لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

محمود خان اڅکزی: "په هيڅ صورت افغانان په غېرقانوني او غېر اييني طريقه نه شي ويستل کېدی"


محمود خان اڅکزی
محمود خان اڅکزی

د پښتون ملت پاله ګوند پښتونخوا ملي عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي، "په هيڅ صورت افغانان په غېرقانوني او غېر اييني طريقه نه شي ويستل کېدی، په نړۍ کې چې د مهاجرينو/ کډوالو دپاره کوم قانون دی پاکستان ته به هم دغه قانون منل وي".

دوه ورځې وړاندې په کراچۍ پرېس کلب کې د پاکستان د سيند صوبې د کورنيو چارو نګران وزير ريټايرډ بريګيډير حارث نواز او د بلوچستان صوبې د اطلاعاتو نګران وزير جان اڅکزي خبري غونډې ته ویلي وو، د 31م اکتوبر وروسته به "ټول غېر قانونه غېر ملکيان يو يو لټول کيږي او ويستل کیږي".

خبري غونډې ته جان اڅکزي ويلي، "غېر قانونه غېر ملکيان په ملک کې نه شي پاتې کېدی سياسي ګوندونه دې په دې مسله سياست نه کوي".

هغه ويلي وو، "په بلوچستان صوبه کې هم دوی ته ځينې داسې شکايتونه ترلاسه کیږي چې سياسي ګوندونه د افغان کډوالو په شا ودريږي، او که کوم سياسي ګوند د دوی يا غېر قانونه کډوالو سره ودريږي او د هغو خبره کوي نو دا به د رياست پاکستان سره د هغو جګړه ګڼلی شي".

د پاکستان حکومت اعلان کړی د 31م اکتوبر وروسته ټول غېر قانونه غېر ملکیان ويستل کيږي.

په پاکستان کې پښتنو ملت پالو او مذهبي سياسي ګوندونو د افغان کډوالو په ويستلو اعلان ته سخت غبرګون ښکاره کړی دی.

پاکستاني چارواکو وړاندې دعوې کړي پاکستان کې افغانان په جرمونو کې ککړ دي.

خو محمود خان اڅکزي ويلي، "افغانان دې څوک د اشرار يا شر خوروونکو په نوم ونه بلي او نه دې د دوی د ويستلو او جايدادونو ضبط کولو خبرې کوي،کله چې دوی [افغانان] راوستل کېدل نو جنرل ضياالحق به ويل دا مجاهدين او د اسلام سپاهيان زمونږ دپاره جنګيږي خو نن ويل کيږي چې دوی دې وويستل شي".

د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او د مهاجرت نړیوال سازمان هم د پاکستان نه غوښتي "هغه افغانان دې خوندي کړي څوک چې تحفظ غواړي او بيرته افغانستان ته د ستنېدو په مهال له خطرو سره مخ کېدی شي".

"يو اېن اېچ سي ار او د مهاجرت نړيوال سازمان د ټولو هيوادونو نه غوښتي، د افغان وګړو په زوره بیرته ستنول دې معطل کړي، او د دوی بيرته ستنېدل دې خوندي، په باعزته او رضاکارانه طريقې سره يقيني کړي".

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG