امنیتي چارواکي وایي د خېبر پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان سیمه کې د ترهګرۍ ضد محکمې(سي ټي ډي) د ځایي پولیسو په ملتیا عملیات کړي چې پکې دوه "ترهګر" وژل شوي دي.
پاکستاني رسنیو د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ترهګر ضد محکمې د پولیسو له خولې ویلي چې د استخباراتي معلوماتو په اساس دا عملیات د ډېره اسماعیل خان په پروا سیمه کې ترسره شوي دي.
چارواکو دعوه کړې ده چې عملیاتو کې د پاکستاني طالبانو د ډلې "بالي کیرا" دوه "مهم ترهګر" وژل شوي دي.
د وژل شوؤ وسله والو پېژندګلو د شعیب عرف زبېر اؤ محمد شفیق په نومونو شوې ده.
د ترهګرۍ ضد محکمې پولیسو ویلي چې په وژل شوؤ کې د شعیب پسر حکومت 10 لکه روپۍ انعام هم ویستی ؤ.
چارواکي وایي چې د عملیاتو په مهال د وسله والو اؤ امنیتي ځواکونو تر منځ ډزو کې یو لاروی اؤ یو بل وسله وال هم ژوبل شوي دي خو وایي دغه ژوبل وسله وال تښتېدلی دی.
په دې وروستیو کې د پاکستان بېلابېلو سیمو په ځانګړې توګه خېبر پښتونخوا صوبه کې په امنیتي ځواکونو د بریدونو لړۍ چټک شوې ده اؤ وخت په وخت امنیتي ځواکونه هم خپلو عملیاتو کې ترهګرو ډلو ته د مرګ ژوبلې اړولو دعوې کوي.
د څېړنیزو ادارو رپورټونه ښیي چې د ترهګرۍ په روانه څپه کې تر ټولو زیات بریدونه د خېبر پښتونخوا په قبایلي ضلعو کې شوي دي اؤ ورپسې په دوهم نمبر بیا بلوچستان صوبه د ترهګرۍ سره مخ پاتې شوې ده.
Forum