لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکو پاکستان کې د افغان کډوالو په اړه د راجوړېدونکو غونډو مخنیوی د رایو په اظهار قدغن بللی


PAKISTAN
PAKISTAN

روانه اوونۍ د اسلام اباد د يوې څېړنيزې ادارې "دي بلېک هول" کې د پاکستان څخه د افغان کډوالو په زوره د ويستل کېدو د پاليسۍ په موضوع د پولیسو لخوا د دانشورانو او فعالانو د بحث له ودرولو وروسته يو ځل بيا په دې هېواد کې د رایې څرګندولو ازادۍ ته د ورپېښو چېلنجونو په اړه تاوده غبرګونونه پارولي دي.

څېړونکې وايي کله چې په ټولنه کې تنقيدي غږونه بند کړی شي نو بيا ټولنه د انتشار سره مخ کېږي.

تېره اوونۍ په پېښور کې هم د مفکوره څړنیز مرکز له لوري د افغان کډوالو د ویستل کېدو په اړه د راجوړ کړل شوي سیمینار په موقعه پولیسو د پېښور پریس کلب محاصره کړې وه اؤ د سیمینار په پائ کې یې د مفکورې مشر حیات روغانی اؤ د سیمینار ځینې نور برخه وال نیولي‌ وؤ.

څيرونکي وايي په بيلا بيلو موضوعاتو چې کله هم د تنقيدي غږونو د غلې کولو هڅې کيږي نو دې سره په ټولنه کې ګډوډي رامنځته کيږي، خلک قانون په خپلو لاسونو کې اخلي او د دې نتيجه د رياست سره نېغ په نېغه د ټکر سوب جوړيږي.

د څېړونکی اؤ‌ لیکوال جواد همداني په وینا، داسې فورمونه په هر وخت کې ضروري وي چرته چې خلک د خپلو هغو خيالاتو څرګندونه کولی شي هغه که د رياستي بيانې خلاف هم وي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "بايد چې په حساسه موضوعاتو خبرې وشي او دې کې هیڅ بدوالی نشته که څوک ورسره اتفاق نه کوي ، او که د تنقيدي غږونو مخه ونيولی شي نو بيا هغه (تن)خپل اظهار له منفي لارې خپلوي."

څه ورځې وړاندې وتلي دانشور اؤ سیاستمدار افراسياب خټک او يو شمېر نورو دانشورانو او فعالانو ته د اسلام اباد په" بليک هول "کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د وينا او د غونډې کولو اجازه ورنه کړل شوه او پوليسو تر څه وخته دوی په وداني کې دننه ساتلي وو.

د بليک هول څېړنيزې ادارې د بنسټګر پروفيسر ډاکټر پرويز هود بايي د وينا له مخې چې په سوشل ميډيا خوره شوې، وايي په بليک هول کميونټي سنټر کې د دوی پينل غوښتل د افغان کډوالو په اړه بحث وکړي خو پوليس دوی منعې کړل.

پوهان وايي په پاکستان کې د رایې په څرګندولو مدام څه نه څه قدغنونه وي.

څېړونکی عرفان اشرف ډيوه ته وایي"تر څو چې رياست د خپل طاقت صحيع استعمال ونه کړي او خپل طاقت د عوامو د ښېګړې لپاره نه استعمالوي بلکې د عوامو حق تلفي کوي او هغوي يرغمال کوي نو زما دا خيال دی چې دې سره رياست نور هم کمزوری کېدای شي"

په بليک هول کې د فعالانو سره د اسلام آباد پوليسو لخوا په شوي چلند په ټولنيزو رسنيو کلکې نیوکې شوي او پاکستان کې دخبریالانو مرکزي تنظیم پاکستان فيډرل يونين اف جرنلسټس هم دا پېښه غندلې ده ۔

د اسلام آباد پوليسو وينا وه چې د هر رقم اجتماع او هلو ځلو لپاره اجازت نامه اخستل ضروري دي او له دې پرته په داسې هلو ځلو بندېز دی.

په دې وروستیو کې پاکستان پرېکړه کړې ده چې د افغانانو په ګډون به د ملک نه ټول غیرقانوني میشت کډوال وباسي اؤ کډوالو ته یې امر کړی چې د اول نومبر پورې پخپله خوښه د ملک نه اوځي ګنې بیا به یې پرضد کارروایي کیږي.

ځېنې څیړونکي وایي په ظاهره دا فیصله نګران حکومت کړې ده خو تر شا یې د پوځ خوښه شامله ده اؤ دپوځي مشر په وینا هیواد کې د افغان کډوالو پرضد سختي شورو کړل شوې ده.

خو د کورنیو چارو نګران وزیر سرفراز بګټي بیا ویلي چې د غیر قانوني کډوالو د ویستلو پرېکړه یوازې د افغانانو لپاره نه ده بلکې د ټولو غیرقانوني کډوالو لپاره ده.

دا وړومبی ځل نه دی چې د پاکستان په مېډيا کې د پوځ په مخالفو غږونو او کتابونو باندې بندېز لګول کيږي۔

د پخواني پوځي آمر جنرل پرويز مشرف په واکمنۍ کې د نامتو ليکوالې عايشه صديقي د کتاب مخ کتنې دستوره هم ودرول شوې وه او د نوبل جايزه ګتونکې ملاله يوسفزۍ په کتاب هم په پاکستان کې بنديز لګول شوی ؤ.

همدا اوس مهال پاکستان کې په میډیا دپخواني وزیراعظم عمران خان په نوم اخستو اؤ دهغه په بیانونو نا اعلانه بندیز لګول شوی دی .

هم دا شان د پښتنو د حقونو لپاره د غږ پورته کوونکي ولسي تحریک پي‌‌ ټي ایم فعالیتونه هم په پاکستانۍ میډيا نه ښودل کیږي.

خبریال منصور ستي وي او ای ډيوه ته وایي،پاکستان يو ازاد هيواد دی او بايد چې دلته په تنقيدي غږونو او د رایې په اظهار بنديز ونه لګول شي.

دهغه په وینا "که د رایې په اظهار بنديز لګول کيږي هم نو بايد چې رياست د هغې وجوهات په ګوته کړي او د دې هيواد ټول خلک محب وطن دي او د رياست په لارښوونه به عمل کوي"

تيره مياشت د ميډيا د څار نړيوالې ادارې رپورټر ود آوټ بارډرز د مطبوعاتو د دفاع د نورو فعالانو سره په ګډه د پاکستان په سياسي ګوندونو غږ کړی و چې دې هيواد کې د مطبوعاتو ازادي خوندي کړي.

د رپورټونو تر مخه پاکستان د صحافيانو لپاره په نړۍ کې يو خطرناک هيواد دی او دلته تنقيدي اوازونه په زوره غلي کړل کيږي.

  • 16x9 Image

    وقار احمد

    وقار احمد په اسلام آباد کې د وي او اې ډيوه خبريال دی، په سياسي، تعليمي، روغتیايي، کلتوري او ځانګړو موضوعاتو وېډیو، رېډيو او د ويب لپاره رپورټونه جوړوي. له تېرو 15 کلونو راهیسې د پاکستان له شخصي ټيلیویژن چېنلو او نړيوالې مېډيا سره کار کوي. وقار احمد د پوليټيکل ساینس د ماسټرۍ له ډګري سره سره د ګرافیکس ډیزاین ډګري هم ترلاسه کړې ده.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG