امنیتي چارواکي وایي د افغانستان سره په پوله پرته د خیبر پښتونخوا د قبایلي ضلعې خېبر په لرې پرته سیمه تيراه کې د امنيتي ځواکونو په یوه پوسته ځانمرګي برید شوی چې پکې لږ تر لږه ۳ عسکر ژوبل شوي شوي دي.
په سيمه کې د سرحدي ځواکونو (ایف سي) یو چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط دچهارشنبې یا شورو په ورځ ډيوه ته منلې ده چې دا يو ځانمرګی بريد ؤ د تېراه په اکاخېل سروزۍ سیمه کې دایف سي ځواکونو د پوستې تر څنګ شوی دی.
هغه ویلي په یاده امنیتي پوسته د ګاډو د لټون عمل روان ؤ چې په دغه مهال یو ګاډي کې ناست ځانمرګي تن د امنیتي ځواکونو ترڅنګ ځان الوځولی دی.
هغه وویل په دې ځانمرګي برید کې دې عسکر ژوبل شوي دي اؤ د ژوبلو عسکرو پېژندګلو یې د افتخار، شفیق اؤ محمد اسرار په نومونو سره ښکاره کړې ده.
د پېښې نه سمدستي وروسته په ګڼ شمیر کې امنیتي ځواکونه سیمې ته رسیدلي دي اؤ د لټونې عملیات یې پیل کړې دي خو د پېښې په تړاؤ یې څوک نیولي نه دي.
په سمدستي توګه ددې برید ذمه واري چا پغاړه نه ده اخستې خو په نزدې وختونو کې چې په پاکستان اؤ په ځانګړي ډول دپښتونخوا قبایلي سیمو کې په امنیتي ځواکونو کوم بریدونه ترسره شوي هغې کې د زیاترو ذمه واري تحریک طالبان پاکستان اؤ وسله والې ډلې داعش خراسان قبوله کړې ده.
په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.
د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.
Forum