لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکایي ځواکونو د ایران پلوه تنظیمونو د برید صورت کې امریکې تهران ته د "فیصله ییز" ځواب خبرداری ورکړی


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکن ایران ته خبرداری ورکړی دی چې که چرې د هغوي پلوي تنظیمونه امریکایي ځواکونه په نخښه کړي نو دامریکا له لوري به په" فیصله ییز" انداز کې جواب ورکړی شي.

د ملګرو ملتونو امنیت شورا کې د نهې - سه شنبې په ورځ خپله وینا کې انتوني بلنکن ویلي امریکا نه غواړي چې ایران سره یې څه رقم شخړه راپورته شي.

هغه وویل امریکا ددې جګړې نوره پراختیا نه غواړي خو که ایران یا دهغې پلوي تنظیمونه په هر امریکایي هر چرته حمله وکړه نو امریکا به د خپلو خلکو اؤ خپلو ځواکونو دفاع په فیصله ییز انداز کې کوي.

انتوني بلنکن دا څرګندونې په داسې حال کې کړې دي چې د اسرایل اؤ حماس تر منځ روانه جګړه کې د وژل شوؤ کسانو شمیره له شپږو زرو اوښتې ده.

په دې وروستیو کې په عراق کې دامریکې په ځواکونو هم بریدونه شوي اؤ واشنګټن تور لګولی دی چې دې بریدونو ته د ایران ملاتړ ترلاسه ؤ.

د امریکې ځواکونه عراق کې د فعال وسله والې ډلې داعش خلاف دج ګړې لپاره د جوړ شوي ایتلاف د برخې په توګه عراق کې ګمارل شوي دي.

د ایران حکومت د غزه د عسکري تنظیم حماس پلوی دی اؤ حماس په اووم اکتوبر اسرایل کې په شمیر سیمو بریدونه کړي وؤ.

دحماس بریدونو کې د بهرنیانو په ګډون لږ تر لږه 1400 کسان وژل شوي اؤ د 200 نه زیات کسان حماس یرغمال کړي چې دهغې په ځواب کې اسرایلي ځواکونو په غزه کې بمبارۍ کړې دي.

د حماس له لوري په مبېنه توګه د ماشومانو اؤ عامو وګړو د وژل کېدو د یادونې په ترڅ کې انتوني بلنکن ویلي "په دې غم اؤ غصه چرته ده ، په دې ولې خاطر دروند نه شو، ددې رد کېدل چرته دي ، په دې سفاکیت ډاګیزه غندنه چرته ده؟"

د بهرنیو چارو وزیر ویلي مونږ ته به بیا دداسې زیان نه د بچ کېدو لپاره د هر قام ددفاع د حق په لازمي توګه تایید کول وي.

امریکا دا مهال په سفارتي کچ د اسرایل تر ټولو ستر پلوي هیواد دی اؤ د حماس له حملې وروسته د امریکې صدر جوباییډن اؤ د دفاع وزیر انتوني بلنکن د اسرایل سفرونه هم کړي دي.

د امریکې د خارجه وزیر په وینا د امنیت شورا هیڅ یو غړی یا په ملګرو ملتونو کې موجود هیڅ یو قام دخپلو خلکو وژنه نه خو زغملی شي اؤ نه به یې وزغمي.

په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر امیر سعید ایرواني د امریکې د خارجه وزیر په بیان خپل غبرګون کې ویلي دي د حماس اؤ اسرایل‌ په شخړه کې انتوني بلنکن په ایران بې ځایه تور لګولی دی اؤ تهران دا عبث توره په بشړ ډول ردوي.

هغه وویل ایران د سیمې د امن اؤ ثبات لپاره پخپل کلک هوډ ولاړ دی اؤ تور یې ولګولو چې د یو لوري په ملاتړ کولو امریکا دا شخړه لاپسې پراخوي چې قیمت یې بې ګناه فلسطینیان پرېکوي.

د حماس اؤ اسرایل د جنګ بندۍ اؤ په غزه کې را ایسارو خلکو ته دمرستو رسولو په اړوند تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وړاندې کړل شوي دوه قراردادونه مسترد کړل شوي وؤ.

وړومبی قرارداد روس اؤ دویم برازیل وړاندې کړی ؤ چې دغه دواړه امریکې ویټو کړي وؤ.

د خبري اژانس ای ایف پي له مخې امریکې اوس د امنیت شورا لپاره یو نوی قرارداد چمتو کړی دی چې پکې د اسرایلي وګړو اؤ فلسطینیانو په وژنو د افسوس څرګندونه شوې ده.

په دغه قرارداد کې هر ریاست ته په فطرې توګه د خپلو وګړو اؤ ملک ددفاع د حق ترلاسه کېدو یادونه شوې اؤ هم پکې د نړیوالو قوانینو د خیال ساتو ذکر شوی دی.

ددې نوي قرارداد په اړه د امریکې خارجه وزیر انتوني بلنکن ویلي دي چې په دې وروستیو کې دامنیت شورا د غړو کومې حقیقي رایې مخې ته راغلي دي هغه په دې قرارداد کې شاملې کړل شوي دي

(دې رپورټ کې د ای ایف پي د معلوماتو نه استفاده شوې ده)

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG