د آی سي سي نړیوال کپ په 26مه او خورا مهمه لوبه کې د سوېلي افریقا لوبډلې په یوه ډېره په زړه پورې لوبه کې د پاکستان ټیم ته په یو ویکټ ماتې ورکړه او له دې سره سیمي فاینل ته د رسېدو لپاره د پاکستان امکان ډېر کم شو.
دا د کرکټ په نړیوال ټورنمنټ کې لومړۍ لوبه وه چې سوېلي افریقا وګټله او د دې لوبې له ګټلو سره د سوېلي افریقا لوبډله د کرکټ د نړیوالو سیالیو د ټېبل سر ته ورسېدله.
لومړی بېټنګ پاکستان کړی وو چې ټوله لوبډله یې په 270 منډو سوځېدلې ده اؤ سویلي افریقې ته یې د 271 منډو هدف ورکړی وو.
لومړی داسې ښکاریده چې د سوېلي افریقا لوبډله به لوبه په اسانۍ وګټي خو د شاهین، وسیم او اسامه د ښه بالنګ له کبله یې پرله پسې ویکټونه وغورځېدل او وروسته لوبه ډېره دلچسپه شوه، خو سوېلي افریقا خپل هدف په خپل وروستي پاته ویکټ پوره کړ.
د سوېلي افریقا لوبډلې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو سره په 48م اوور کې خپل هدف پوره کړ او 16 بالونه یې پاته شول.
د سوېلي افریقا مارکم د لوبې په پیلوونکو لوبغاړو کې وو او 99 رنزونه یې جوړ کړل، د پاکستان تېز بالر شاهین اپریدي درې لوبغاړي آوټ کړل، تبرېز شمسي څلور ویکټونه واخیستل.
د هند د چنۍ په چدمبرم سټیډیم کې د دې لوبې پچه یا ټاس د پاکستان کپتان بابر اعظم ګټلی وو او لومړی یې د توپ وهنې یا بېټینګ پرېکړه کړې وه.
د پاکستان ټوله لوبډله په ۴۶.۴ اورونو کې وسوځېده، بابر اعظم ۵۰ او سعود شکیل ۵۲ منډې جوړې کړې.
د پاکستان له لوري عبدالله شفیق او امام الحق وړومبی توپ وهنې یا بېټنګ ته ووتل خو یو ځل بیا پاکستاني اوپنرانو خپلې لوبډلې ته یوه ښه پیلامه ورنه کړل شوه.
عبدالله شفیق د مارکو جینسن په بال یوازې په ۹ منډو جوړولو سره پویلین ستون شو، ورپسې امام الحق هم په ۱۸ توپونو ۱۲ منډې وکړې او د مارکو جینسن په بال وسوځېدو.
د پاکستان دریم لوبغاړی محمد رضوان و چې ۳۱ منډې یې جوړې کړې او د کویټزی په بال د وېکټو تر شا کېچ اوټ شو.
افتخار د یوې شپږیزې وهلو په هڅه کې د تبریز شمسي په بال په بونډرۍ د کیچ په ورکولو سره وسوځېدو.
هغه ۲۱ منډې یې وکړې.
بابر اعظم ۵۰ منډې وکړې او د تبریز شمسي په بال د وېکټې شاته کیچ اوټ شو.
تر اوسه نه ده روښانه چې د نړیوال کپ نیمه پای لوبه یا سیمي پینل به د کومو لوبډلو تر منځ کیږي.
د ورلډ کپ په دې سیالیو کې د پوانټونو په بورډ هند په وړومبي،جنوبي افریقا په دویم،نیوزي لینډ په دریم اؤ اسټریلیا په څلورم نمبر ده.
پاکستان څنګه سیمي فاینل ته رسیدلی شي؟
پاکستان د پواینټونو په بورډ دا مهال په شپږم نمبر دی اؤ په ټاپ فور کې د ځای جوړولو لپاره به ورته خپلې پاتې څلور واړه سیالۍ ګټل وي.
که پاکستان درې سیالۍ هم ګټي نو ټاپ فور کې ځای جوړولی شي خو هغې لپاره به ورته خپل رن ریټ غوره کول وي .
د دوؤ سیالیو په ګټلو هم پاکستان سیمي فاینل یا نیمه پائ لوبې ته رسېدلی شي خو څېړونکي وایي چې دا به یوه معجزه وي.
په دې سیالیو کې تر اوسه هند پینځه سیالۍ کړي اؤ یوه یې هم نه ده بایللې
Forum