په افغانستان کې واکمنو طالبانو ویلي، "د پاکستان حکومت د ټولو اصولو ضد د افغان مهاجرينو د ايستلو فېصله کړې، ځکه طالبانو د پاکستان او نورو هېوادونو څخه په زوره د را ايستونکو افغان مهاجرينو د ستونزو د هوارولو دپاره عالي کمېشن جوړ کړی دی".
د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد په اېکس [پخواني ټویټر] ویلي، د کمېشن کمېټيانې جوړې کړی شوي او هغه به بيرته ستنېدونکو مهاجرينو ته بنيادي اسانتياوې برابروي. مجاهد په خبرپاڼه کې ویلي چې دا کمېشن یې د خپل مشر ملا هبت الله اخوندزاده په امر جوړ کړی دی.
هغه زیاته کړې، "کمېټيانې به مهاجرينو ته عارضي استوګنځايونه برابروي، د دوی پېژندګلو به کوي، ليږي به یې، د صحت بنيادي اسانتياوې به ورکوي او په ځانګړي ډول سوداګرو او صنعتکارو ته ځانګړې اسانتياوې په نظر کې ساتل شوي دي".
د پاکستان حکومت په درېم اکتوبر د ملک څخه د غېر قانونه غېر ملکيانو شړلو اعلان کړی وو. يادې پرېکړې ته پښتنو ملتپالو سياسي او مذهبي ګوندونو سخت غبرګون ويلی چې افغان کډوال دې په زوره ونه ويستل شي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب د غېرقانوني افغان کډوالو د ور ستنولو په اړه د پاکستان پرېکړه غندلې، دا یې له انصافه لرې بللې او د پاکستان له خلکو، سیاستوالو او دیني عالمانو یې غوښتي چې خپل چارواکي له داسې کارونو را وګرځوي.
خو د پاکستان حکومت بيا وخت په وخت سپيناوی کړی چې د غېرقانونه غېر ملکیانو د ويستلو پرېکړه يواځې د افغانانو دپاره نه ده.
په افغانستان کې واکمنو طالبانو دغه اعلاميه په داسې حال کې خپره کړې چې د پاکستان لخوا د غېر قانونه غېر ملکیانو د ايستلو دپاره ورکړې 31م اکتوبر نېټه نزدې شوې ده.
د پاکستان د نګران حکومت د کورنيو چارو وزير سرفراز بګټي ویلي، په ملک کې په غېر قانونه توګه مېشت غېر ملکيان په ګوته کړی شوي او د 31م اکتوبر وروسته به د چا سره هم کوم رعايت نه شي کولی.
سرفراز بګټي پرون د زيارت په ورځ اسلام اباد کې خبري غونډې ته وویل، د غېر قانونه غېر ملکيانو مرستې کوونکی به هم نه معاف کول کيږي.
هغه زياته کړې د غېر قانونه غېر ملکيانو د ويستلو دپاره موقتي کېمپونه جوړول کيږي او په غېر قانونه توګه پاکستاني شناختي کارډ لرونکي به په جېلونو کې اچول کيږي.
د کورنيو د نګران مرکزي وزير په څېر په سيند صوبه کې د نګران حکومت د کورنيو چارو وزير بريګيډيير[ريټايرډ] حارث نواز هم په کراچۍ پرېس کلب خبري غونډې ته په وينا کې د سرفراز بګټي خبرې تکرار کړي دي.
هغه ویلي، د 31م نومبر وروسته به غېر قانوني غېر ملکيان نيول کيږي او خپلو ملکونو ته به لېږل کيږي.
حارث نواز زياته کړې، تر اوسه پورې د دوه لکه نه زياتو غېر قانونه غېر ملکي وګړو پېژندګلو شوې ده، غېر قانونه غېر ملکيانو ته پناه ورکونکو خلاف به کارروايي کولی شي او په دغه لړ کې د نادرا او نورو ادارو نه پوره مرسته ترلاسه ده.
سرفراز بګټي ویلي اوس چې څوک هم پاکستان ته راځي ويزه به اخلي، د هیڅ ډول قاچاق اجازه به نه ورکول کيږي او نه به د ډالرو د وړلو اجازه وي. هغه دا هم ويلي، په غېر قانونه هلوځلو کې ککړ د نادرا اهلکارو پرضد به هم سخته کارروايي کولی شي.
پاکستان تېره اوونۍ ويلي وو، د روانې اکتوبر میاشتې له پیله بیا تر 20م اکتوبر پورې تقریباً 52,000 افغان کډوال د تورخم او چمن پولې له لارې افغانستان ته ستانه شوي او ګڼ شمیر نورو یې په کراچۍ او نورو ښارونو کې کډې بار کړي او د پولې خواته روان دي.
پاکستاني چارواکي بيا بيا تکراروي چې د کډوالو د ایستلو په بهیر کې هغه شاوخوا یونیم میلین افغان کډوال نه دي شامل چې رجسټر دي او په دې هیواد کې د اوسېدو قانوني اسناد لري او نه هم هغه تقریباً نهه لکه افغانان شړي چې افغان سټیزن کارډونه لري.
Forum