لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرفراز بګټی وایي د کډوالو د ایستلو پرېکړه نه ده بدله شوې، اسلام اباد کې افغان کډوالو احتجاج کړی


د پاکستان د کورنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي په ملک کې د قانوني اسنادو بغېر اوسېدونکو لپاره له ملکه د وتلو ورکړل شوې د نومبر لومړۍ نېټه کې څه بدلون نه دی شوی. په اسلام اباد کې بهر ته تلونکو افغانانو احتجاج کړی، وایي د افغان کډوالو د شړلو مخه دې ونیول شي.

د بشري حقونو تنظیمونو او د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې د پاکستان په دغه فېصله فکرمندۍ څرګندې کړي او وايي دا به افغانان د نورو زیاتو ستونځو سره مخ کړي.

د پاکستان د داخله چارو وفاقي وزير سرفراز بګټي د چارشنبې- شورو په ورځ په اسلام اباد کې يوې خبري غونډې ته وينا کې وويل چې په هېواد کې میشت اسناد نه لرونکو بهرنيانو د ويستلو لپاره ټول انتظامات سر ته رسول شوي دي.

بګټي زیاته کړه د ملک نه بهر ویستونکي هر يو خاندان ته به د 50,000 روپیو نغدې د ځان سره د وړلو اجازت وي.

په پاکستان کې د امنیتي چارو کارپوهه فرح ناز وایي، که د پاکستان او طالبانو حکومت د غیرقانوني کډوالو معامله په عملي توګه حل کول غواړي نو باید یو میکنیزم ورته جوړ کړي، مېرمن ناز وي او اې ډیوه ته ویلي:

"که د کډوالو معامله وګورو، نو دومره خلک په دومره کم وخت کې ویستل، زه فکر کوم چې دا معامله غیرانتظامي اړخ ته روانه ده".

د چارشنبې- شورو په ورځ د سېنېټ داخله کمېټۍ ته د بريفنګ وروسته سرفراز بګټي پر دغه معامله د مطبوعاتو سره خبرو کې دا تاثر هم یو ځل بیا غلط وباله چې ګواکې یواځې اسناد نه لرونکي افغانان له پاکستانه ایستل کیږې.

بګټي پر دې خبره ټنګار وکړو چې دا پریکړه د ټولو اسناد نه لرونکو بهرنيو وګړو په اړه شوې ده. وایي بلوڅان له ایرانه په ناقانونه توګه پاکستان ته داخلیږي خو پرېکړه یې کړې چې ټول غیرقانوني اوسېدونکي له پاکستانه وباسي.

څېړونکي وایي په پاکستان کې زیات بهرملکیان افغانان دي‌ او د پاکستان حکومت دغه پرېکړه د دواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې هم اغېزمنې کولای شي.

د افغان چارو کارپوه امان الله وایي، پاکستان ته پر دغه پالیسۍ سوچ پکار دی، هغه وي او اې ډیوه ته وویل:

"د پاکستان او افغانستان تر منځ د وړاندې څخه بې باورې شته، چې دغه سیمه تاوترخوالي ته بیایي، باید په دې اړه بیا کتنه وشي".

د پاکستان حکومت تېره مياشت د افغانانو په ګډون ټولو بهرنيو کډوالو ته د اکتوبر تر 31مې له هېواده د وتلو خبرداری ورکړی وو او ويلي يې وو، که چا په دغه عمل ونه کړو، نو له هېواده به په زوره وشړل شي.

دغه فيصله د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ په مشرۍ کې د اېپیکس یا اعلا کمېټۍ په غونډه کې شوې وه چې پکې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منير او نورو هم ګډون کړی وو.

د افغان طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د پاکستان د حکومت د پرېکړې په غبرګون کې ویلي وو، د اسناد نه لرونکو افغانانو د ایستلو په اړه د پاکستان پرېکړه د منلو وړ نه ده او له چارواکو یې غوښتي وو، چې د تګلارې بیا کتنه وکړي.

د بشرې حقونو تنظیمونو هم د پاکستان دغه پرېکړه غندلې، هیومن رایټس واچ پخپل یو بیان کې ویلې وو، د پاکستاني چارواکو له خوا تر یو میلیون د زیاتو افغانانو د ایسلتو ګواښونه دوی د ځورونې او نورو ناوړه استفادې له خطر سره مخ کړي.

په دې وروستیو کې د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې یو این ایچ سي آر هم له پاکستانه غوښتي چې افغانان دې په زوره نه باسي او ویلي یې وو چې په بیړه بېرته ستنېدل د هغوی لپاره د بشري حقونو د جدي سرغړونې سبب جوړېدی شي.

له پاکستانه د قانوني اسنادو نه لرونکو افغان کډوالو د شړلو د بهیر له تېزېدو سره په دغه هیواد کې میشتو یو شمیر افغان کډوالو چې په اسلام اباد کې درېیم هیواد ته د تلو په تمه دي له ملګرو ملتونو غوښتي، چې د افغان کډوالو د شړلو مخه ونیسي.

دغو کډوالو د چارشنبې- شورو په ورځ په اسلام ابادکې په یوه احتجاج کې ویلي، که وشړل شي په وطن کې د اوسېدلو ځای نه لري. دغو احتجاج کوونکو د "جبري ستنېدل ودروئ" او " باید زموږ مشکل حل کړئ" شعارونه ورکول.

د 2021م کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په لکونو افغانان بهرنیو هیوادونو په ځانګړي ډول ایران او پاکستان ته کډه شوي دي. پاکستاني چارواکي وايي، په تېرو دوو کلنو کې شاوخوا اووه لکه افغانان دغه هیواد ته کډه شوي، چې شاوخوا پینځه لکه یې یا په غیر قانوني ډول یا یې د ویزو موده ختمه شوې او په پاکستان کې ژوند کوي.

یادونه:- په رپوټ کې ځینې معلومات له وي او اې اشنا اخیستل شوي دي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG