لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسرایل نن په شمالي غزه کې مځکني عملیات کړي، روس وایي دا جګړه به له منځني‌ ختیځ بهر وغزېږي


د اسرایل پوځ وایي نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ یې په غزه پټۍ کې مځکني عملیات کړي دي، خو ځینې رپوټونه وایي‌ د امریکا په غوښتنه یې دوامداره مځکني بریدونه ځنډولي دي. روس وایي‌ دا جګړه کېدای شي‌ تر منځني‌ ختیځ‌ دباندې وغزېږي.

د اکتوبر پر اوومه چې حماس پر اسرایل برید وکړ، له هغه وروسته یې له تېرو تقریباً درو اوونیو راهیسې پر غزه پټۍ هوایي‌ بمبارۍ کولې چې پکې یې "د حماس د زرګونو وسلوالو" د وژلو دعوه کړې، خو زرګونه عام خلک هم پکې وژل شوي او ټپیان شوي دي.

د اسرایل دفاعي ځواکونه وایي د دوی ټېنکونو او پلیو ځواکونو د اسرایل خاورې ته بیرته له راستنیدو مخکې "د ترهګرو ډېر پناه ځایونه، بنیادي اډاڼې او د ټېنک ضد توغندیو پوسټونه په نخښه کړل".

ای ډي ایف د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپل رسمي‌ ایکس [مخکیني ټویټر] د دغو مځکنیو عملیاتو یوه ویډیو خپره کړې چې پکې لیدل کېږي ټېنکونه لیدل کېږي، په پوسټ‌ کې ویل شوي چې په شمالي‌ غزه کې دا عملیات د جګړې د راتلونکو پړاوونو ته د تیارۍ لپاره شوي دي.

د امریکې صدر جو بایډن پر اسرایل ټینګار کوي چې په غزه کې له مځکنیو عملیاتو ډډه وکړي، وال سټریټ جنرل ورځپاڼې نن د پنجشنبې- زیارت په ورځ لیکلي چې اسرایل تر هغه وخته په غزه کې د عملیاتو پر ځنډولو رضا شوی چې امریکا د امریکایي ځاکونو د دفاع لپاره خپل هوایي دفاعي نظام په سیمه کې پر ځای کړي.

اسرایلي چارواکي وایي د اکتوبر د اوومې نېټې له بریدونو وروسته چې تر اوسه شاوخوا 1,400 کسان پکې وژل شوي او تر څلور زره زیات پکې ټپیان شوي د ي، حماس ډله به نور داسې بریدونه ونه کړي چې اسرایل ته خطر پېښ کړي.

اسرایلي پوځ شاوخوا درې لکه پوځیان ور بللي او د غزې پولې ته څېرمه یې پر ځای کړي دي چې د دوامداره ممکنه مځکنیو عملیاتو لپاره تیار وي.

د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه ټیلیویژني وینا کې وویل،‌ ځواکونه یې "د مځکنیو بریدونو لپاره تیاري کوي، خو دا به ونه وایم چې کله، څنګه او څومره".

ښاغلي نتنیاهو ویلي چې "موږ پر حماس د دوزخ اورونه وروو، موږ مخکې لا په زرګونو ترهګر وژلي دي او دا یواځې پیل دی"، د اسرایل وزیراعظم یو ځل بیا د شمالي غزې پر خلکو ږغ کړی چې سوېل ته کډه شي:

"موږ د خپل وجود د جګړې په منځ کې یو او موږ دې جګړې ته دوه هدفونه ټاکلي دي: د حماس پوځي او حکومتي وړتیا ختمول او تباه کول او خپل یرغمل شوي کسان په هره ممکنه لار خپلو کورونو ته را ستنول".

حماس ډلې په تېرو ورځو کې په یرغمل کړو شاوخوا 200 کسانو کې څلور تنه را خوشي‌ کړل، چې یوه امریکایي ښځه او د هغې لور وه او دوې نورې د لوی عمر اسرایلۍ ښځې وې.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې خبرداری ورکړی چې د نورو کسانو را خوشي کول به څومره ګران وي:

"تاسې تصور کولای شئ چې دا څومره پېچلې معامله ده، موږ له اسرایل، مصر او حماس سره معامله کوو، موږ له حماس سره مخامخ خبرې نه کوو، مصر دوی ته پیغام لېږلای شي، قطر یې ور لېږلای شي، خو موږ تصور کولای شو چې هر ووړ شی څومره ګران وي، د دې هره برخه پېچلې ده".

د روس صدر ولادیمیر پوټین خبرداری ورکړی چې د اسرایل او حماس تر منځ جګړه کېدای شي له منځني‌ ختیځ بهیر خپره شي او وایي دا "غلط کار" دی چې په غزه کې بې ګناه ښځو، ماشومانو او بوډاګانو ته د نورو خلکو د جرم سزا ورکول کېږي.

کریملین په یو بیان کې ویلي، پوټین دا خبرې د روس د بېلابېلو عقیدو له مذهبي مشرانو سره په لیدنه کې کړې دي او ویلي یې دي چې د ماسکو مهم هدف دا دی چې د وینو تویول او تشدد ودروي:

"که نه وي دا بحران چې څومره زیاتېږي دومره له بېخي سختو او ډېرو خطرناکو او ویجاړوونکو نتیجو ډک دی او نه یواځې د منځني ختیځ لپاره، بلکې کېدای شي د منځني ختیځ تر پولو هاخوا خپور شي".

په غزه کې د حماس تر واک لاندې روغتیا وزارت د شورو- چارشنبې په ورځ ولي، چې په غزه پټۍ کې د وژل شویو کسانو شمېر لږ تر لږه 6,546 ته رسېدلی، چې وایي اکثره یې ښځې او ماشومان دي.

خو صدر جو بایډن وایي‌ "د حماس د مړینې پر شمېرو باور نه شته". د شورو- چارشنبې په ورځ د اسټرېلیا له وزیراعظم انتوني‌ البانیز سره ګډې خبري غونډې ته د وینا پر وخت صدر بایډن وویل:

"ماته اندازه نه شته چې فلسطینیان ریښتیا وايي چې څومره خلک وژل شوي دي، خو زه باور لرم چې بې ګناه خلک وژل شوي دي او دا د جګړې پیلولو بیه ده". صدر بایډن د دې علت ونه وایه چې ولې د فلسطینیانو د وژنو پر شمېر باور نه لري.

غزه پټۍ دا مهال محاصره ده او د رفح پولې له لارې د مرستو لړۍ ډېره ورو ور روانه ده، ځکه چې د نړۍ مشران په دې کې تر اوسه ناکامه دي چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له لارې جګړه ودروي او دغه مرستې خلکو ته ورسېږي.

یادونه:- د دې رپوټ معلومات له اسوسیېټیډ پریس، اې ایف پي او رویټرز خبري‌ ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG