د یورپي اتحاد مشرانو غزې پټۍ ته د بشري مرستو د خوندي رسولو لپاره د اسرایلي ځواکونو د بمبارۍ او د حماس راکټي بریدونو د درېدو غوښتنه کړې. د یورپي کونسل مشر په غزه کې پر خرابېدونکي بشري حالت ژوره اندېښنه ښکاره کړې ده.
د یورپي اتحاد مشرانو د پنجشنبې- زیارت په ورځ د بلجیم په مرکز برسلز کې په یوه غونډه کې د اوکراین له حالاتو سره سره پر دې بحث کړی چې څنګه د خپل ګډ اغېز په کارولو سره دا ډاډ تر لاسه کړي چې په غزه کې مجبوره فلسطینیانو ته ډېرې مرستې ورسیږي.
یورپي مشران پر دې هم غږېدلي چې څنګه له حماس ډلې سره د یرغمل کسانو په ګډون په غزه کې د یورپي ټولنې له خلکو سره مرسته وکړي او هغوی له خطره وباسي.
د یورپي اتحاد ملکونو نظر د اسرایل او فلسطین پر مسئله له ډېرې مودې راهیسې وېشلی دی، خو پر اسرایل د حماس د بریدونو او په غزه کې د خپلو کورونو پرېښوولو ته د مجبوره شويو عامو خلکو تکلیفونو د دوی ټولو پام ور اړولی دی.
تر غونډې وروسته په اعلامیه کې پر دې خبره همږغي ښکاره شوې ده، چې د اتحاد د 27 هیوادونو ټولو مشرانو په ګډه "په غزه کې په خرابو بشري حالاتو باندې ژوره اندیښنه" څرګنده کړې ده.
له غونډې وروسته د یورپي کونسل مشر چارلس میشل خبریانو ته وویل، یورپي اتحاد سره متحد دی ځکه خو دوی نړیوال قانون او د بشردوستۍ نړیوال قانون ته په کتو د اسرایل او د هغه د دفاع د حق ملاتړ کوي:
"موږ حماس او د دې ډلې له تشدده ډک د ترهګرۍ برید غندو، موږ به په دې اړه بحث کوو چې څنګه د بشردوستۍ له مخې د لاسرسي ډاډ تر لاسه کړو، موږ فکر کوو چې عام خلک باید هر وخت او هر ځای و ژغورل شي".
د اکتوبر پر اوومه چې فلسطیني وسلوالې ډلې حماس پر اسرایلو برید وکړ او د چارواکو په وینا تر اوسه شاوخوا 1,400 کسان په اسرایلو کې وژل شوي، دا له هغه وروسته د یورپي اتحاد د مشرانو لومړۍ ناسته ده.
د نړۍ د دې لوی اتحاد مشرانو غوښتنه کړې چې "پرله پسې، چټک، خوندي او بې خنډه دې بشردوستانه رسایي ممکنه شي چې د ټولو اړتیا وړ اقداماتو له لارې مجبوره کسانو ته د بشردوستۍ له لارو مرستې و رسول شي".
د یورپي اتحاد مشرانو د حماس برید په کلکه غندلی، دوی هڅه کړې تر دې ور ها خواته هم پر خپل دې پیغام ودرېږي، خو ځینو یې پر دې ټینګار کړی چې اسرایل د دفاع حق لري او ځینو د فلسطین د عامو خلکو په اړه اندېښنه ښکاره کړې ده.
د جرمني چانسلر اولف شولز ویلي، "اسرایل یو جمهوري ملک دی چې د بشري اصولو په بنیاد چلېږي، ځکه موږ په باور سره ویلای شو د اسرایل پوځ به د هغو اصولو درناوی کوي چې په نړیوالو قوانینو کې شامل وي، زه په دې کې څه شک نه لرم".
په یورپي اتحاد کې، اسټریا، جرمني او هنګري د اسرایلو د سر په ملاتړو کې دي، د اسټریا او جرمني مشرانو د حماس تر برید وروسته د خواخوږۍ لپاره اسرایل ته سفر وکړ. سپېن او ایرلېنډ اکثر د فلسطینیانو حالت ته پام کوي.
ایرلېنډ وزیراعظم لېو واراډکار له غونډې وروسته خبریانو ته وویل، شاوخوا 30 ایرلېنډي فلسطینیان هم په غزه کې بند پاته دي، خو وایي اوس په دې حالت کې د هغوی را ایستل ممکن نه دي:
"زه دې خبرې ته په فکر کې نه یم چې موږ څه ډول ژبه وکاروو، څه چې موږ غواړو هغه دا دي چې د خلکو وژل او تشدد ودرول شي او غزې ته له عذاب سره مخ فلسطینیانو ته بشري مرستې ورسېږي او موږ ته اجازه راکړل چې د یورپي اتحاد وګړي را وباسو".
پر اسرایل د حماس تر بریدونو وروسته اسرایل په تېرو تقریباً درو اوونیو کې په غزه کې سلګونه هوایي بمبارۍ کړې دي، چې د حماس تر واک لاندې د غزې د روغتیا د چارواکو په وینا تر 7000 زیات کسان یې وژلي دي او تر اتلس زره زیات یې ټپیان کړي دي.
یادونه:- په رپوټ کې د اسوسیېټیډ پریس او رویټرز معلومات کارول شوي دي.
Forum