لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا وایي روس د اوکراین جګړه کې خپل امر نه منونکي پوځیان په دار کوي، ماسکو لا څه نه دي ویلي


امریکا تور پورې کړی چې د روس پوځ خپل هغه پوځیان په دار کوي چې وایي د اوکراین له جګړې سره تړلی امر نه پر ځای کوي، سپینه ماڼۍ وایي دا د روسي پوځیانو د ټیټ مورال ښکاره کوي. روس لا په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت کونسل ویاند جان کربي په خبري غونډه کې وویل، داسې معلومات یې تر لاسه کړي چې روسي پوځ په حقیقت کې هغه پوځیان زېندۍ کوي چې د امر له منلو ډډه کوي:

"موږ دا معلومات هم لرو چې د روس کمانډران خپلو بشپړو پوځي یونټونو ته ګواښ کوي که هغوی د اوکراین د توپخانې له ډزو د پرشاتګ هڅه وکړي ټول به په دار کړل شي".

وي او اې د سپینې ماڼۍ د دې تور په اړه په واشنګټن کې د روس سفارت ته ایمېل استولی چې په دې اړه د هغوی غبرګون وپوښتو، خو سمدستي یې لا جواب نه دی ویلی.

رویټرز خبري ایجنسۍ وایي کرېملین، د روس دفاع وزارت او په واشنګټن کې د روس سفارت د دوی پوښتنې ته هم جواب نه دی ویلی چې د سپینې ماڼۍ دعوو ته غبرګون وښیي.

جان کربي وایي دا د غندنې وړ کار دی چې یو هېواد خپل پوځیان له دې کبله په دار کوي چې هغوی نه غوښتل په جګړه کې ټول امرونه ومني:

"دا ظلم دی خو زه فکر کوم دا د دې نخښه ده چې د روس پوځي مشران څومره لږ پوهېږي چې دوی څه کوي او دا له پوځي نظره څومره ناوړه کار دی".

وایټ هاوس وایي په وروستیو کې چې د اوکراین اوډیویکا ښارګوټي ته نیژدې ځینو روسي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه، دا کار هم خپله د روسي مشرانو په امر شوی وو.

د اوکراین او روس پوځیان د اکتوبر له نیمایي راهیسې د دونیڅک په اوډیویکا ښارګوتي کې- چې د جګړې لومړۍ کرښه ده- په جګړه اخته دي. د اوکراین پوځ وایي دغه ښارګوټی د روس د وروستیو بمباریو له کبله سخت تباه شوی دی.

خو د اوکرایني پوځ یو ویاند ویلي، روسي پوځیان په وروستیو کې دې ښار ته نیزدې د اوکراین پر محاذونو له حملې کولو ځکه ډډه کوي چې وایي درانه زیانونه ور اوښتي او ځینو روسي یونټونو بغاوت کړی دی.

د امریکې د ملي امنیت کونسل ویاند جان کربي ویلي، "د روس متحرک ځواکونه د جګړې لپاره کم روزل شوي، کم په وسله سمبال شوي او جنګ ته تیار نه دي، څنګه چې تېر کال د ژمي په ناکامه عملیاتو کې ولیدل شول."

امریکا د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ اعلان وکړ چې اوکراین ته د 150 میلین ډالرو نورې پوځي مرستې ولېږي. په دې نوي پېکیج کې به توپخانې، د وړو وسلو ګوله بارود او د ټېنک ضد وسلې شاملې وي.

امریکا د اوکراین تر ټولو لوی پوځي مرسته کوونکی مل دی، واشنګټن د روس او اکراین د جګړې په څه باندې یونیم کلنه موده کې له کیف سره د 43.9 ارب ډالرو امنیتي مرسته کړې ده.

کېدای شي د اوکراین لپاره د امریکې راتلونکې مرستې په کانګرس کې د ریپبلکن ګوند د زیاتېدونکي مخالفت له کبله له خطر سره مخ شي او منظورې نه شي.

یادونه:- د دې رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اې پي او اې ایف پي خبري ایجنسیو اخیستل شوي دي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG