدې دوو لسیزو وروسته د دغه هېواد څخه ووتل.
د لویدیځو ځواکونو سره د همکارۍ له امله د غچ له ویرې د طالبانو بیا واکمنېدو وروسته په سلګونو زره خلک دې ته وهڅول چې پاکستان ته کډه شي. په دوی کې د بشري حقونو فعالین، پخواني حکومتي چارواکي، مسلکي خلک، ښځینه فعالانې او خبریالان شامل وو. ډیر یې وروسته له هغه امریکا او نورو غربي هېوادونو ته کډه شوي دي. پداسې حال کې چې په زرګونه نور په امریکا او اروپا کې ته تلو دپاره د خپلو خواستونو د پروسس کېدو ته انتظار کوي.
طالبانو د اسلامي شريعت خپله سخته تشریح عملي کړې ده، او په جینکو یې د شپږم ټولګي نه پورته تعلیم ترلاسه کولو او په زیاتو ښځو یې د کار کولو بندیز لګولی دی. دغه بندیزنه زیات افغان کډوال افغانستان ته د بیرته ستنېدو څخه مایوسه کوي، دوی وایي لوڼې یې نشي کولی هلته زده کړې او کار وکړي.
ملګرو ملتونو هم پر اسلام اباد غږ کړی چې د پناه غوښتونکو افغانانو د ایستلو پلان دې ودروي، او خبرداری یې ورکړی دی چې دا ګام به بیرته ستنېدونکي افغانان د طالب چارواکو لخوا د زورونې او ناوړه چلند سره مخ کولی شي.
Forum