لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افراسياب خټک: افغان کډوال په زور ويستل د ښه ګاونډيتوب او نړيوال قانون خلاف عمل هم دی


د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ ويلي حکومت يې ژمن دی د پرېکړې سره سم به هغه ټول خلک چې په غيرقانونه توګه په پاکستان کې مېشت دي د ملک نه شړل کيږي
د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ ويلي حکومت يې ژمن دی د پرېکړې سره سم به هغه ټول خلک چې په غيرقانونه توګه په پاکستان کې مېشت دي د ملک نه شړل کيږي
نصرالله خان

واشنګټن (وي او ای ډيوه)- د پاکستان د بشري حقونو د کمېشن پخوانی مشر او سياستمدار افراسياب خټک وايي د پاکستان نه د افغان کډوالو د ويستلو پرېکړه د سېويلين حکومت نه بلکې د پاکستاني اېسټيبلېشمنټ پاليسي ده چې افغانان په خپل موټي کې ساتل غواړي.

د ډيوه په هېلو وي او ای خؤرونه کې کوربه نصرالله خان ته ښاغلي خټک وويل “په پاکستان کې ميډيا ازاده نه ده دلته نااعلان شوې مارشل لا ده ګني د افغان کډوالو په اړه د حکومت د دريځ په ځای به دې خبريالانو او ميډيا دا پوښتنې راپورته کړې وی چې دا خلک به چرته ځي؟ خوري به څه او د ځان ساتنې د پاره به څه کوي؟

د پاکستان نګران وزير اعظم انوار الحق کاکړ ويلي حکومت يې ژمن دی د پرېکړې سره سم به هغه ټول خلک چې په غيرقانونه توګه پاکستان کې مېشت دي د ملک نه شړل کيږي.

د پاکستان پوځ لخوا لا د اېسټيبلېشمنټ په نمايندګۍ د افغان کډوالو د ويستلو په اړه کوم ځانګړی بيان ميډيا ته نه دی ورکړل شوی.

د پاکستانۍ ميډيا له مخه حکومتي چارواکي د غير ملکي خلکو او په خصوصي توګه د افغانانو په ويستلو دا دريځ لري چې دوی په ترهګرۍ کې ککړ دي.

خو قانون پوهه او په کراچۍ کې د افغان کډوالو د پاره قانوني جنګ کونکې منيزه کاکړ دا دريځ ردوي او ډيوه ته وايي “زه يوه وکيله يم اوويلی شم زما په دې دنده کې تر اوسه ماله داسې مقدمه نه ده راغلې چې افغانان په ترهګرۍ کې پکې ککړ ښودلې شوي وي. که کډوال په جرمونو کې ککړ دي خو قانون شته عدالت شته مقدمه پرې وکړئ. حکومت خپل دې ناوړه اقدام ته جواز لټوي”.

افراسياب خټک وويل پاکستان دا پرېکړه عملي کولی نه شي چې افغانان بيرته ولېږي ځکه هغه دلته پيدا لوی دي او کاروبارونه او کورنۍلري خو پاکستانی اېسټيبلېشمنټ په افغانستان او افغانانو دومداره فشار ساتل غواړي.

ښاغلی خټک وايي د پښتنو سيمو خلک د حکومت په پرېکړه خوښ نه دي “دا پرېکړه د جنرالانو ده خو دا به په پښتنو سيمو کې احتجاجونه راوپاروي ځکه چې ځايي خلک د دې خلاف دي”.

تېره ورځ افراسياب خټک او يو شمېر نورو دانشورانو او فعالانو ته د اسلام اباد په بليک هول تالار کې د افغان کډؤالو د ستونزې په اړه دوينا او د غونډې کولو اجازه ورنکړل شوه او پوليسو تر څه وخته دوی په وداني کې دننه ساتلي وو.

هغه وايي “پاکستان نه غواړي چې څوک د کډوالو په حقله خبره وکړي ځکه د دوی سره د خپلې پرېکړې هيڅ قانوني او انساني دليل نشته. دوی اوس د خلکو اواز بندوي”.

د بليک هول څېړنيزې ادارې د بنيادګر پروفيسر ډاکټر پرويز هوډبايي د وينا له مخه چې په سوشل ميډيا خؤره شوې وايي په بليک هول کميونټي سنټر کې د دوی پينل غوښتل د افغان کډوالو په اړه بحث وکړي خو پوليس دوی منع کړل.

هغه ډيسېنټ ټوډی ته ويلي پوليسو يې د سنټر د چارو مسول تن ربړولی او بندي کړی و. په دې اړه کوم حکومتي وضاحتي بيان نه دیراغلی.

په پاکستان کې پيدا افغانان به څه کوي؟

منيزه کاکړ وايي د پاکستان د عدالتي او پوليس اېف ايي ار د نظام سره يې شخړه دا ده چې يو ځل د ملګرو ملتونو ادارې يو اين ايچسي ار دوی ته د کډوالو کارډ لا دې نوي راغلو ته ټوکنې ورکړې نو دا په دې معنا شوه چې دوی کډوال ومنل شول او پاکستان له د دېخيال ساتل پکار دي.

هغه وايي “د کال 2021 نه د کډوالۍ د نوي کارډ ورکول او يا بيا زوړ کارډ بيا نوی کول بند دي. اوس دوی خواران څه وکړي چرته لاړشي. زه عدالت هم دغه تقطه په ګوته کوم او هغه تېر مې په عدالت کې د دې د پاره احتجاج وکړو”.

هغه وايي افغانان چې دلته پيدا لوی دي او کاروبارونه او جايدادونه لري د بل ځايي تن په نوم دا هر څه کوي او په داسې وخت کې بيا هغه خلک هم دا افغانان بليک ميل کوي او د خپلې خوښې سودا ترې اخلي ګني ورته وايي که نه منې پوليس ته دې په لاس ورکوم. “داسې ډېر کيسونه ماته راغلي. دوی به دا هر څه په دومره کم وخت کې څنګه خرڅ کړي؟ ماته خلک وايي نه اوس څوک زما د مال قيمت راکوي او نه دومره زر خرڅيږي”.

افراسياب خټک وايي د اسلام اباد هايي کورټ ډېره غوره فيصله کړې چې په پاکستان کې پيدا شوو افغانانو ته يوه ډاډګېرنه ده. هغه وويل افغانان په زور ويستل د ښه ګاونډيتوب او نړيوال قانون خلاف کار دی.

هغه وايي افغانانو خو د پاکستان معشيت ته وده ورکړې او بيا دا چې پاکستان به د نړۍ د قانون سره سم چلن کوي. ښاغلی خټک دکډوالو په اړه وايي نړۍ د دوی د پاره درې لارې ټاکلي، يوه دا چې چې څوک بيرته خپل هېواد ته ځي بايد دا رضاکارانه وي، دويم څوک چې نه ځي دريم ملک ته انتقال کړل شي او دريم دا چې دلته څوک پيدا لوی دي هغو ته تابعت لا شهريت ورکړل شي.

“دا د افغانانو حق دی چې پاکستان دلته پيدا تن ته شهريت ورکړي خو پاکستان ورته دا قانوني حق هم نه ورکوي”.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG