لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګیس نرخونو کې 193 فېصده اضافه، پښتونخوا کې د سي این جي پمپونه په دویمه ورځ هم تړلي پراته دي


په خیبر پښتونخوا کې نن په دویمه ورځ هم د سي این جي پمپونه تړل شوي دي چې له امله یې اکثره د وړو او کمرشل ګاډو کاروباریان له سختو ستونزو سره مخ شوي دي.

د سي این جي اتحادیه وایي د حکومت له خوا د ګیس بیعې 193فیصده لوړې کړل شوي دي اؤ بجلي د وړاندې نه ګرانه ده او په داسې حال کې هغوي نه شي کولی چې خپل کاروبار ته دوام ورکړي.

مرکزي حکومت په دې وروستو کې د ګیس بیعې زیاتې لوړې کړي او وایي ددې اثرات په 60 فیصدي خلکو نه پریوځي او دا چې دې سره به د ګیس په مد کې 2100 اربه روپۍ سرکلر قرضې ختمې شي.

عمر رحمان په مردان ښار کې د ټیکسي ډرایور دی، هغه ډیوه ته وایې د دوو ورځو راهسې یې ګاډی ولاړ دی او د سي این جي د نشتوالي له امله یې مزدوري نه ده کړې او د توانايۍ د لوړو بیعو له وجې یې روزګار متاثره شوی دی.

" نن دویمه ورځ ده ګاډی می ولاړ دی، د پټرولو وس نه لرم او د سي این جي د لاسه راباندې ګراني ده او دلته څوک پیسې هم نه ورکوي، د هسپتال مخې ته ولاړ یم چې چاته د پیښور 5 زره کرایه ووایو روان شي رانه ځکه چې مونږ ته هغه پیسې نه شي راکولی"

څو ورځې وړاندې اقتصادي رابطه کمیټۍ په ټول هېواد کې د کورونو، کاروباري او په کارخانو کې د استعمالیدونکي ګیس بیعې 193 فیصدي زیاتې کړې وې او ویلي یې وو دې زیاتو بیعو سره به د صارفینو نه 350 اربه روپۍ ترلاسه شي او د ګیس کمپني به د دیوالیه کیدو نه بچ شي.

په خیبر پښتونخوا کې دسي این جي پمپونه د تیرې ورځې راهسې تړل شوي او غوښتنه کوي چې حکومت دې د ګیس بیعه کې د لوړوالي فیصلې ته بیا کتنه وکړي.
په مردان کې د سي این جي پمپونو د اتحادیې مشر عبدالعزیز وایي د دوي کار بندیز به تر نامعلومې مودې دوام وکړي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وویل "حکومت د ګیس قیمت سېوا کړی او پکار ده چې مونږ هم بیعې زیاتې کړې وی خو نا دا زیاتوالی په غریبو خلکو یو غټ بوج دی، زمونږ دا هړتال به تر نامعلومې مودې جاري وي او غواړو چی حکومت په دې خپله فيصله نظرثاني وکړي او دې انډسټرۍ سره وابسته خلکو ته دې ریلیف ورکړی شی"

د اقتصادی رابطه کمیټۍ په غونډه کې د کورنیو صارفینو دپاره ګیس 172 فیصده ګران شوی، کاروباري صارفینو دپاره 137 فیصده او د کارخانو دپاره پکې 193 فیصده اضافه شوې ده.

د توانايی وزارت وایي د 350 اربه روپو اضافی سره به د ګیس کمپني د دیوالیه کیدو نه بچ شي او د ګیس په مد کې به د 2100 اربو روپو سرکلر قرضه هم راکمه شي.

د یاد وزارت وینا ده چې 57 فیصده خلک د زیاتو بیعو نه متاثره کیږي خو بيا هم ځایي خلک غوښتنه کوي چې د تجارتي ګیس بیعې دې راکمې کړی شي چی د هغوی کاروبارونه دوام بیا مومي.

د همایون خان په نوم د ګیس یو صارف وایي پاکستان کې پټرول د وړاندې نه ګران وؤ خو اوس سي‌ این جي هم دومره ګرانه کړی شوه چې د غریبو خلکو له وسه وتلې ده .

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي حکومت ته پکار ده چې نور باید دا غریب ولس ونه کړوي او د ګیس د بیعو لوړولو فیصلې ته دې بیاکتنه وکړي.
دا وخت په خیبر پښتونخوا کی د سي این جي د یو کلو بيعه 230 روپۍ ده خو د سي این جي پمپونو د بندیدو له امله ددې بیعې د 500 روپۍ کلو نه هم زیاتې شوي او د حکومت لخوا دګیس ګرانولو وروسته به ددې بیعه 440 کلو ته لوړه شي.

د ګیس نرخ کې د اضافې دا پرېکړه به د نومبر د وړومبی نیټې څخه عملي کیږي

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG