لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګروملتونو په جنرال اسامبلۍ کې د غزې په اړه بېړنۍ غونډه وشوه


واشنګټن- د غزې په اړه د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ د زیارت یا پنجشنبې د ورځې بېړنۍ غونډې ته د وینا پر وخت د فلسطیني دولت دایمي څارونکي ریاض منصور وویل مونږ دلته غونډه کوو او فلسطینیان په غزه کې د بمونو لاندې دي.

"تاسو خبرې کوئ او په همدا اوس کورنۍ وژل کېږي، روغتونونه تړل کېږي، د اوسېدو ځایونه ویجاړېږي، خلک له یو ځایه بل ته تښتي او د تګ لپاره هیڅ خوندي ځای نه لري."

ریاض منصور زیاته کړه، "د غم ښودلو لپاره هیڅ وخت نشته." او په اوبلنو سترګو یې د مړینو د زیاتېدو پر لور اشاره وکړه.

هغه وویل، "که تاسو یې د هغه چا لپاره نشئ درولی چې وژل شوي دي نو د هغه چا لپاره یې ودروئ چې ژغورل کېدای شي."

په ملګروملتونو کې د فلسطین دایمي څارونکی ریاض منصور له وینا وروسته له غونډې څخه د وتلو په حال کې
په ملګروملتونو کې د فلسطین دایمي څارونکی ریاض منصور له وینا وروسته له غونډې څخه د وتلو په حال کې

ښاغلي منصور وړاندې وویل، بشري مرستو ته سخته اړتیا ده. روغتونونه له نشې (انستیزۍ) پرته عملیاتونه کوي، ډاکټران او ناروغان یو ډول مرستو ته سترګې په لاره دي.

هغه وویل، "دا ځل، دا هر څه له حده زیات دي."

هغه وویل، فلسطینیان د لسیزو راهیسې اشغال کې ژوندي پاتې شوي، ۱۶ کاله پرې لارې بندې شوي او په غزه کې پنځه جګړې شوي.

هغه وویل، د ملګروملتونو له غړو څخه وغوښتل چې خپل اصول دې عملي کړي او راتلونکي نسلونه دې د جګړې له لعنت څخه وژغوري.

"د راتلونکې لپاره یواځینۍ لاره له فلسطینیانو سره د عدالت کول دي."

ریاض په غونډې غږ وکړ چې "د وژنو د مخنیوي لپاره رایه ورکړئ، د لیونتوب درولو لپاره رایه ورکړئ."

هغه زیاته کړه،

"عدالت انتخاب کړئ نه انتقام. سوله انتخاب کړئ نو نورې جګړې. په دې رایه ورکړئ چې د نېږدې دریو اونیو راهیسې تر ټولو ډبل سټنډرډ رویې چې په لسیزو کې مو نه ولیدلې د پای ټکی کېږدئ. دا چانس له لاسه مه ورکوئ. مهربانۍ وکړئ، خلک وژغورئ، خلک وژغورئ، خلک وژغورئ.

ریاض منصور د ملګروملتونو د امنیت په شورا کې د اسرایلو دا هغو خبرو یادونه وکړه چې خلک یې دردېږي او وویل، فلسطینیان هم دردېږي. د اسرایلو استازي "د بندیانو د خوشې کېدو غوښتنه وکړه او بیا دوه میلیونه فلسطینیان برمته کوي."

هغه وویل، هر ورځ ۱۰۰۰ فلسطینیان وژل کېږي او زیاته یې کړه هیڅ شي د جنګي جرمونو او د بشريت پرضد جرمونو لپاره نه شي توجېح کېدای.

اسرایل له حماس سره په جګړه کې:

ملګروملتونو ته د اسرایلو دایمي استازي ګېلاډ ایردن وویل، د اکټوبر د اومې نېټې قتل عام له فلسطینیانو سره کوم تړاو نه لري او نه هم د اسرایل عربانو د شخړې او یا د فلسطینیانو له پوښتنې سره.

"دا له فلسطینیانو سره جګړه نه ده." او وویل، "اسرایل له قتل عام کونکو جهادي ترهګرې ډلې حماس سره په جګړه کې دی. دا د اسرایلو د قانون منونکې ډیموکراسۍ لخوا د نازیانو د نوې ورځې پرضد جګړه ده"

هغه وړاندې وویل، حماس د فلسطینیانو، سولې او خبرو په کیسه کې نه دی. د هغوی یواځینۍ هدف دا دی چې "اسرایل تېر کړي او د ځمکې پرسر هر یهودي ووژني."

په ملګروملتونو کې د اسرایلو استازی ګېلاډ اردن غونډې ته د وینا په حال کې
په ملګروملتونو کې د اسرایلو استازی ګېلاډ اردن غونډې ته د وینا په حال کې

ښاغلي اردن د بې ګناه ملکي فلسطینیانو د ظالمانه وژنې او په قصدي توګه د اسرایلو د صحي ټیمونو د هدف کولو یادونه وکړه چې کوښښ یې کاوه د برید پر مهال له ټپیانو سره مرسته وکړي. هغه په دې اړه پوښتنه راپورته کړه چې د اسرایلیانو پرضد د روان ظلم غندنه هېچا و نه کړه.

هغه ټینګار وکړ چې "هایپوکریسي له تصور څخه د باندې ده."

هغه وویل، "په هیڅ ژبه کې داسې لغات نشته چې د هغه شیطان تشریح وکړي چې مونږ اوس ولیده." د حماس په لاسونو کې.

هغه زیاته کړه،‌ دا ځکه نه تشریح کېږي چې په بشريت کې هېڅ ځای نه لري.

هغه دا هم وویل، چې "داعش د عراق او سوریې اسلامي دولت و او حماس د غزې اسلامي دولت دی. څنګه چې داعش ختم شو داسې باید حماس هم نور نه وي موجود."

هغه اعلان وکړ چې د اسرایلو هدف دا دی چې "په بشپړه توګه د حماس وړتیاوې ختمې کړي او مونږ به له ټولو هغو وسایلو څخه کار واخلو چې زمونږ په واک کې دي."

د اسرایلو استازي وویل، "د بدل او غچ اخېستلو لپاره نه. بلکه د دې لپاره چې باوري شي داسې ظلم او ویجاړی بیا پېښ نه شي."

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG