لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ نړيوال کپ: پاکستان نن جنوبي افريقې ته مخامخ کيږي، شاداب وايي "معجزه کېدی شي"


د کرکټ نړيوال کپ 2023م په روانو سياليو کې د پاکستان کرکټ لوبډله نن د جنوبي افريقې سره مخامخ کيږي، پاکستان تر اوسه په پينځو سياليو کې دوې ګټلې دي او درې یې بايللې دي.

د کرکټ پوهان وايي، پاکستانۍ لوبډلې ته به سيمي فاينل ته د رسېدو دپاره پاتې ټولې څلور سيالۍ ګټل وي، خو په افغان لوبډله باندې د تېرې لوبې له بایللو وروسته دې هدف ته رسېدل یې له امکانه لرې ښکاري.

د پاکستان کرکټ لوبډلې نايب کپتان ال راونډر شاداب خان پرون د پنجشبنې- زیارت په ورځ په خبري غونډه کې منلې، لوبډلې یې تراوسه پورې په بېټنګ، بالينګ او فيلډنګ يوه برخه کې هم ښه لوبه نه ده کړې.

خو نوموړي ويلي، "لوبغاړي یې يقين لري چې معجزه کېدی شي، ځکه وړاندې یې لوبډله د داسې حالاتو نه وتلې ده او پاکستان ته د داسې حالاتو نه وتلو چل زده دی".

هغه ویلي، "د نړیوال کپ نه وړاندې مو چې څنګه لوبه کړې، لوبډله هغه شان نه ده لوبېدلې خو د نن څخه به ګټې پېلوو".

په روان نړيوال کپ کې پاکستانۍ لوبډلې تر اوسه پورې پينځه سيالۍ کړي او وروستۍ درې واړه لوبې یې بايللي دي.

پاکستانۍ لوبډلې په خپله وروستۍ سيالۍ کې د افغانستان نه په اتو وکټونو ماتې خوړلې، د هغې نه وړاندينۍ لوبه یې په اسټرېليا بايللې او د هغې نه مخکې ورته هند ماتې ورکړې وه.

پاکستان په لومړۍ سيالۍ کې نيدرلېنډ او دويمه کې سري لنکا ته ماتې ورکړې وه.

د کرکټ پوهان وايي، که پاکستان خپلې پاتې ټولې څلور سره سيالۍ وګټي بیا سیمي فاینل ته رسېدای شي.

نن چې د جنوبي افريقې سره مخامخ کيږي، جنوبي افريقه دا وخت په لسو لوبډلو کې په دويم نمبر ده، پينځه سيالۍ یې کړي او څلور یې ګټلي، اته پواينټونه یې ترلاسه کړي دي.

پاکستانۍ لوبډله دا وخت په شپږم نمبر ده او څلور پواينټونه یې ګټلي دي، په پاتې سياليو کې به په 31م اکتوبر د بنګله دېش، له دغې وروسته په څلورم نومبر د نيوزي لېنډ او 11م نومبر د انګلېنډ سره مخامخ کيږي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG