واشنګټن – د اسرایلو پوځ ویلي، دوی یو ځل بیا په غزه کې د حماس پرضد ځمکني عملیات ترسره کړي. اسرایل دغلته د نېږدې دریو اونیو راهیسې د حماس پرضد هوايي بریدونه کوي.
د اسرایلو دفاعي ځواکونو ویلي، عملیات مختصر وو او ټانکونو او پوځیانو یې د حماس د ټانکونو ضد وسلې ویجاړې او بېرته اسرایلي خاورې ته راستانه شول.
دا د اسرایلي ځواکونو دوهم دغه ډول عملیات دي چې په دې ورځو کې ترسره کېږي مخکې له دې چې د لویې کچې ځمکني عملیات پیل کړي.
اسرایلي چارواکو ژمنه کړې چې دا باوري کړي چې حماس به نور د اسرایلو پرضد بریدونه ونشي کړای.
په اسرایلو باندې د اکټوبر په اومه نېټه د حماس په برید کې ۱۴۰۰ اسرایلیان وژل شوي وو.
د دې په غبرګون کې اسرایلو په غزه باندې بریدونه پيل کړل چې په ترڅ کې یې تر اوسه پورې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر لږ تر لږه ۷۰۰۰ تنو ته رسېدلی چې د غزې د روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې اکثره یې ښځې او ماشومان دي.
په ورته وخت کې د اروپايي اتحاد مشرانو د زیارت یا پنجشنبې په ورځ د اسرایلو په بمبارۍ او د حماس په راکټي بریدونو کې د وقفې غوښتنه وکړه چې اجازه ورکړي غزې ته بشري مرستې ورسېږي.
په برسلز کې په یوې سرمشریزه کې د اروپايي اتحاد د ۲۷ هېوادونو مشرانو په "غزه کې د خرابېدونکي بشری حالت په اړه ژوره خواشینې وښودله."
په ورته وخت کې په برسلز کې یو شمېر خلکو په غزه کې د فلسطینیانو په ملاتړ لاریون کې برخه اخیستې چې ورسره په لاسونو کې نیول شویو کاغذونو یې لیکلي وو چې ۳۰۰۰ ماشومان د اسرایلو لخوا وژل وژل شوي دي.
د اسرایلو پوځ درې لکه ریزف او سرتیري د غزې له پولې سره ځای پر ځای کړې دي.
د اسرایلو لومړي وزیر بین یمین نتن یاهو د شورو یا چهارشنبې په ورځ په یوې تلویزیوني وینا کې وویل چې اسرایل "ځمکنیو عملیاتو ته تیاری نیسي." او زیاته یې کړه چې زه به و نه وایم چې څه وخت، څنګه او په کوم شمېر به وي.
همدارنګه د اسرایلو د دفاع وزیر ویلي، اسرایل لیواله نه دي چې دا جګړه دې له غزې څخه پراخه شي خو دوی تیار دي چې په لیبنان کې له مېشتو ایران پلوو حزب الله جنګیالیو سره جګړه وکړي.
په ورته وخت کې د ملګروملتونو د بشري مرستو ادارې ویلي، چې د شنبې یا خالي له ورځې څخه په اوبو، خواړو او درملو ۶۲ ټرکونه له مصر څخه د رفعه لارې غزې ته تللي خو دا له جګړې څخه د مخکې وخت په پرتله چې په ورځ کې به غزې ته ۵۰۰ ټرکونه تلل ډېر کم دي.
د بلجیم وزیر اعظم الیکزاندر ډی کرو د غزې د قحطۍ یا وږې کولو له امله اسرایلو ته خبرداری ورکړی.
هغه د اروپايي ټولنې سرمشریزې ته وویل،
"اسرایل حق لري چې د راتلونکو بریدونو څخه د مخنیوي لپاره اقدمات وکړي. خو هیڅ د منلو نه ده چې ټوله سیمه باندې بشري مرستې بندې کړي. د دې لپاره هیڅ دلیل نشي جوړېدای چې ټول خلک وږي کړي."
ملګري ملتونه وايي، ۱.۴ میلیونه خلک په غزه کې په داخلي توګه بې ځایه شوي دي چې له دې ډلې څخه یې ۶۲۹۰۰۰ د ملګروملتونو لخوا په جوړو شویو کمپونو کې پراته دي.
Forum